کور / تازه خبرونه / منصور دادالله د وژل کيدو په اړه ضد و نقيض اوازه خپره ده

منصور دادالله د وژل کيدو په اړه ضد و نقيض اوازه خپره ده

منصور دادالله mansor dadullah

نن سهار پر فيسبوک او ټولنيزو رسنيو د ملا دادالله د وژل کيدو ګنګوسې خپرې سوې، ورپسې دا خبر د يوې ويبپاڼي لخوا هم خپور سو چي ليکلي يې وه چي منصور دادالله تيره شپه د زابل په خاک افغان ولسوالي کي په يوه کور کي د ۳ نورو کسانو سره په بمونو والوزول سو، خو لراوبر ته په سيمه کي يوې باوري سرچينې وويل چي د خاک افغان ولسوالۍ د کاکړانو په کلي کي منصور دادالله نه دی وژل سوی بلکي تيره شپه وسله والو طالبانو په دوو جلا بريدونو کي د کاکړانو څلور قومي مشران وژلي دي. ملا منان نيازى چي د ملا محمد رسول اخند اول مرستيال او ياند دى د منصور دادالله د وژل كيدو خبره ناسمه بولي او د ملا اخترمحمد منصور طالب ډلي دا خبر تر اوسه نه تائيد کړی او نه يې رد کړی دی.
د اخترمحمد منصور په مشرۍ طالبانو په وروستي ځل پرون يوار بيا په يوه اعلاميه کي پر منصور دادالله ددوی سره د مخالفت له امله ګيله کړې وه او منصور دادالله يې د داعيش په ملګريتوب تورن کړی و.
د اسلامي امارت په نوم اعلاميه چي پرون د نوامبر پر ۱۲مه د قاري يوسف له ادرسه لراوبر ته رارسيدلې ده په زابل کي د اسلامي امارت د طالبانو لخوا پر داعيش جنګياليو د بريد خبره کوي خو وايي چي د منصور دادالله پر پلويانو يا د امارت څخه پر جلا سوو طالبانو يې بريد نه دی کړی.
ددغه اعلاميې په يوه برخه کي د منصور دادالله په اړه داسي ليکل سويدي”د زابل جګړه له هغو کسانو سره نه وه چې ځانونه په امارت کې جلا فریق بولي، په دې سیمه کې له منصور داد الله پرته داسې څوک نشته چې د جلا امارت دعوه دار وي،یواځې منصور دادالله همداسې کس و چې د خپلې تقویې لپاره یې له داعش سره اتحاد کړی و،اسلامي امارت چې کله د داعشیانو له پوهولو څخه مایوسه شو په مشخص ډول یې د منصور داد الله په رابطه هم ډیرې هلې ځلې وکړې ترڅو یې له داعش څخه جلا کړي،خو له بیا بیا مذاکراتو او تعهدماتولو وروسته نوموړی تنها له داعش سره پاته شواو د اسلامي امارت دښمنې ته یې ملا وتړله دا په داسې حال کې چې اسلامي امارت له تیرو څو کلونو راهیسې ددوی د کورنۍ مالي اکمال او هرډول خدمت کوي‌او شخصا ده ته یې‌هم د اخلاص له پراخې غیږې سره په مراتبو مالي مرستي کړي او د خدمت کولو مشخص مسئولیتونه یې ورته وړاندي کړي خوده رد کړي دي”

دا خبره چي منصور دادالله ژوندی دی که وژل سوی دی لا تر اوسه پوري کره نه ده خو لراوبر داسي معلومات ترلاسه کړيدي چي په زابل ولايت کي د طالبانو د دوو متضادو ډلو او داعيش تر څنګ په سيمه ايزه کچه د کاکړانو د مشرانو د وژل کيدو پر سر د نور تاوتريخوالي د رامنځته کيدو امکان سته.منصور دادالله چي خپله هم د کاکړو له قبيلې څخه دی اوس ددغو وژل سوو مشرانو نفوذ په خپله ګټه او دفاع کارولی سي چي په پايله کي يې ممکن منصور دادالله ځواکمن او خوندي سي خو جګړه ورسره پېچلې کېږي او په سيمه کي د عادي خلکو ژوند او پرمختګ له جدي ګواښ سره مخامخ کولای سي.