کور / هراړخیز / پریونلیک باندي یو زیاتونه او سمونه

پریونلیک باندي یو زیاتونه او سمونه

ماته مي مېرمن په دې وروستیو وختو کي وایي چي” سړیه! په جدي لیکنوکي احتیاط کوه. خبري کله کله درڅخه خطاکېږي”. رشتیاهم سپین ږیرتوب دغه راز کانې په چاکوي. یووخت په کابل کي زما محترم استادعلامه رشادمرحوم دخبروپه ترڅ کي دپښتوژبي دیوه بل عالیقدر استاد دلیکنوپه اړه راته وفرمایل چي ددغه عالیقدر استاد هغه لیکني چي په دې شپووورځوکي ئې خپروي، یولړکمزورۍ لري او علت ئې دسِن زیاتوالی دئ اودالیکني ئې پخواني علمي مقام ته تاوان پېښوي. علامه مرحوم ماته وظیفه راکړه چي دغه پیغام ئې دنوموړي عالیقدراستاد زوم ته ورورسوم. ماداکاروکړ. اوس هغوی ټول مړه دي خدای دې وبخښي او زموږ ورپسي لارده.
ماپخپل وروستي یونلیک ( دکوټي له سیمیناره دحبواخندزاده تر مزاره)کي ورځنۍ پېښي له هغویاداښتوڅخه بیان کړي دي چي دسفر په اوږدوکي مي اخیستي ول. دځینو پېښو یاداښت چي به مي اخیستی نه وو، هغه مي له یاده کیښ. په دې کي دسپټمبردڅورلسمي نېټې هغه لیدنه کتنه وه چي دسیمینارپه یوه وقفه کي مي داستوگني پخپل اطاق کي له ښاغلي انجنیرعبدالبصیرقایم اودهغه له ملگرو(انجنیرعبدالله پوپل او محمدالله احساس)سره کړې وه. ددغي لیدني کتني یاداښت مي پر جلاکاغذاخیستی وو.په دې لیدنه کتنه کي مي دانجنیر عبدالبصیرقایم دکورنۍ ځیني مهم کاغذونه په سرسري توگه وکتل. د یونلیک دلیکلوپروخت حافظې ناځواني وکړه اودغه بیان ئې ټول د مغزپه یوه تیاره کونج کي راڅخه نیهام کړ.
انجنیرعبدالبصیرقایم دحاجي محمدکریم خان زوی اودغازي قایم خان کاکړلمسی دئ چي پلرنۍ مېنه ئې دزابل ولایت دسیوري اولسوالۍ دبادوکلی دئ. بادو د مموکلي څنگ ته پروت دئ.د انجنیر صاحب نیمه کورنۍ هلته په (بادو) کي اوسي اونیمه ئې په کوټه کي میشته ده. انجنیرعبدالبصیرقایم په دغه لیدنه کتنه کي هغه اعزازي لیکونه راښکاره کړل چي دغازي امان الله خان له خوادده نیکه قایم خان کاکړ ته استول سوي ول. دغه اسنادداماني عصر دتاریخ لیکني پر وخت له مؤرخ سره ډېره مرسته کولای سي، نوله همدې اسیته مي انجنیر عبدالبصیرقایم ته سپارښتنه وکړه چي داټول کاغذونه سره تنظیم او کارپروکړي.
انجنیرعبدالبصیرقایم په دغه کتنه کي دمموکلي، دممونیکه دزیارت او هدیرې په باب اوږدې خبري راسره وکړې اوهغه عکس ئې هم را ښکاره کړ چي دممونیکه له قبرسره ئې اخیستی وو. داعکس ماته ښاغلي پښتون زوی پخوارالېږلی وو.
زماپرحافظه دي ټکه ولوېږي،ددغه عکس رابطه ئې دمغزله هغي دوسیې سره تړلې وه چي له ښاغلي ځانواک مفتي زاده سره ئې په همدغه سریناهوټل کي زمادلیدني کتني جریان اوخبري اتري پکښې خوندي سوي وې. ځکه مي نوپه یونلیک کي دعکس د راوي ( انجنیر عبدالبصیرقایم) پرځای دښاغلي ځانواک مفتي زاده نوم وراچولی وو!؟ دې تېروتني یولړغلط فهمۍ پیښي کړې چي زه په خواشینی سوم.اوس چي داخبري دښاغلي قایم په مرسته بیرته زماپه حافظه کي سره سمي اوتنظیم سوې، نوبه له هغوټولوښاغلوڅخه دبخښني غوښتلو پرڅنگ داژمنه وکړم چي په کتابي شکل دیونلیک دچاپ پر وخت به داټول جریان هم پخپل ځای کي ورشامل کړم (انشاء الله تعالی).

تبصرې پرانیستي‌

  1. سردارولي پښتون زوی

    مه خوارېږي مشره.
    دا خبره په دوني زحمت نه ارزېده او نه هم موږ بد ګڼېيلې ده، خو چي تا په دوني غټه سترګه راته کتلي، زر واره دي کور ودان .
    زوی مو
    پښتون زوی