کور / تازه خبرونه / د مالیې وزیر د ۱۳۹۵ مالي کال بودجې په اړه د مشرانو جرګې نظرونه او وړاندیزونه واوریدل

د مالیې وزیر د ۱۳۹۵ مالي کال بودجې په اړه د مشرانو جرګې نظرونه او وړاندیزونه واوریدل

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د لړم د میاشتې په ۳۰ مه د مشرانو جرګې په عمومي ناسته کې ګډون وکړ او د ۱۳۹۵ مالي کال د بودجې په اړه یې د مشرانو جرګې د محترمو سناتورانو نظرونه او وړاندیزونه واوریدل. د مشرانو جرګې سناتورانو د ۱۳۹۵ مالي کال د عادي، انکشافي او ولایتي بودجو، د بودجې د تعادل، پراختیایي پروژو، اختیاري او غیر اختیاري پروژو او نورو مواردو په اړه پوښتنې وکړې. د مالیې وزیر د دوی پوښتنې په غور سره واوریدې او د ۱۳۹۵ مالي کال بودجې په اړه یې د دوی پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل.
د مالیې وزیر وویل چې ملي بودجه د امکاناتو پر بنسټ جوړه شوې ده، نه د اړتیاؤ پر اساس. په ۱۳۹۵ کال بودجه کې د دولت تشکیلات، د ولایتونو توازن، د عوایدو او لګښتونو ترمنځ تعادل، لویې ملي پروژې او د دغو پروژو مؤثریت او مثمریت او د مرسته کوونکو ژمنې په نظر کې نیول شوي دي. د مالیې وزیر زیاته کړه چې د سږ کال بودجه د واقعیتونو، لومړیتوبونو او د اړتیاؤ پر اساس په عادلانه توګه ترتیب شوې ده.
د ۱۳۹۵ مالي کال بودجه د 641.8 میلیارده افغانیو څخه جوړه شوې ده چې 283.3 میلیارده افغانۍ عادي بودجه او 178.5 میلیارده یی پراختیایی بودجه ده.