کور / کتاب / « له افغانستانه تر عراقه د مرګ څپې» کتاب چاپ شو

« له افغانستانه تر عراقه د مرګ څپې» کتاب چاپ شو

 

image

له افغانستانه تر عراقه د مرګ څپې په نوم د کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه. کتاب مشهور مصري لیکوال او ژورنالېست محمد المراغی لیکلی او پښتو ته هدایت الله همیم را ژباړلی دی.

په دغه کتاب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۰۱ زېږدیز کال هغه پټ اسناد په ډاګه شوي چې څنګه یې پر افغانستان یرغل وکړ.
په کتاب کې پر دې هم بحث شوی چې پر افغانستان د امریکا له برید سره ګاونډیانو څنګه مرسته وکړه. کتاب چې پنځه څپرکي او ۱۰۴ مخه دی، د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري پر ښه کاغذ چاپ شوی دی.