کور / تازه خبرونه / امريكا: د پاكستان د نوي حكومت برياليتوب غواړو

امريكا: د پاكستان د نوي حكومت برياليتوب غواړو


د امريكا د خارجه وزارت مرستيال ريچارډ باوچر وايي هيواد يې د پاكستان د نوي جوړ سوي جمهوري حكومت كاميابۍ ته انتظار دئ.
هغه وايي دوى د پاكستان له نوي حكومت سره ملګري غواړي، چي له امله يې دا دئ پاكستان ته په دوره راغلى دئ.
ريچارډ باوچر د يوه سوال په جواب كي وويل چي صدراعظم يوسف رضا ګيلاني له قبايلي طالبانو سره خبرو ته لېواله دئ.
هغه وايي امريكا په تروريزم ضد جنګ كي پر پاكستان باور لري او اوس چي حكومت له قبايلي طالبانو سره تړون كړى دا هغسي نه دئ، لكه په ۲۰۰۶ كال كي چي لاسليك سوى و.
د باوچر په وينا اوسنى حكومت له سيمه ايزو طالبانو سره خبري كوي چي پر ترهګرو ډلو بنديزونه ولګوي او هغوى له خپلو سيمو څخه وباسي.
كه څه هم ريچارډ باوچر له قبايلي طالبانو سره پر لاسليك سوي تړون په احتياط خپل نظر څرګند كړ، خو په افغانستان كي مېشتو د ناټو ځواكونو، ملګرو ملتونو، افغانستان او خپله د امريكا د دفاع وزارت لا له وړاندي د پاكستاني حكومت او طالبانو ترمنځ تړون ته د شك په سترګه كتلي دي.