کور / تازه خبرونه / پېښور:دپاکستان د خلکو د گوند يو مشرمخدوم امين فهيم مړشو

پېښور:دپاکستان د خلکو د گوند يو مشرمخدوم امين فهيم مړشو

پېښور:دپاکستان د خلکو د گوند يو مشرمخدوم امين فهيم د ٧٦ کالو په عمر د ويني د سرطان له امله د کراچۍ په يوسيمه ايزروغتون کې مړشوى دى .

نوموړي ١٩٧٠ څخه پرسياسي هلو ځلولاس پورې کړى اوله ١٩٧٧څخه تر ١٢١٣پورې يې ٨ ځله يې دپاکستان د ملي اسمبلي غړيتوب ترلاسه کړى فهيم د١٩٣٩ کال د اگست پر٤ د سند دکراچۍ څخه دوه سوه کيلو ميټره لرې د منياري ضلعې په هالا سيمه کې زيږيدلې دى له ډيرې شتمنې کورنۍ څخه شميرل کيږي .

نوموړي دخلکودگوند د حکومت پرمهال پربيلابيلو لوړو دندو کارکړى دى او د نوموړي گوند مشرمرستيال او په ملي اسمبله گوندي مشرهم وه مرکزي وزير هم پاتې شوى دى دبې نظيربوټو له باوري کسانو څخه شمېرل کيده.