کور / z_buitenland_news -- 5 / امريکا به خپل عسکر پاکستان ته واستوي

امريکا به خپل عسکر پاکستان ته واستوي


متحده ايالات غواړي چي د پاکستان د پوځ سره د القاعده او طالبانو د مخنيوي او ځپلو په هلو ځلو کي مرسته وکړي، او  هلته   د پاکستان د سرحدي قوې د روزني او  تقويې  او هم  د محلي او قبايلي  مشرانو  د راجلبولو  په غرض  خاص امريکايي عسکر واستوي. همدا اوس، په پاکستان کي فقط ٥٠ تنه امريکايي عسکر سته، خو  نور به هم  ورسي.


د ګارډين اخبار  په ننۍ ګڼه کي  ليکي: پنتګان، دغه زار، غواړي چي د پاکستان ٨٥٠٠٠ کسېزه سرحدي پوځ   د القاعده، طالبانو، او نورو مذهبي افراطيانو پر خلاف په يو اغېزمن جنګي ماشين بدل کړي.   همدا اوس، د پاکستان سرحدي قوه د ياغيان په پرتله کم اکمالات  تر لاسه کوي. پنتګان د افراطيانو زياتېدونکي اثررسوخ وارخطا کړى دى. 


د متحده ايالاتو د دفاع د وزارت د خاصو عملياتو مرستيال، مايکل ويکرس، تېره جمعه ويلي وو: په قبايلي سيمو کي ناکراري او بې ثباتي مخ پر زياتېدو ده. تشدد او مرګ ژوبله هم ډېره سوې ده. حالات عراق غوندي ندى، خو شرايط  ورځ په ورځ  خرابېږي.  هغه زياته کړه د القاعده مشرانو دونه وخت تر لاسه کړى دى چي د محلي اوسېدونکو سره  اړيکي ټېنګي کړي.  ښاغلي مايکل ويکرس  د ١٩٨٠په کلونو کي د سي، اې، ې په ماموريت   کي مجاهدينو  ته وسلې او پيسې ورسولې.