کور / تازه خبرونه / سريلانكا ۳۲ تاميل پړانګان ووژل، امريكا سفارت بند كړ

سريلانكا ۳۲ تاميل پړانګان ووژل، امريكا سفارت بند كړ


د سريلانكايي پوځ او حكومت ته ياغي ډلي تاميل پړانګانو ترمنځ جنګ كي ۳۲ ياغيان او څلور سريلانكايي پوځيان وژل سوي دي.
د سريلانكا حكومت وايي د سريلانكا په شمالي برخو، منار، دادونيا، جافنا او وليويا كي د پوځ او تاميل ياغيانو ترمنځ جنګ سوى چي له امله يې پورتنۍ مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغوى وايي د منار سيمه چي د ياغيانو تر لاس لاندي وه، حكومتي پوځ بيرته ځني ولكه كړې ده.
په دې باب لا تر اوسه د تاميل ياغيانو له خوا كوم بيان نه دى خپور سوى، خو د روان كال له پيله تر اوسه د تاميل ياغيانو او سريلانكا د حكومت ترمنځ جنګونو كي ۴۴۱۲ ياغيان او ۴۱۲ سريلانكايي پوځيان وژل سوي دي.
له بلي خوا امريكا د سريلانكا په پلازمېنه كولمبو كي هغه وخت د خپلي سفارتخاني د تړلو حكم وكړ، چي د سفارت په وداني كي يو ډول نا اشنا پوډر وموندل سول.