کور / تازه خبرونه / له طالبانو جلا سوي ډلي خپل ځانته نوی مشر ټاکلی

له طالبانو جلا سوي ډلي خپل ځانته نوی مشر ټاکلی

د ملا اخترمحمد منصور له مشرتوب سره مخالفو طالبانو خپل ځانته نوی مشر ټاکلی دئ.
راپورونه وايي دې ډلي د ملا محمدرسول په نوم د ملا محمدعمر اخند یو نیژدې همکار د خپل مشر په توګه اعلان کړی دئ.
له څه باندي دوو لسیزو راهیسي دا لومړی ځل دئ چي طالبان پر دوو ډلو وېشل کېږي، تر دې دمخه په انفرادي توګه د طالبانو له تحریک څخه ځیني مشران وتلي یا پر کور کښېنستلي ول، خو د یوې جلا ډلي د رامنځته کېدو اقدام نه وو سوی.

د ملا محمدرسول په هکله ویل کېږي چي له ګوانتانامو څخه آزاد سوی قومندان ملا عبدالقیوم ذاکر، ملا عبدالمنان نیازی، ملا محمدحسن رحماني، طیب آغا، ملا محمدیعقوب، ملا عبدالمنان او ملا منصور دادالله ئې پلویتوب کوي.
د ملا محمدرسول ټاکنه وروسته له هغه کېږي، چي ملا اخترمحمد منصور د ناراضي ډلي له استازو سره پر څو واره اخطارونو سربېره له خبرو ډډه وکړه.

له اخترمحمد منصور څخه د جلا سوي ډلي اثر تر اوسه ښکاره نه دئ، خو دا چي د طالبانو د تحریک لومړني مشران، د ملا محمدعمر کورنۍ او د منصور دادالله په شان کسان ئې په راس کي دي، ممکن په راتلونکو وختونو کي د اخترمحمد منصور ډلي ته سرخوږی جوړ کړي.

د طالبانو ترمنځ د مشرتوب پر سر اختلافونه هغه وخت پیدا سول، چي د اګست په لومړیو کي ئې د لومړني مشر ملا محمدعمر د مړېني آوازې تائېد سوې او ورسره سم ئې ملا اخترمحمد منصور د ځایناستي په توګه اعلان سو.
د اخترمحمد منصور له مشرۍ سره د ملا محمدعمر زوی ملا محمدیعقوب او ورور ئې ملا عبدالمنان له لومړۍ ورځي مخالف وو.
د ملا محمدعمر کورنۍ او ناراضي مشران پر اختر محمدمنصور تور لګوي چي د خپلو شخصي ګټو په خاطر ئې د ملامحمدعمر مړینه دوه نیم کاله پټه ساتلې وه.
د ملا محمدعمر مړېنه که څه هم طالبانو طبیعي او د ناروغۍ له امله وبلله، خو د فدايي محاذ په نوم یوې ډلي بیا د هغه مرګ قصدي وباله او پر ملا اخترمحمد منصور ئې د هغه د مرګ تور ولګاوه.