کور / تازه خبرونه / د يوې نړيوالې کمپنۍ له پانګونې سره کندهار پر اقتصادي زون بدلېږي

د يوې نړيوالې کمپنۍ له پانګونې سره کندهار پر اقتصادي زون بدلېږي

چارواکي وايي يوه نړيواله کمپنۍ په کندهار هوايي ډګر کې پراخه پانګونه کوي چې له مخې به يې دغه ولايت پر يوه اقتصادي زون بدل شي.
د کندهار د والي مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې اړه له کابله تللي يوه لوړپوړي پلاوي د کندهار هوايي ډګر له تاسيساتو ليدنه کړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه پلاوي کې د هوانوردۍ په چارو کې د ولسمشر سلاکار، داود سلطانزوى، د جمهوري رياست د تشريفاتو رييس محمدنسيم پښتون شريفي او د کورډ نړيوال ګروپ مسوولين شامل وو.
سرچینه وايي، يادو چارواکو د کندهار له والي سره د هغه پروګرام په اړه خبرې وکړې چې ټاکل شوې، کندهار هوايي ډګر پر اقتصادي زون بدل شي.
د ولسمشر سلاکار داوود سلطانزوى ويلي حکومت په پلان کې لري پر هغو تاسيساتو چې په کندهار هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو له خوا افغان لوري ته سپارل شوي، پراخه پانګونه وکړي.
په خبرپاڼه کې د هغه له قوله ویل شوي ولسمشر غواړي د دغه پلان په عملي کېدو سره خلکو ته کار وموندل شي او کندهار پر اقتصادي زون بدل شي.
د کورډ نړيوال ګروپ مشر جېسن بلېک د کندهار له والي سره په کتنه کې ويلي په کندهار هوايي ډګر کې ورته شاوخوا ١٠٠زره فوټه ځمکه ورکړل شوې چې دوى به په کې د ټکنالوژۍ، مېډيا، روغتيا او ځينو نورو برخو اړوند نړيوال سنټرونه او مرکزونه جوړوي.
هغه خبر ورکړ چې د دې لويې پروژې عملي کارونه به د راتلونکي ٢٠١٦ زېږديز کال د فبرورۍ په مياشت کې پيل شي.

د ده په خبره، کورډ نړيواله کمپنۍ د نړۍ په کچه په اقتصادي برخه کې ژوره تجربه لري چې پر بنسټ به يې کندهار ډېر ژر پر يوه اقتصادي زون بدل شي.
دى وايي، دغه ډول زونونه په متحده عربي اماراتو، چين، امريکا او يو شمېر نورو پرمختللو هېوادونو کې شته چې په افغانستان کې به په لومړي ځل په کندهار کې جوړ شي.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل د کندهار موقعيت او د هېواد په اقتصادي وده کې د دغه ولايت رول ته په کتو دا ډېر مهم ګام دى چې دغلته اقتصادي زون جوړېږي.