کور / تازه خبرونه / د چين دوې پوځي څرخكي الوتكي راولوېدې

د چين دوې پوځي څرخكي الوتكي راولوېدې

په چين كي د دغه هيواد د پوځ دوې څرخكي د يوې حادثې قرباني سوې.
د چين د دفاع وزارت وايي د چين په شمالي ولايت منګوليا كي يې دوې پوځي څرخكي د يوې حادثې د پېښېدو له كبله راولوېدې، چي نه يې د رالوېدو اصلي علت په ډاګه كړى او نه يې هم د عملې د مرګ ژوبلي په باب معلومات خپاره كړي دي.
كه څه هم چارواكي د الوتكو په رالوېدو كي تخنيكي ستونزه نه ردوي، خو دا چي ولي دواړي په يوه ورځ يوه په يوه سيمه كي رالوېدلي، وايي په باب يې تحقيقات روان دي