کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه: افغان مهاجرين به په خپله خوښه هيواد ته ستنېږي

ملګري ملتونه: افغان مهاجرين به په خپله خوښه هيواد ته ستنېږي

د م. م د UNHCR اداره وايي خپل هيواد ته د افغان مهاجرينو د راستنولو په لاره كي هر ډول ممكنه اسانتياوي برابروو.
ځينو پاكستاني رسنيو داسي خبرونه خپاره كړل، چي پاكستان غواړي د ۲۰۰۸ كال تر پايه راجسټر سوي افغان مهاجر له خپل هيواده وباسي.
خو په پېښور او كوټه كي د ملګرو ملتونو د يو، اين، ايچ، سي، آر  ادارې وايي، د پاكستان، ملګرو ملتونو او افغان حكومت ترمنځ د لاسليك سوي تړون پر اساس به راجسټر سوي افغان مهاجر په زور نه، بلكي خپله خوښه د وخت په تېرېدو سره هيواد ته ستنېږي.
ملګرو ملتونو په دې باب خپاره سوي خبرونه پروپاګند وباله او وايي چي  خپل هيواد ته د افغان مهاجرو په ستنولو كي به هر راز ممكنه اسانتياوي برابري كړي.