کور / تازه خبرونه / جنرال مشرف د استعفا په باب پټي مشورې كوي

جنرال مشرف د استعفا په باب پټي مشورې كوي


راپورنه وايي د پاكستان جمهور رئيس جنرال پروېز مشرف د خپلي احتمالي استعفا په باب له خپلو نيژدې ملګرو سره په سلا مشورو بوخت دئ.
ويل كېږي نوموړى له څو ورځو راهيسي د مسلم ليګ قاف ګوند له مشر چوهدري شجاعت حسين او چوهدري مشاهد حسين سره پټي مشورې كوي.
چوهدري وروڼه په مسلم ليګ قاف ګوند كي د جنرال مشرف تر ټولو نيژدې ياران دي.
جيو نيوز د مسلم ليګ قاف ګوند د يوه غړي له خولې خبر وركړ، چي مشرف د همدې هدف دپاره د جمعې په شپه نن د يوه ملګري په كور كي مېلمستيا ته بلل سوى، چي هلته به د احتمالي استعفا په باب او له تر هغه وروسته د ورپېښېدونكو خطرونو په اړه له چوهدري وروڼو سره مشورې وكړي.
د سياسي كتونكو په وينا په پاكستان كي تر پارلماني ټاكنو وروسته د مشرف سياسي دريځ ډېر كمزورى سوى او ورځ تر بلي يې د مخالفينو له خوا ګواښونه ورته متوجه كېږي. د نوموړي مخالف ګوندونه د هغه د استعفا او له هيواد سره د خيانت په تور د مشرف د محاكمه كېدو غوښتنه كوي.