کور / تازه خبرونه / فاریاب:په خواجه موسی کې چورلکه لويدلې ،۱۵تنه اسیران ۵ وژل شوي

فاریاب:په خواجه موسی کې چورلکه لويدلې ،۱۵تنه اسیران ۵ وژل شوي

دفاریاب ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ دتخت بازار په سیمه کې کي پرون مازدیګر ۴ بجې يوه هليکپټر لويدلې ده او سپرلۍ يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.بله خوا طالب وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي دي چي چورلکه ددوی وسله والو ويشتلې ده چي په نتيجه کي وسوځيدله پنځه سپرلۍ يې ووژل سوې او ۱۵ نور طالبانو خپلو مرکزونو ته لېږدولي او دده په وينا پوښتني ګروېږني ورڅخه رواني دي.

د طالبانو په وينا په چورلکه کې سپاره کسان زیاتره نظامي کسان دي اودزیاترو یې نظامي جامي په تن دي د افغانستاند دفاع وزارت هم دا خبره مني خو وايي چي چورلکي د تخنيکي ستونزي له امله بېړنۍ ناسته کړې وه چي د ۲ بهرنيانو په ګډون ۱۸ د ملي اردو عسکر اسير سويدي، يو پيلوټ وژل سوی او ۳ عسکر د طالبانو سره د مقاومت پر وخت وژل سويدي.
دفاع وزارت وايي ددغو پوځيانو د خلاصون هلي ځلي يې پيل کړيدي.
د اسيرانو په منځ کي دوو بهرنيانو د هويت په اړه تر اوسه جزيات نه دي خپاره سوي.