کور / د ډيورنډ کرښه / د لوی افغانستان ستر ارمانجن افضل خان لالا، نیمګړی ګور ته ستون شو!

د لوی افغانستان ستر ارمانجن افضل خان لالا، نیمګړی ګور ته ستون شو!

باچا خان ومړ، چا یې تګلاره ونه نیوه،که چا یې لار تعقیب هم کړه، خو دوښمن یې په مخ کې نن هم کلک ولاړ دی. باچا خان لوی ارمان ګور ته له ځان سره یووړ، د عدم تشدد سر لاری و، خو د نه تاوتریخوالي په مبارزه کې یې لټي ونه کړه، نه پوهیږو، چې چا ور سره ناځواني وکړه؟ ښايي همدا نه پوهیدونکي پښتانه به و که څه؟ خو ده د خپل ژوند تر ورستۍ شېبې پورې د پښتنو د علم، زده کړې او پوهې تر لاسه کولو لپاره ټينګه مبازره کوله، هغه انسانیت پاله او د نورو وګړو غوندې یې پښتون قوم هم ازاد او خپلواک په خپله خاوره او ټاټوبي غوښت.
فخر افغان، خان عبدالغفار خان بابا له دې ارمان سره نیمګړی ګور ته لاړ. ډېری نور پښتانه مشران هم له ورته برخلیک سره مخ شول. ډېرو خپل پښتانه وځپل، ډېرو پردي خپل کړل او خپل یې پردي حساب کړل…! ډېرو پښتنو ته نن هم همدغه مشران په ښه نظر نه ورځي، زه یې نه ملامتوم، دا ځکه دوی نه پوهېدل چې بابا څه ویل او څه وړاندوینې یې کولې، خو باچا خان یوازې د انسانیت پر مبارزه اخته و، هغه پښتانه له تیارې د رڼا لور ته ایستل، خان بابا د پښتنو بچیانو لپآره ښوونځي پرانیستل، مدرسې یې جوړولې او د پښتنو بچیانو پر ذهنونو یې کار کاوه. نن هغو پښتنو ته وایوو چې له لوی ناورین سره لاس او ګریوان دي، چې آیا باچا خان یوازې د ځان لپآره کار او مبارزه کوله؟ د خپل شهرت د اغېز ډېرولو لپاره یې زندانونه تیرول، آیا هغه نه پوهیده چې له ده به هن دا د پښتنو د ازادۍ غوښتونکې خاوره یوه ورځ پاتې نه شي؟؟؟ نه پوهیږو، موږ ولې نه پوهیږو…!!؟؟
خو متاسفانه، چې د نړۍ د نورو د عدم تشدد (نه تاوتریخوالي) د سرلارو غوندې، خان بابا په خپله دې مبارزه کې څومره يې چې غوښتل بریالی نه شوو. نه پوهیږم چې نور وجوهات یې څه و؟ خو پښتون قوم تل خپل ژوندي مشران نه دي یاد کړي، بلکې مړه یې په ښو حساب کړي دي، چې له همدې امله يې تل وروسته لاسونه د ارمان سولولي او ټک یې نه دې ترې ایستلی. په هند کې ددغې مبارزې ستر او کامیاب سړی مهاتما ګاندهي و، چې په خپله انسان پاله مبارزه کې کامیاب شو او د هندوستان لوی ګڼ ولس یې له لوی تورتم وایست، مهاتما ګاندهي په هند کې د هندوانو او مسلمانانو پر یوالي او یو کېدنه تر ټولو ډېر ټینګار کاوه او له همدې امله دی د یو متعصب هندو په لاس وهم وژل شو، خو د خپلې نه ستړې کېدونکې مبارزې څخه لاس به سر نه شو او ثمره یې تر نن پورې د هند ولس ته په میراث پرېښوده او هندوستان یې ازاد کړ. په سهیلي افریقا کې نېلسن مانډیلا د ازادۍ لپاره کلونه مبازره وکړه، د زندان تورې شپې يې پر ځان تیرې کړې، خو بری یې هم یووړ او ولس یې هم نن یاد د تل غوندې یاد ساتلی او د هغه د فکر او مبارزې ټینګ پلویان لا هم شته او نه یې هېروي. په امریکا کې د تور پوستکو د مدني حق غوښتونکی بریالی ستر مبارز مارتین لوتر کېنګ و ، چې نړۍ او بیا په تېره بیا د امریکا تورپوستو وګړو ته په یوه داسې تورتم کې سترګې وغړولې چې تورپوستکي په امریکا کې له لوی انساني ناورین، تبعیض او له داسې یوه چال چلند سره مخ و، چې نورو امریکایانو دوی نه یوازې انسانان نه بلل، بلکې ټول حقونه یې هم ترې سلب کړي و، د ژوند له ډېرو لویو لویو نعمتونو څخه بې برخې و، د سورپوستو له خوا پر دوی باندې د پوهنیزو مرکزونو دروازې تړل شوې وې، دوی ته به د سورپوستکو (سپین پوستانو) په ښوونځیو، پوهنتونو او نورو ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو کې د زده کړې اجازه نه ورکول کېده، لنډا دا چې د تور پوستانو لپاره د ژوند ټولې خواوې بېلې او د تبعیض او توپیر پر اساس ولاړې وې، حتا د اورګاډي، موټر او نورو تګ راتګ په وسایلو کې يې هم ځایونه بېل ورته ټاکلي و. له دې ټولو سختو نژادي توپيرونو سره سره مارتین لوتر کېنګ خپله د عدد تشدد مبارزه په داسې یوه تکتیک پر مخ یوړه چې په امریکا کې د بشري حقونو په ګټه د نژادي توپیر ضد مهم قوانین تصویب شول، په دې قوانینو کې د ژوند ټول مسایل لکه، مهاجرت، استوګن ځای،تابعیت، بشري ازادي، د تور پوستو او سپین پوستانو ترمنځ مساوات او ګڼ نور قوانین پکې شامل و. لوتر کېنګ دا د عدم تشدد ( نه تاوتریخوالي) اوږده او نه ستړې کېدونکې مبازره هغه شان چې څنګه د هندوستان د ازادۍ اخیستونکي لوی سړي مهاتما ګاندهي لسیزې مخکې په هند کې د برتانوي استعمار پرضد پیل کړې وه پیل کړه او د تور پوستکو حقونه یې د ځینو قوانینو په تصویبولو سره تر لاسه کړای شول. لکه څرنګه مې چې مخکې یادونه وکړه، په جنوبي( سهیلي) افریقا کې ددغې تګلارې کامیاب لوبغاړی نېلسن منډيلا و، نوموړي د جنوبي افریقا د خلکو په منځ کې د نژادي توپيرونو تر ټولو سرسخت مخالف انسان و، هغه تل هڅه کوله تر څو د خلکو په منځ کې د عدالت په راوستو سره د خلکو ترمنځ یوالی او اتحاد قایم کړي، نوموړی هم د هندي خاورې بچي ګاندهي د عدم تشدد د تګلارې کلک پلوي و، خو سرسخت حق غوښتونکی انسان، له همدې امله به ډېر کله د خپلو حقونو د غوښتلو په صورت کې تر زندان هم رسیده او ډېر کله به يې د مبارزې رنګ په وسلوالو اعمالو هم اوښت، که څه هم نوموړی د نه تاوتریخوالي د مفکورې پلوی مشر و، خو د حق د غوښتلو په لاره کې یې ډېر کله له جګړیزو لارو چارو هم کار اخیست، نوموړی په دې لاره کې یو صادق، پاک زړی او د حق او عدالت پالونکی و، ده د خپل وخت د واک پر ګدۍ د ناست رژیم پر وړاندې ځکه مبازره کوله، چې د وخت نظام ټول اقتدار د امریکا د سپین پوستکو غوندې په جنوبي افریقا کې هم د سپین پوستانو باله، هغه و چې ده په ۱۹۶۱ میلادي کال کې د ځینو ګوندونو د پلویانو په راټولولو اخته شو او د یوې وسوالې ډلې د جوړولو اعلان یې وکړ، د وخت واکمن ګوند د منډيلا د نیولو هڅې پیل کړې،هغه و چې نېلسن مانډيلا د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شو او هېواد یې پرېښود. د نېلسن مانډیلا ژوند ډېرې بریاوې له ځان سره لري، چې دلته یې ځایول ناشوني دي، خو په ټوله کې د نژادي تبعیض په لاره کې بریالی انسان و او د عدالت په ډګر کې یې هم ډېری بریالیتوبونه تر لاسه کړای شول.
دا خو د نړۍ د سترو د عدم تشدد یا د (نه تاوریخوالي) د مبارزې د ځینو سترو انسانانو څو لنډې لاسته راړنې او د دوی تګلارې وې، چې څه نا څه مو پرې سر سري رڼا واچوله. راځم د باچا خان د مبارزې او نظریې پلوي افضل خان لالا اوسنی مړینې او د هغه د تشې د ډکولو او ځای نیولو لپاره څه کولای شوو، څه مو په لاس کې دي او څومره مکانات لرو؟
زه د هغه پر ژوند، سیاسي مبارزې، لاسته راوړنو ، ځای ځايګي، شخصیت، د هغه د زېږېدو ځای، نېټې، زده کړو، سیاسي ، ټولنیزو او مدني چارو او همدارنګه د هغه پر معفرت او پيژندګلوۍ باندې بحث ځکه نه کوم، چې موږ هر یو خپل دغه ستر ولسي شخصیت د خپلې پوهې، زده کړې او مطالعې له کچې سره سم پېژنو، که نه نو ولې هر یو د هغه له مړینې وروسته په خپلو لیکنو کې د هغه یادونه کوو؟ ولې مو د هغه مړینه له ژوند وروسته ډېر ژر فکرونو ته را ننوته او دا تشه مو حس کړه؟ ولې مو یې په ژوند څه ونه ویل او یا مو له هغه څه زده ولې نه کړای شول؟ زه یوازې په دې بحث لنډې خبرې کوم، چې څنګه موږ باید له هغه وروسته دده تشه ډکه کړو؟ موږ ته او د هغه همفکرانو ته څه کول اړین دي او څه ډول د وخت له پټ او ښکاره دوښمن سره خپلې ملي مبارزې ته دوام ورکولای شو؟
د افضل خان لالا وروستۍ نه ډکه کېدونکې تشه باندې د ځینو یوازې ځان پيژندونکو پښتنو سر خلاصوم، خان لالا ومړ، موږ ته یې نور هېڅ را پاتې نه شول، یوازې فکر او د هغه د ولسي مبارزې تګلاره. هغه که هر څه وکړل، ښه یې وکړل او که بد، ډېرې لاسته راوړنې یې درلودې او که لږې، د هغه مفکوره څه وه؟ څه یې غوښتل، نیت او اراده یې څه وه او په ټوله کې یې دا ژوند او مبارزه د چا زامنو او اولادې ته کوله؟ په خپلې دې مبارزه کې کامیاب شو او که ناکام؟ خپلو وګړو ته یې د پښتنو د لوی افغانستان لوی ارمان تر کومه حده پوره کړ او که نیمګړی ګور ته ستون شو…! که د پښتنو د ټولو مشرانو تاریخ ولولو، داسې کم کسان به وي، چې یوازې دې یې د پښتنو لپاره کار او د هغوی د سالمو حقونو په لاره کې دې یې خپله مبارزه کړې وي، خو دا د پښتنو په نصیب رسېدلې چې مړه شي، هیر یې کړي او د تګلارو پلویتوب خو یې یو ځل له فکر او ذهن بیرون پراته وي، لالا پر افغانیت کلک ولاړ د کوزې پښتونخوا د سوات د سیمې اوسیدونکی پښتون سیاسي شخصیت و، د پښتنو د ستر او ملي مشر فخر افغان خان عبدالغفار خان د تګلارې پلوي کوله او غوښتل يې چې پښتانه په خپله خاوره کې ازاد، خپلواک او د یوه وجود او یوه سیاست خلک شي. افضل خان لالا نه یوازې دا چې د خپلې کورنۍ، کلي او کور ډېر درانه مشران یې د پښتنو د همدې وجې له کبله چې د پښتنو زامنو حق یې غوښت له لاسه ورکړي، بلکې په خپل کلي سوات کې څو څو ځله د مرګ له ګواښونو سره هم مخ شوی، خو له خپلې دغې ملي مشرۍ او مبارزې یې د خپل سر په قیمت هم لاس وانه خیست او ویل به یې: پښتون لر او بر مه بولئ، بلکې یو وجود او تن دی.
دا چې د هغه لوی ارمان دا و چې یوه ورځ د اروپا د هېوادونو غوندې په لر او بر کې هم دا د بېلتون کرښه ورانه شي او لوی افغانستان یو موټی کور شي، خو ارواشاد دا ارمان او د دعاوو لپې تشې ګور ته یوړې، نو نن یې پاتې همفکرانو ته څه په میراث پاتې شول؟؟؟ یوازې یوالی، د هغه نیت، ارمان پوره کول او د هغه د تګلارو کلک پلویان جوړیدل او د یو داسې مشر پيدا کول، چې تر ده وروسته د لوی افغانستان د جوړیدو او ارمان مبارزه دوامداره وساتي او د پښتنو دوښمن پرېنږدي چې له دې وخت او موقعې څخه په استفادې سره د پښتنو په منځ کې د اور، نفاق، بد نیتۍ او بې اتفاقۍ لمبې بلې کړي. سره له دې ټولو چېلنجونو سره د مخ کیدو لپاره موږ باید د وخت او زمان په پام کې نیولو سره خپلو شتو اقتصادي او سیاسي امکاناتو ته هم ډېر متوجه و اوسو او دې ته مو پام وي، چې دوښمن په کوم لوري او له کومې زاویې دغه د پښتنو د بېلتون کرښه څومره مضبوطه کول غواړي او د پښتنو یو تن دوه ټوټې کولو ور سره څومره امکانات شه؟،،، زښت ډېر….!
دا ستر ولسي مبارز ومړ، خو زموږ لپاره یې یوازې هغه نیمګړی ارمان را پاتې چې د لوی افغانستان جوړول و او بس! هیله ده دا ارمان یې د وخت او سیاسي شرایطو د برابریدو په صورت کې د ده همفکران او پلویان پوره کړای شي.!

د ارواښاد افضل خان لالا روح ته د معفرت دعا کوم له خدایه (ج) څخه ددغې لویې تشې د ژر ډکیدو غوښتنه کوم.
دافضل خان لالا برکت دې د ده پر پاتو وارثانو د هغه پر همفکرانو پلویانو پرېوځي.
د لوی افغانستان د جوړیدو په هیله

لېوال افغان
کابل، افغانستان.