[… اجازه نه وركوو چي خاوره مو دافغانستان خلاف وكاروي!  ]

د لراوبر اداره | جون 25th, 2008


لراوبر – اسلام اّباد


دپاكستان حكومت په قبائيلى سيمو كښې دامنيت دټينګښت لپاره دخبرو او دپوځى عملياتو ددواړو خبرو دكارونې پريكړه كړې او دصوبه سرحد ګورنر اويس احمد غنى ته يې واك وركړى كه چرې پوځى عمليات كيږى نو څارنه به ئې دپاكستان دپوځ مشر اشفاق كيانى كوى هيچا ته اجازه نه وركول كيږى چې دكوم هيواد او په ځانګړى توګه دافغانستان پرخلاف دپاكستان ځمكه وكارول شى او نه ائتلافى ځواكونو ته اجازه وركول كيږى چې په پاكستان كښې عمليات وكړى قبائل به ددې مسئوليت په غاړه ولرى چې بهرنى سخت دريځه به دافغانستان خاورې ته نه پريږدى.


كه چرې بهرنى سخت دريځې په قبائيلى سيمو كښې وموندل شول او پرخلاف يې عمليات پيل شول نو قبائيل به حكومت ته ځواب وركوى كه چرې دقبائلو سره دتړون څخه سرغړونه وشوه نو سخت اقدامات به كولى شى بهرنيانو ته به هيڅ كله اجازه ورنكړى شى چې په پاكستان كښې دننه عمليات وكړى دغه پريكړه تيره ورځ دوزيراعظم يوسف رضا ګيلانى په مشرۍ ستره غونډه كښې وشوه چې پكښې دترهګرۍ خلاف جنګ كښې دپرمختګ او دقبائيلى سيمو دګډون په صوبه سرحد كښې دامنيت دټينګښت په اړه غور وشو په غونډه كښې دصوبه سرحد ګورنر اويس احمد غنى ، وزيراعلى اميرحيدرهوتى ، دبهرنيو چارو وزير شاه محمودقريشى ، دچاپيريال ساتنې وزير حميدالله جان افريدى دسرحداتو وزير نجم الدين خان ، په ملى امنيت كښې دوزيراعظم صلاحكار محمودعلى درانى ،په كورنيو چارو كښې دوزيراعظم صلاحكار رحمن ملك دپاكستان پوځ مشر چيف جنرل اشفاق كيانى او داّئى ايس اّئى دمشر جنرال په ګډون نورو چارواكو برخه اخيستې وه.


په غونډه كښې په يوه خوله ترهګرى او سخت دريځى دپاكستان ملى امنيت ته سخت ګواښ وګڼل شو او په دې خبره اتفاق وشو چې دترهګرۍ دبشپړمخنيوى لپاره بايد هراړخيزه تګلاره پكار واچولى ستر رول بايد دقبائيلى مشرانو او سيمه ايزو مشرانو سره سياسى اړيكې ونيول شى او په دې خبره هم اتفاق وشو چې سياسى خبرو اترو سره په قبائيلى سيمو كښې دبيارغونې او ټولنيزو چار ودښه كيدو لپاره نوې تګلارې په پام كښې ونيولى شى ، په افغانستان كښې پراته ائتلافى ځواكونو سره نيږدې اړيكې ساتو او هر ډول كړنې چې كوو په غوره او كره استخباراتي معلوماتو له مخې به كوو .

Copyright Larawbar 2007-2024