کور / تازه خبرونه / ایا په ریښتیا هم هېواد له ګواښه خوندي دی؟

ایا په ریښتیا هم هېواد له ګواښه خوندي دی؟

ویسا ورځپاڼه: ایا په ریښتیا هم هېواد له ګواښه خوندي دی؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د ثبات او پیاوړتیا په اړه د ولسمشر اشرف غني پرونیو څرګندونو او له جرمني څخه د افغان کډوالو د راایستلو په اړه اندېښنو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې “ایا په ریښتیا هم هېواد له ګواښه خوندي دی؟”

په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر په امنیتي برخه کې د خپل حکومت کمزوري منلې؛ خو زیاته کړې ده چې د ملي یووالي لپاره یې کار کړی او د هېواد د سیاسي جغرافیې د ویش مخه یې نیولې ده.

سرمقاله لیکونکي ویلي، وروستیو ناامنیو او د امنیتي ځواکونو پرځای د پخواني جنګسالارانو وسله وال کېدو اندیښنې زیاتې کړي او خلک د ملي یووالي په اړه د ولسمشر خبرو ته د شک په سترګه ګوري.

د ورځپاڼې په باور، د ملیشو جوړول که د حکومت په ملاتړ هم وي؛ بدې نتیجې لري او ان دا چې افغانستان به په ګډوډستان بدل کړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ ولې هره ورځ دا اوازې پياوړې کیږي چې د حکومت دننه ځینې کړۍ د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او ورسره ناامنۍ هم زیاتیږي.

په سرمقاله کې راغلي، دا خبره حکومت ته له نږدې سرچینو اوچتیږي او دا په دې معنی ده چې د ملي وحدت حکومت کمزوری مدیریت لري.

سرمقاله لیکونکي ویلي، حکومتي مشران دې نور ځان ته ګوته ونیسي؛ خلک او ځانګړې کړۍ دې د ناامنیو په زیاتولو نه تورنوي او دا ځکه چې له داسې اوازو څخه د حکومت وسله وال مخالفین ګټه اخلي.

انصار:

انصار خپلواکې ورځپاڼې بیا له جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکو را ایستلو ته یو مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي چې په افغانستان کې ځوانان د بې کارۍ له امله د حکومت مخالفینو ته ورځي او په داسې وضعیت کې د جرمني وروستی اقدام عادلانه نه دی.

په مطلب کې د مشرانو جرګې د ځینو غړو په حواله لیکل شوي چې د جرمني دا اقدام او د ولسمشر اشرف غني له خوا د دې پریکړې منل د اندیښنې وړ یوه موضوع ده.

په مطلب کې ویل شوي، ځوانان د همدې حکومت د کمزورو فعالیتونو له امله بهر ته په قاچاقي ډول لاړل او اوس بیرته را شړل به یې ناوړه عواقب ولري.

جامعه باز:

جامعه باز ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، هغه کسان چې له هېواده په قاچاقي ډول بهرنیو هېوادونو ته تللي ټول نالوستي نه، بلکې داسې کسان په کې دي چې پوهنتونونه یې لوستي او د هېواد دننه ورته کار نه پيدا کېده.