ملکیت د اسلام په اقتصادي نظام کي
عطاالله محمدي
ملکیت د اسلام په اقتصادي نظام کي
لیکنه: علی الله متوکل الرحمن
داسلام اقتصادي نظام له سوسیالیستي او سرمایه داري دواړو څخه بیل دی ځکه په سرمایه داري سیسټم کي خصوصي ملکیت اصل دی او په سوسیالستی سیسټم کي اشتراکي ملکیت اصل دی او په اسلامي اقتصاد کي و دواړو ته ایشاره سوي یعني هم یي ملکیت فردي ګرځولی او هم یي عام.
په اسلام کي زیات ایاتونه داسي موندلای سو چي د ملکیت نسبت و فرد ته کوي او دا یو اساسي پدیده ده. لکه الله ﷻ چي فرمایي: وَلَا تَاۡكُلُوۡۤا اَمْوَالَكُمۡ بَیۡنَكُمۡ بِالْبَاطِلِ
ترجمه: او تاسي خپل مالونه په خپل مینځ کي په باطل سره مه خورئ.
او همدارنګه اسلام عامه ملکیت هم ثابت ګرځولی. نبي ﷺ د نقیع ځمکه د آسونو او د اوښانو د څړ ځای ګرځولی ؤ چي دا د عامه ملکیت یو ښه بیلګه ده.
په اسلامي اقتصاد کي دوه ګوني ملکیت د یادوني وړ دی ځکه د همدي ملکیت له مخي د اسلام په اقتصادي نظام کي خلګ دورځني ژوند لپاره عاید او ګټه وټه په لاس راوړي نو د اسلامي اقتصادي نظام ملکیتونه و دوو برخو (خاص اوعام) ته ویشي چي په مټ یي موږ کولای سو خپل د لاسته راوړني او ګټي تفکیک وکړو. ترڅو په موضوع کي ښه داخل سوي او ښه فهم ځني اخیستل سوی وي نو باید هر یو ځانته وڅیړل سي
۱. عام ملکیت: عامه ملکیت د هغه ملکیت څخه عبارت دی چي ګټه یي د اسلامي دولت ټولو اوسیدونکو پوري اړه لري دا فرق نلري که مسلمان وي او که مسلمان نه وي.
د عام ملکیت څخه عام افراد ټول استفاده کوي او ددي ملکیت ساتنه او حفظ د چارواکو په لاس کي وي د دغه ملکیت په دایره کي بیت المال اود بیت المال موارد هم شامل دي. دولت ته لازمه ده چي عامه ملکیت په عامه شرعي معتبرو مصلحتونو کي په کار واچوي.
نو عامه ملکیت هغه ملکیت دی چی ټول اولس پکښي شریک وي او ورڅخه د استفادي حق لري او دا په کوم واحد شخص پوري اړه نلري او نه هم ورڅخه یوازي ګټه اخسیتلای سي لکه: مسجد، لار، تفریحی ځایونه، پلونه او نور…
۲. خاص ملکیت: اسلام د انسان د فطري غریزي مطابق هغه ته د یو شي لاسته راوړلو حق ورکړی دی، چی ودي ته خاص ملکیت ویل کیږي. یا په بل عبارت خاص ملکیت په یوه شخص پوری د یو شي ځانګړتیا ده چي په شرعي توګه ورڅخه بغیر له موانعو استفاده کوي.
د اسلام مبارک دین د شخص لپاره فردي ملکیت ثابت ګرځولی دی، ترڅو ددي ملکیت په مټ خپل د ژوند چاري سمبال کړي او یو د بل د زور زیاتي او تجاوز څخه وژغورل سي او هم د فقر او بیوزلی ټغر ټول سي.
د ملکیت د شرعي لارو چارو شرطونه
ددي لپاره چي ملکیت لاسته راسي نو اسلام یو لړ شرطونه ورته ایښي دي، ددي شرطونو پواسطه د اسلامي ملکیت توپیر د سرمایه داري او سوسیالستي سیسټمونو سره ښه څرګندیږی.
۱. دملکیت لاسته راوړل به د جسماني ،معنوي او فکري هلوځلو او خواریو په نتیجه کي لاسته راغلي وي لکه: میراث، کسب او نور…
۲. ګټه به د تاوان ملګري وي لکه: تجارت، صنعت، کرهڼه او نور…
د ملکیت د لاسته راوړلو اسباب
په اسلامي ملکیت کي چي هر څه د شخص لاسته ورځي د لاندي ویشني په رڼا کي به وي
۱. د شخص د هلوځلو په رڼا کښی به په لاس راغلي وي لکه: تجارت، صنعت، کرهڼه او نور…
۲. د شرعي احکامو له مخي به په لاس راغلي وي لکه: میراث، نفقه او نور…
۳. د ارادي څخه پرته به تر لاسه سوي وي لکه: وصیت، هبه او نور…