کور / تازه خبرونه / کندهار: د کجکي د برېښنا لین ته شارټي ورکړل سوې وه

کندهار: د کجکي د برېښنا لین ته شارټي ورکړل سوې وه

پر کندهار او د هلمند پر مرکز لښکرګاه له څو ورځو راهیسي یو ځل بیا د کجکي د برېښنا لین قطع سوی او د دې ښارونو اوسېدونکي بې برقه دي.
د کندهار د برېښنا ریاست مسئولین وايي له کجکي څخه رارواني برېښنا ته د په کجکي ولسوالۍ پوري مربوطه ساحه کي په لوی لاس شارټي ورکړل سوې وه، چي له امله ئې پر کندهار او لښکرګاه بند قطع سوی وو. د چارواکو په وینا د کجکي د برېښنا ظرفیت لږ دئ، چي په همدې خاطر د کجکي، سنګین، لښکرګاه او کندهار ښار پر اوسېدونکو په نوبت پارچاوي راځي، خو د کجکي خلګ وايي دوی دي له پارچاوۍ معاف سي.
د کندهار د برېښنا ریاست تجارتي مرستیال امان الله فاروقي وايي د دې شارټۍ له وجي د کجکي د برېښنا د یوه ماشین عمومي سویچ خراب سوی وو، چي له کندهار څخه د ورغلیو انجینرانو له خوا ترمیم سو.
نوموړي وویل له یوې خوا د کجکي د برېښنا د تولید ظرفیت کښته دئ، له بلي خوا په ځینو سیمو کي خلګو پر خپل سر ټرانسفرمرونه نصب کړي دي، چي له امله ئې د برېښنا تقسیمات ګډوډ سوي دي. ښاغلی فاروقي وايي د برېښنا ریاست په کجکي کي ۱۸ ټرانسفرمرونه نصب کړي دي، خو اوس ئې هلته شمېر خلګو ۸۰ ته پورته کړی دئ، همدا راز د کجکي اوسېدونکي د یوه نیم میګاواټ برق مستحق دي، خو اوس تر دې څو چنده زیات مصرف کوي.