کور / تازه خبرونه / د سواد زده کړو د ښوونیز نصاب د علمي ارزونې په اړه ورکشاپ جوړ شو

د سواد زده کړو د ښوونیز نصاب د علمي ارزونې په اړه ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت د سواد زده کړو معینیت لخوا ‎د سواد زده کړو د ښوونیز نصاب او درسي کتابونو د علمي ارزونې او بیا کتلو په موخه درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

په دې ورکشاپ کېد اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري شراېطو له مخې د سواد زده کړو د ښوونیز نصاب علمي اروزنه او بیا کتنه کېږي.‎
دغه راز د ورکشاپ ګډونوال د سواد زده کړو د ښوونیز نصاب پر پیاوړتیا او پراختیا او په سواد زده کړو مرکزونو کې د ملا امامانو، قومي مشرانو او مخورو په ملاتړ او همکارۍ د هېوادوالو د شمولیت په اړه بحث او خبرې اترې کوي.
د افغان لند په نوم د ځوانانو او لویانو لپاره سواد زده کړو درسي کتابونه او ښوونیز نصاب له تېرو لسو کلونو راهیسې په سواد زده کړو مرکزونو کې تدریسېږي.
د ورکشاپ په پیل کې د پوهنې وزارت د سواد زده کړو مرستیال محمد عظیم کربلايي د ورکشاپ په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او د سواد زده کړو د نصاب ارزول او بیا کتل یې د اساسي تعلیماتو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهم ګام وباله.
د پوهنې وزیر دکتور اسدالله حنیف بلخي په خپلو خبرو کې له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له یونسکو موسسې څخه مننه وکړه، چې د ښوونیز نظام د پیاوړتیا او پراختیا په موخه له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې له پوهنې وزارت سره مرسته او همکاري کوي.
نوموړي ښوونیز نصاب د پوهنې نظام له اساسي فکتورونو څخه وباله زیاته یې کړه، چې پوهنې وزارت په ‌‌ډېره لنډه موده کې په دې توانېدلی چې اسلامي، ملي او معیاري ښوونیز نصاب تالیف او چاپ کړي.
ښاغلي حنیف بلخيد ورکشاپ له ګډونوالو سره د ښوونیز نصاب د چارچوکاټ شریکول، د سواد زده کړو د ښوونیز نصاب د پیاوړتیا په موخه د ورکشاپ د ګډونوالو له نظریو، وړاندیزونو او تجربو څخه ګټه اخیستل او ددې نصاب د علمي او تخنیکي پالیسیو پېژندل د ورکشاپ له مهمو مواردو څخه وګڼل.
په دې ورکشاپ کې د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني او په کابل کې د یونسکو مسوول پاولوفتاني هم خبرې وکړې، ښوونه او روزنه یې د یوې ټولنې اساس وباله او د سواد زده کړو د ښوونیز نصاب پر کیفي او کمي ودې یې ټینګار وکړ.