کور / تازه خبرونه / سعودي: د تېلو پر تاسيساتو د حملې مخنيوى وسو

سعودي: د تېلو پر تاسيساتو د حملې مخنيوى وسو


د عربستان امنيتي مامورين وايي په دغه هيواد كي يې د تيلو پر تاسيساتو د يوه غټ تروريستي بريد مخنيوى كړى دئ.
چارواكي وايي په دې لړ كي يې تر اوسه ۷۰۱ كسان نيولي دي.
د سعودي د كورنيو چارو وزارت وايي ياغيانو غوښتل د هيواد په بېلابېلو سيمو كي پر يوه وخت د تيلو زېرمي تر بريد لاندي ونيسي چي په دې تور يوازي په روان كال كي ۵۲۰ وسله وال نيول سوي دي.
چارواكي وايي دغه كسان مختلف هويتونه لري چي د عربستان په دننه او دباندي هيوادونو كي يې روزنه ترلاسه كړې. د سعودي حكومت په وينا دوى ټول په القاعده ډلي پوري تړلي دي.
د عربستان پوليس وايي د نيول سوو كسانو ډېره برخه يې د تيلو د را ايستلو تاسيساتو ته په نيژدې سيمو كي نيولي دي.
همدا راز سعودي چارواكي د يوې بلي افريقايي ډلي د نيولي خبر هم وركوي، چي په وينا يې د تيلو د تاسيساتو په باب يې استخباراتي معلومات ټولول.
سعودي پر عراق د امريكا تر بريد وروسته په خپل هيواد كي د وسله والو ګروپونو له بېلابېلو بريدونو سره مخ سوى، چي په دې تور يې تر اوسه ۷۰۱ كسان نيولي دي.
د چارواكو په وينا دوى ټولو په جلا جلا وختونو كي پر بهرنيو سفارتونو او نورو اقتصادي تاسيساتو د بريدونو پلان درلودى.