کور / تازه خبرونه / سياسي مشران د ارواښاد سنګين ولي خان پر مړېنه خواشيني دي

سياسي مشران د ارواښاد سنګين ولي خان پر مړېنه خواشيني دي


د پښتونخوا د نيشنل عوامي ګوند د مشر اسفنديار ولي خان د ورور سنګين خان پر مړېنه په افغانستان او پاكستان كي بېلابېلو سياسي مشرانو خواشيني ښودلې. د پاكستان د واكمن پيپلز ګوند نائيب مشر آصف علي زرداري د يوه پيغام په خپرولو خواشيني څرګنده كړې او د ارواښاد له كورنۍ سره يې په غم كي ځان شريك ګڼلى.
د متحده قومي غورځنګ جلا وطنه مشر الطاف حسين هم د سنګين خان پر مړېنه خواشيني څرګنده كړې او د نيشنل عوامي ګوند ټولو غړو ته يې د تعزيت مراتب وړاندي كړي دي.
ارواښاد سنګين ولي خان چي د پښتنو د مبارز مشر خان عبدالولي خان زوى او د فخر افغان پاچاخان لمسى و، چي تېره شپه يې د لاهور شوكت خانم روغتون كي تر اوږدې ناروغۍ وروسته ساه وركړه.
د نوموړي پر مړېنه افغان جمهور رئيس حامد كرزي هم د يوه پيغام په خپرولو خواشيني څرګنده كړې او په پېښور كي مېشت افغان قونسل يې په خپل استازيتوب د نوموړي په جنازه كي د ګډون دپاره لېږلى دئ.
د ارواښاد سنګين ولي خان جنازه په خپل پلرني كلي كي نن ماځيګر خاورو ته سپارل كېږي


اروا يې ښاده