کور / تازه خبرونه / كوټه: د ريل ګاډۍ پټلى په بمونو والوزول سو

كوټه: د ريل ګاډۍ پټلى په بمونو والوزول سو


د كوټي په سرياب علاقه كي د ريل ګاډۍ پټلى په بمونو والوزول سو، چي له امله يې كوټي ته د نورو سيمو څخه د ريل ګاډيو تګ راتګ بند سو.
د كوټي پوليس وايي سرياب ته نيژدې نامعلومو وسله والو د ريل ګاډۍ پټلى په بمونو والوزاوه، چي ډېر ژر به بيرته جوړ سي.
د بريد مسوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو دا چي په سرياب كي مېشت اكثره وګړي بلوڅان دي، پوليس وايي ښايي بلوڅ بېلتونپالو الوزولى وي.
د ريلوې مسولين وايي تر پېښي وروسته د چلتن اكسپريس يوه ګاډۍ چي فيصل آباد ته تلله، له سوونو سپرليو سره په كويټه كي  بنده پاته ده.