پاكستان: كرزى دي د خپل ملك د امنيت په خاطر استعفا وكړي

34 | جون 25th, 2008



د پاكستان د مسلم ليګ قاف ګوند لوړ پوړى غړى او جمهور رئيس جنرال مشرف ته نيژدې كس نثارمحمدخان وايي حامد كرزى دي ژر تر ژره استعفا وكړي.
نثارمحمدخان د پېښور په چارسده كي خبريالانو ته وويل چي په افغانستان كي مېشت بهرني پوځونه دي له دغه هيواد څخه ووزي او اوسنى جمهوررئيس حامد كرزى دي د خپل ملت د ګټو په خاطر له دندي استعفا وكړي.
نوموړى وايي په افغانستان كي د اوسنۍ بد امنۍ تر ټولو غټ علت اوسني افغان چارواكي دي، چي  د امريكا د نانزكو كردار ادا كوي.
نوموړي په پاكستان كي اوسنۍ بده وضعه هم د افغانستان له حالاتو سره تړلې وبلله او وايي چي د دواړو هيوادونو عوام له يو بل سره د اتحاد غوښتونكي دي او له سيمي څخه د امريكا او ملګرو پوځونو د وتلو په لاره كي د مبارزې غوښتنه كوي.
د نثار محمدخان د څرګندونو په باب لا تر اوسه افغان حكومت څه نه دي ويلي، خو كه وكتل سي د نوموړي پورتنۍ تخريشوونكي څرګندوني تر ډېره حده د افغان حكومت هغه ادعا پياوړې كوي چي وايي په پاكستان  كي ځيني د طالبانو ملاتړ او په افغانستان كي لاس وهنه كوي.

Copyright Larawbar 2007-2024