کور / تازه خبرونه / د لغمان والي د ٢٨ كورنيو سره نغدي مرسته وکړه

د لغمان والي د ٢٨ كورنيو سره نغدي مرسته وکړه

په بېلا بېلو طبعي پېښو کې په ۲۸ زیانمنو شویو کورنیو باندې د لغمان والي له لوري نغدي مرستې وویشل شوې.
د وروستیو اورښتونو او زلزلې په پېښو کې د شهیدانو او زخمیانو په کورنیو باندې د لغمان د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې له لوري برابرې شوې نغدي مرستې نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري وویشل شوې.
دغه مرسته چې ټولټال شپږ سوه څلویشت زره افغانۍ وې د هر شهید کورنۍ ته پنځوس زره او د هر زخمي کورنۍ ته لس زره افغانۍ ځانګړې شوې وې چې نن ورته وسپارل شوې.
هغه ناسته چې په همدې موخه د ولایت په مقر کې برابره شوې سربیره پر لغمان والي په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي حاجي نقیب الله محبت، د ولایت مرستیال حاجي شهزاده مظلومیار، د ولایت مستوفي، د افغاني سرې میاشتې او د لغمان د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رئیسانو او نورو ګډون درلود.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د زیانمنو شویو کورنیو غړیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ د وړاندې کولو تر څنګ زیاته کړه چې د مرکزي دولت رهبري او د ولایت مقام هوډ لري چې د خپلو ولسونو د هوساینې او د هغوی لپاره د یوې پر امنه فضا د رامنځته کولو په برخه کې په خپل ټول توان سره کار وکړي.
ښاغلي نعیمي وویل چې دولت په هر غم او درد کې د خپل ولس سره ځان شریک او د هغوی ستونزو او مشکلاتو ته په خپل وخت رسیده ګي خپله وجیبه ګڼي.
عبدالجبار نعیمي د زیانمنو شویو کورنیو له غړیو وغوښتل چې د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې د خپل دولت ملاتړي اوسي او د دښمن د بې رحمانه او ظالمانه کړنو پر وړاندې غږ اوچت او خپلو لرې پرتو سیمو ته د سولې او امن پیغام له ځانه سره ولیږدوي.