کور / تازه خبرونه / د سنګين ولي خان په مړينه د حامد کرزي خواشيني

د سنګين ولي خان په مړينه د حامد کرزي خواشيني

افغان ولس مشر حامد کرزي د ولي خان د زوى سنگين ولي خان په مړينه داسنفنديارولي خان د کورنۍ د عوامي نېشنل ګوند له لوړپوړيو چارواکو سره خواشيني ښکاره کړېده او ويلي  يې دي ، چې زه د افغانستان دخلکو په استازيتوب ستاسې ، دکورنۍ او ګوند سره په دې غم کې برابر شريک يم ، مرحوم ته دې الله جنت الفردوس نصيب کړي او ورثه و ته دې صبرجميل په برخه کړي .
د يادونې وړ  ده ، چې په پېښور کې افغان قونصل عبدالخالق فراهي ، دقونصلګرۍ لومړي مرستيال ، مير محمديوسف فراهت ، دوه يم مرستيال نورمحمد تکل او د فرهنگتون مشر محمدظاهر بابري د سنگين ولي  په جنازه کې د حامد کرزي په ځانګړي لارښوونه برخه  اخلي..
سنګين خان د اسفنديارولي ورور، د ولي خان زوى او د باچان خان يا خان عبدالغفار خان نمسى دى ، چې  تېره شپه د پاکستان په لاهور ښار کې د ستوني د سرطان له امله په حق ورسېد ، چې نن شپږ بجې به يې د چارسدې په ولي باغ سيمه کې جنازه ادا کېږي