کور / شعر / په برتانيا كي د خبريال هنري او سندريزه ميله

په برتانيا كي د خبريال هنري او سندريزه ميله

دخبریال ادارې پتېیلې ده چې په بریتانیا کې تاریخي میله وکړي‌. دې مېلې ته له افغانستان ، پښتونخوا او اروپا څخه مشهوره او وتلې څېرې رابلل شوې دي .

ددې مېلې هدف له یوه لوري بریتانیا مېشتو افغانانو او دهغوی دکورنیو لپاره یوه تفریح او له بله لوري په افغانستان کې دننه دمور او ماشوم سره مرسته کول دي .

یوه بریتانیا مېشته نړۍ واله اداره هڅه کوي چې په افغانستان کې دمور او ماشوم دمړیني کچه راټیټه کړي‌، په همدې موخه خبریال اداره له دوی سره په ګډه په دغه نیک کار کې مرسته کوي .

خبریال ډاټ کام دبریتانیا په پلازمېنه لندن او لویو ښارونو برمنګهم او مانچسټر کې دمېلو تابیا کړې ده .

استاد هارون پاچا، کرن خان ،نجیبه فیض،دنیا غزل ، سرفراز خان ،ضفر اقرار او ګڼ نور هنرمندان په دې مېله کې دخپل هنر ننداره کوي .