کور / هراړخیز / د ښاغلي نظرمحمد مطمئن کیسه

د ښاغلي نظرمحمد مطمئن کیسه

Abdul Majid Raghistanai

د ښاغلي نظرمحمد مطمئن کیسه “په کابل بانک کي ناخبره طالب بریدګر“مي ولوسته زما په نظر ښاغلي مطمئن غوښتل دوې خبري روښانه کړي:
۱-دا چي څنګه یو شمیر بې ګناه افغانان د ژبي،سیمي،د جامو د طرز په ګناه د یو شمیر غرضي کسانو له خوا د بهرنیو قواوو او کورنیو چارواکو له خوا بندیان،شکنجه او یا هم شاید وژل سوي وي.
۲-زموږ ورځنۍ یا محلي جامې اوس دومره وحشتناکي سوې چي د هیواد په ډیرو ولایتونو حتی په پایتخت کابل کي خلګ ترې ویره کوي.
کیسه یې په زړه پوري وه او مهمه لا دا چي د نوموړي د سترګو لیدلی حال وو،خواشینونکې ده چي موږ اوس په خپل هیواد کي خپلي وطني جامې نه سو اغوستلای او که یې اغوندو نو بیا به داسي جنجالونه راته جوړوي.

یو څه چي ماته پوښتنه را پیدا کړه هغه دا چي ښاغلي مطمئن ندي کښلي چي زموږ دا درنې جامې چي پیغلو به په سندرو کي یادولې ،مشرانو ته به د شملورو خطاب کیده او ډیر څیزونه نور لکه د پیغلي د سر شال په زرګونو لنډیو او شعرونو کي راغلي دي .
د مور یا دابۍ د پوړني پلو قومونه له بدۍ خلاصول، او سلګونه جرګه مار به یې پر ځای کښینول ،چي داویاړلي لباسونه ولي دومره سپک سول؟ او ولي د وحشت او قاتلینو سمبول وګرزیدل؟ او د خلګو د ډار ، نفرت او کرکي وسیله و ګرزیده؟یقنياً مطمئن صاحب یې جواب لري او د کیسې د لیکلو پر وخت یې خود ورته پام هم وو،اما تر هغه ځایه چي یو شمیر لیکوالان له هغې جملې نه ښاغلی مطمئن خپل ځانګړي سیاسي اهداف تعقیبوي نو ځکه بیا هغه څه چي د سیاسي خط نه یا د بعضو په خبره تر سرې کرښي وراوړي دا واک او اختیار نو بیا نه لري چي دلایل یې وړاندي کړي نو ځکه ګرم هم ندئ.
د ښاغلی مطمئن زه سره همنوا یم چي امریکایانو او متحدینو یې زموږ په هیواد کي قصدي او اشتباهي جنایتونه وکړل،او دا اوازونه ټولي نړۍ اوریدلي دي هغه ولسمشر چي د دوی په کمک او مستقیم حمایت په واک کي وو په سلګونو واره یې خصوصآ په وروستیو پنځو،شپږو کلونو کي مستقیم او غیرمستقیم دا اعمال ور په ګوته کړي دي اما خو هغه دچا خبره د زور اوبه پر پیچومي خیژي دوی غوږ پرې ندئ ګرولی.
زه نه غواړم چي پر دې اړخ بحث وکړم ځکه خبره بیا اوږدیږي او د دې سوپر طاقتونو د راتګ دلایل او نورې کیسې پکښي راځي چي د هغو جواب ممکن ستاسو سره نه وي.
زه فقط ستاسو د لیکنۍ دوهمي برخي ته چي ولي دومره سپک سو ستاسو پام را ګرزوم.
په لنګۍ کي مین یا انفجاري مواد ځای پر ځای کول او استعمالول،په سدرۍ کي،په پرتوګ کي،په کمیس کي ،په پټو کي،په چادري کي په قران عظیم الشان په مسجد کي ،د ښځو په زنانه لباس کي په شرمګاه کي د بې ګناه انسانانو د ډله ایزو قتلونو مواد ځای پر ځای کول او انفجارول او په لسهاو زره کورنۍ په دا پنځلس کاله د غم پر ټغر کښینول لا د دې یونیفورم یا لباس عزت غواړو؟ لا ګیله لرو چي ښځي مو تلاښي او بې ستره نه سي؟چي هر ورځ یو،دوه درې د حورو شوقیان په زنانه لباس او چادري کي حملې کوي نور نو زموږ کړو وړو او لباس ته څه حیثیت پاته دئ؟
زما هیله داده کوم وخت چي خپل هدف تر لوستونکي ور رسوو دا هم باید ووایو چي زما نیمګړتیا کومه ده؟
امریکایي کافر دئ منم،ظالم دئ منم خو زه چي خپله لونګۍ شړۍ،چادري زنانه کالي او داسي نورسپکوم نو امریکایي به زما لونګۍ ته څه درنښت ولري؟
خپه نسې قسم په الله ج درته خورم چي کله ووینم د وطن سپینږري او مشران کومي غونډي یا محفل ته ورځي په داسي حال کي چي والي یا وزیر یا بل چارواکی افغان وي،سربازان افغانان وي او مشران همداسي ،او سربازان یې لنګوټې او لونګۍ خلاصوي یا یې ټول بدن کي ګوتي وهي پر خپل افغانیت او پر انسانیت پښیمانه سم دا مي قسم درته واخیست اما خو چاره نسته داسي باید وسي.ځکه د دې وړ یو.
په خپلو دروند په خپلو سپک.
بریالی اوسې