کور / تازه خبرونه / عاجل خبر: په پاریس کي د ډزو له امله تر ۱۴۰ زیات کسان له منځه تللي دي

عاجل خبر: په پاریس کي د ډزو له امله تر ۱۴۰ زیات کسان له منځه تللي دي

فرانسوۍ رسنۍ لیکي چي د پاریس په ۷ بېلابېلو ځایونو کي په کلاشینکوف ډزي سوي دي چي له امله يې تر ۱۴۰ زیات کسان له منځه تللي دي او نامعلوم شمېر کسان زخمیان دي. ویل کيږي چي د جمعې په ماښام د Bataclan د تیاتر د تالار سره ډزي سوي او دم ګړۍ هلته شاوخوا ۶۰ تنه یرغمل نیول سوي دي.

Paris2015nov1

دغه راز د پاریس د Saint-Denis نومي سیمي د یوه خوړنځای سره چاودني سوي دي. یو شمېر رسنۍ لیکي چي ممکن دلته دوه ځانمرګي سوي وي، خو چارواکو تر دې دمه د ځانمرګو خبر نه دئ تأیید کړئ.
درېیم موقعیت سټېډیوم دئ، چيري چي د فرانسې ملي لوبډله د جرمني د هغه سره په لوبه بوخت وه. په سټېډيوم کي د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولنده حاضر وو، خو نوموړی د حالت تر کړکېچن کېدو وروسته ډېر ژر د فرانسې کورنیو چارو وزارت ته تللئ دئ. ولسمشر هولنده د فرانسې د کورنیو چارو د وزیر بېرنارد کېزَنوف سره عاجله ناسته لري.

د وروستیو راپورونو له مخي د فرانسې ولسمشر په ټوله فرانسه کي بېړنۍ حالت اعلان کړئ او د سرحدونو د تړلو امر يې کړئ دئ. د سټېډیوم او د تیاتر د تالار شاوخوا محاصره سوې او په ګڼ شمېر کوڅو کي پولیس د حمله کوونکو کسانو په لټه دي.

image