د کندهار امنیه قومندان د زندان د پېښې په تړاو له دندې لری شو.

34 | جون 26th, 2008


د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د کندهار امنیه قومندان سید اقا ثاقب، ددغه ولایت دامنیت امر او جنايي مدیر له دندو لری کړي او څارنوالۍ ته یې د پلټنو لپاره ورپېژندلي.
د کورنیو چارو وزارت له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د کندهار نوي قومندان یې سمونوال مطیع الله ټاکلی ، په خبرپاڼه کې دا ډول لیکل شوي د کندهار په زندان د وسلوالو طالبانو له برید وروسته کورنیو چارو وزارت یو پلاوی د امنیتي مرستیال منیر منګل په مشرۍ لیږلی وو چې د پلټنو په ترڅ کې ورته معلومه شوې چې دغو امنیتي چارواکو په خپلو دندو کې له لټۍ او تمبلۍ نه کار اخیستی او پیښه را مخ ته شوی.

Copyright Larawbar 2007-2024