کور / تازه خبرونه / ادینه فکري دېرې له لاري به جومات، حجرې اوښوونځي ترمنځ فکري یووالي ته کار کوو

ادینه فکري دېرې له لاري به جومات، حجرې اوښوونځي ترمنځ فکري یووالي ته کار کوو

 

د لوګر والي محمد حلیم فدایي په لوګر کې د ځوانانو، شاعرانو، قلموالو اود ادب مینوالو له خوا د (ادینه فکري دېري) په نوم جوړې شوي ادبي ناستې ته وکړه .
دغه غونډه چې د اطلاعاتو اوکلتور ریاست د لنکن ښوونیز مرکزکې جوړه شوې وه د لوګر والي محمد حلیم فدایي، د ولایتي شورا ریس او غړو سربیره د ولایت ګڼ شمېرفرهنګیانو، دپوهنتون استادانو او د ادب مینوالو ګډون کړی و.د لوګر والي یادي ناستې ته په خبروکې په دغه ادبي ناستې خوښي وښوده اوزیاته یې کړه چې کله دانسان فکرجوړ وي د انسان ټول بدن جوړ وي اوکله چې فکرجوړ نه وي دانسان ټول بدن ورسره ناجوړه وې ځکه ټول بدن په فکر څرخېږي، والي له ځوانانو وغوښتل راځئ له وخت څخه ګټه پورته کړئ، له وخت نه ګټه نه پورته کول هم فکري تشه ده هغه د خپلو خبرو په دوام وویل که غواړۍ مشران شئ نو لومړی کشرتوب وکړئ .
هغه وویل ادینه فکري دېره به دحجري, دېري او مسجد سره یو نښلونکي وسیله وي، والي وویل په ادینه فکري دیره کې به یوازي شعرونه نه بلکي یوه موضوع به ټاکل کېږي او د استادانو خوا به د موضوع په هکله معلومات ورکول کېږي د لوګر والي وویل چې په دېره کې ویل شوي شعرونه او مقالي به په منظم ډول راټولي او دیو کتاب په ډول به یې چاپوي .
د غونډې په پای کې مشاعره وشوه چې د لوګرولایت وتلي دیني عالم او شاعر محمد علیم بسمل په شعر سره پيل شوه او ورپسې یو شمېر شاعرانو خپل شعرونه وویل.