کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ډيورنډ د مسئلې غوره حل

د ډيورنډ د مسئلې غوره حل

هغه ورځ مې د پېښور نه خپرېدونکی د پښتو په مېاشتنی ( لېکوال ) مجله کې دجمال خان ورور ژباړل شوی مضون(رپورټ) ولوست، چې دامرېکی ېوی اداری سی اېس ای اېس تېار کړی وو .دپاکستان لپاره د امرېکی کړنلاره او امداد، په نامه دا سلمخېز راپور دېو امرېکی لېکوال کرېګ کوهن لخوا ترتېب شوی دی .
چې وروسته به بېا دا وړاندېزونه د امرېکی پالېسی مېکرانو او د ګانګرېس د غړو او دولتی واکدارانو په اختېار کې ورکول کېږی . د ترهګری پرضد د جګړی د ګټلو او دافغانستان او پاکستان تر منځ دشخړو دحل دپاره پکښي شپږ تجوېزونه وړاندی شوی دی .
۱ ـ دافغانستان او پاکستان پر پوله جګړه ېواځی او ېواځی امرېکا ګټلای شی . که چېری پاکستان د امرېکا رشتنی همکاره وی نو باېد امرېکا ته اجازه ورکړی چې دترهګرو پر مراکېزو درنه بمباری وکړی، که عامه وګړی ورسره زېانمن شی پروا نکوی .
۲ ـ امرېکا دی په پټه داسې خلګ پېدا کړی چې د القاعده او طالبانو پر ضد وجنګېږی خو کېدی شی لدی لېاری هغه مقاصد ترلاسه نشی چې امرېکا ېی غواړی .
۳ ـ دپاکستان له فوج او اېف سی سره دی مرسته وشی ،ددوی په مرسته دی د ترهګری اډی له منځه ېو وړل شی . خود پاکستانی فوج زوړ رېکارډ دا ښېی چې دا کار دامرېکی دګټو د ساتلو تضمېن نشی ورکولای .
۴ ـ ددی مسالی عسکری حل نشته که پاکستانېان او امرېکاېان په ګډه عملېات وکړی نو پر عام اولس به ېی ډېری بدی اغېزی پرېوزی . نو ځکه سېاسی حل ېی لازېمی دی . په دی لړ کې دی ځاېی مشران او سېاسی عماېدېن په جرېان کې واچول شی . که څه هم ډېر قباېلی مشران وژل شوی ېا له سېمه څخه تېښتی ته اړ کړل شوی دی . خو د ځاېی وګړو او مشرانو سره معاملی په تېر وخت کې د ترهګرو په وړاندی دمبارېزی په ډګر کې کومی مثبتی پاېلی نه درلودی .
۵ ـ اصلا باېد هغه عوامل وڅېړل شی چې د ترهګری او بنېاد پرستی سبب ګرځی ، چې له منځه ېووړل شی .
۶ ـ دقباېلو پر نامه چې کوم فنډ ورکول کېږی باېد دا ټکی پکښی په نظر کې ونېول شی چې پر فاټا چې کوم زوړ د اېف سی ار نظام مسلط دی هغه دی بدل شی که په پېل کې څه بد نظمی پېدا شوه نو هم خېر دی .
داوه د مقالی خاص ټکی . ځېنی داسې تجزېی او رپورټونه دامرېکی او مغرب په مېډېا کې ګردش کوی چې عجېب او غرېب ترحې او وړاندېزونه پکښی ذکر شوی وی . 
ځېنی انکشافات هم پکښی شوی وی چې د هېرانی وړ وی . پر ملی مسالو باندی په دی نژدی وخت کې نوره چپتېا د افغانانو او افغانېت په ګټه نده . که څه هم افغانستان اوس پدی پوزېشن کې ندی چې پر دی حساسو مسالو له چا سره وږغېږی . خو له خپلو ګټو نه د ېو دفاعی پوزېشن په ډول باېد هېڅ کله هم سترګی پټی نکړی . دامرېکا او مغرېبانو د خپلو ګټو په ترلاسه کولو ګښی ډېر تلوار دی . افغانستان بېا پر نېمه لار پرېښودل عراق ته مخه کول ، عراق پر زخمی حال پرېښودل اېران ته مخه کول ددی خبری ثبوت دی . دجرمنېانو په خبره امرېکا ېواځی انتقامی کارواېی په مخه راخستی ده .
د ډېورنډ مساله دټولو مسالو بېخ دی . القاعده ، طالبان ترهګری او نوری ناخوالی ددی مسلی زېږنده دی . که دامسله ختمه شی د ساعت تېری لپاره به هم ډز وانه ورو .



طالبانو به هغه ولسوالی چې اوس امنېت ورنه مرور دی په ۵ کسانو ساتله . ځکه چې له دېخوا مداخلت نوو نن هم دطالبانو امنېت راځی که لاس وهنه نوی .
دېو افغان او مسلمان په حېث زما نظر دادی چې ددی مسلی حل دادی چې ټولی پښتنی او افغانی سېمی ( پښتونخوا اوافغانستان ) دی تر ېوه اداری واحد ( لوی افغانستان ) لاندی راوستل شی چې امنېت ، اداری تشکېل دمبارېزی ګډه کړنلاره ، او د لراوبرافغانی ټولنی لپاره ېوه فزېکی ، سېاسی او ټولنېز چاپېرېال رامنځ ته شی . غربی نړی او امرېکا باېد دا دډبری کرښی او دتارېخ جبر ته ځېر شی چې که پرون دېوه نړیوال ستر ځواک برطانېی ګټی او خوندېتوب په دی کې وو چې دافغان وجود ټوټه ټوټه او پاره پاره کړی ، له ېوه اداری واحده ېی وباسی هره ټوټه ځانته ځانته تر خپلی ولکی لاندی راولی ، او خپلو استعماری موخو ته پری ورسېږی . نو …نو… نو… نن به امرېکا، برطانېه ، ناټو ، او ددنېا صلحه دوست هېوادونه ـ هرومرو، حتما، خامخا، جبراو کرها، دځان دامنېت ، دنړې د خوندی توب ، دازادی او ډېموکراسی د پېاده کولو، او په سېمه کې د اقتصادی ودی اوترقی لپاره دتارېخ دا پاېه شاته تمبوی . دافغان هغه زوړ زخم به بېرته ټکوروی ، چې برطانېی په مېراث پرېښی وو . ددی سېمی مثال دهغه پټی ده ، چې مالېار پکښی د جوارو د کر په بهانه پولی جوړی کړی وی، او بېاچی کله دنېالګېو لګول ورته اړېن ښکاره شی هغه جوړی پولی بېرته ورانی کړی او د باغ په بڼه تر ټول پټی دېوال راچاپېره کړی .
دا دډېورنډ دکرښی دمسلی او د ترهګری پرضد د مبارېزی د ګټلو ېواځنی حل دی.افغانی اوسنیوواکدارانوته پکارده چې دا ټکی پرټوله نړی روښانه کړی .



په څه ناپو طبېب می مخ شو
خوږ می زړګی دوا دسترګو راکوېنه


دلوستونکېو ملګرو هر ډول انتقادونه په ورېن تندی  Amanullah_halime@yahoo.com
کور ـ ۰۰۹۲۲۱۶۰۵۸۶۵۶ ګرځنده ـ ۰۰۹۲۳۰۱۲۴۹۷۶۵۷