غازي محمدجان خان د وينو پر لاره د شهادت تر دمه ځايه (۸)
“هرڅوك چې غواړي جنت ته ورننوزي ،بايد دمحمدجان خان مخ ته وګوري”
غازي محمدجان خان
د وينو پر لاره د شهادت تر دمه ځايه
ليكوال : پروفيسور عبدالخالق رشيد (پې اچ ډي)
یادونه :
ګرانودوستانو،
دغه لیکنه دهغې لیکنې لړۍ ده چې پخوا دګران غښتلي په ښکلي ګوربت کې یې اووه برخې خپرې شوې دي ، داچې ګوربت کومو سترګو وخوړ ، زما زړه هم په دغه اړه داڅوکاله یاري نه راسره کوله ،چې نورې برخې یې په بل ځای کې خپرې کړم ، ددې لپاره چې ددغۍ لړۍ دلوستونکو پرله پسې غوښتنو ته مې مثبت ځواب ورکړی وي ، و مې وغوښتل چې دهغې لړۍ پاتې برخې چې د نویو اسنادو په رڼاکې څیړل شوې دغازي بابا اومیوند دغورځنګ لیوالوته په مینه وړاندې کړم .
په درناوي
پروفیسور رشید
اتمه برخه
غازي محمدجان په کوم کال اوڅنګه شهید شو ؟
دا موضوع تراوسه پورې ددغه نوميالي آزادي غوښتونكي جنرال په اړه همداسې نا حله پاتې وه ، په دې مانا چې تراوسه هم زياتره كورني او بهرني ليكوال او مورخين په دې نه دې بريالي شوي چې په دغه برخه كې د داسې اسنادو په رڼاكې يوڅه وليكي چې دهغو له مخې موږ ته په ډاګه شي چې عبدالرحمان خان په وروستې برخليك كې له غازې محمدجان سره څه شان چال چلند وكړ او په كوم برخليك يې ور واړاوه او پرکوم کال یې دشهادت میلمه کړ ، په دغه اړه هرچا خپله خپله ویلی ده ، په جغتومهالنې کې مې یوڅل ولوستل : (( غازي محمدجان خان د ۱۸۳۵او میلادي کالونو ترمنڅ ژوند کړی او دافغانستان په سیاسی تاریخ کې …۱۸۸۰
په نورو څایو کې هم داسې روښانه نیټه چا نه وه لیکلې ، په دغه څپرکي به تاسو ګرانو لوستونکو ته داپه ډاګه شي چې غازې محمد جان خان په کوم کال او چیرې شهید شوې دی . ؟
. زما له پاره دغازي بابا په اړه ترټولو مهمه اوګونګه موضوع ددغې څيړنې په ترڅ كې همدغه موضوع وه ، ما ترډيره حده هڅه كوله چې كه خداى حالات برابركړي زه به جغتو ته ځم او هلته به ددغې مسلې په اړه دخلكو په معلوماتو باندې يوڅه ديوشميراسنادو په څنګ كې برابركړم ، خوداسې ښكاري چې ددې كارله پاره بخت زما مل نه شي ، په دې چې دم ګړۍ زموږ هیواد اوخلک اوس هم له هغه ناتارسره لاس اوګریوان دي ، هغه چې غازي محمدجان خان اودهغه زمانه ورسره مخامخ وه .
په هرډول زه به دومره وكړم چې اوس به په دغه برخه كې يوازې په يوه لنډه يادونې سره پيل وكړم ، خوزما یوازنۍ هيله داده چې كه په دغه اړه هرڅوك ، هرليكوال اودغازي دكورنۍ كوم غړوته كوم څه ناڅرګند او دنه منلووړوي اوله دوى سره زما تر اسنادو هم دپاملرنې وړدلايل وي ، هيله من چې هغه دې ياخپله چاپ كړي او يايې د ماته راوسپاري .
په دې چې كه په دغه برخه كې همداسې لاس ترزنې كينو نوڅرګنده ده چې دغازې محمدجان خان اويوشميرنورو نومياليوغازيانو دشهادت لاملونه به دبيلابيلو عواملو له مخې همداسې په تياره كې پاتې وي .
لكه چې يادونه مو وكړه عبدالرحمان خان چې كله لومړي ځل كندهار دغازي ابوب خان په وړاندې بايلاوه ، غازى ايوب د ۱۸۸۱ كال دجولاى په مياشت كې په كندهار ورننوت داميرياران اوپوځيان یې ځوک يا ونيول اویا ترې وتښتیدل ، لکه چې سردارشمس الدين خان په خرقي شريفې كې پناه واخيسته ، قاضى سعدالدين اوغلام حیدرخان ځانونه په فراه اوشاوخواسیموكې پټ كړل . شاهي پوځونه كلات اوغزني ته را وتښتيدل ، امیر له ناچا رۍ په همدغه مهال کې دانګريزي عمالو په مشوره دكندهار د نيولو له پاره خزانه ترملا وتړله اوپه داسې تياره برخليك چې دده له پاره دکوم برياليتوب زيرى نه ترسترګوكيده ، دكندهارپه لور روان شو، له هغې خزانې څخه چې امیر له انګريزانو څخه دهغوی دټولو شرايطو په پام كې نيولواومنلو سره ترلاسه كړې وه ، ده څه له ځان سره واخيسته اوڅه نوره يې تركستان ته وليږله . ده په ميدان ، غزني او وردګو كي دغه پيسې په خانانو اوملكانو اوملايانوباندې وويشلې او دځان له پاره يې دا لاره برابره كړه چې دايوب خان اودهغه دغورځنګ په وړاندې دې په مركزې افغانستان كې ايله دومره وكړي چې خلك په دې زړه نازړه کړي ځو ووایی چې پرموږ یې ځه ، پريږدئ پرمخ لاړ شي ، داچې برې به مومي كه نه داخبره په خپله له اميراودهغه له درباريانواوانګريزانو پرته بل چانه تصوركوله ، خوله دې سره سره موږ ته خپله ټولنه دنژدي دوو پيړيو په ترڅ كې په تمامه مانا معلومه ده چې دوى په هروخت كې په يوه خوله اويوه نظرنه وو ، يوه له هغو بدمرغيوڅخه چې موږ يې تراوسه هم په خپل ټولينز جوړښت كې لرو ، هغه همدغه بې اتفاقي ده چې اوس يې هم زموږ هيواد دپرديو دپوځونوپه ناتار باندې اړولى دي . اوس هم چې خونړۍ امريكا زموږ هيواد نيولى په دغه حالت كې دغه لوى ظالم ځواك خپل پايښت په دې كې ويني چې زموږ دولس په منځ كې بې اتفاقي واچوي اوپه دغه شان خپله عمراوخپل نامنلى ځواك پرموږ باندې زموږ په خپلو مټوراو ښئ همدا ده چې نه پريږدي دلته ددغه هيوادخلك په خپل سر اوخپله خوښه دځان له پاره يوخوندي اودپرديوله شراو شرارته په امن برخليك ولري .
دغه ناروغي په دغه مهال چې عبدالرحمان خان هم پرواك و، انګریزي څواک پرموږ تپلې وه اوزموږ پرخلكو باندې برلاسې وه ځکه نو امیرهم يوشميركسان ډيرزر وپيژندل اوددې له پاره يې تياركړل چې ترارمانو ، عقيدو او ملې ژمنويې تيركړي اوپه خپله گټه يې وكاروي . په تيره په داسې حال كې چې اميرخزانه په شا له كابله دكندهار په لورحركت وكړ، په دغه مهال يې داسې سخاوتونه وكړل چې دهغو له مخې له يوشميرپرته نوروټولودامیرپه وړاندې دګوتنوي او مقاومت توان له لاسه وركړ، دميدان او وردګو، ملايان په دغه ترڅ كې له اميرسره ودريدل اودده په هغو كړو وړو باندې يې چې نه ملي وو اونه شرعي ، خولې پتې ونيوې . اميردملي جهاد په اړه هغه نارې سورې چې اوس يوازې سردارايوب خان اودهغه نوميالۍ مور په كابل كې پورته كړې وې په ماهرانه توګه تريوه حده په دغه اوهغه پلمه ترخپل كنترول لاندې راوستې ځکه نوپردغه مهال یې که له يوې خوا كه نوي پرمختګونه اوبري ترلاسه كول ، نو له بلې خوايې دهغومهموكسانو دوياړونواوشتمنودغصبولو كارهم ترلاس لاندې ونيوچې په هيواد كې سترګې ور اوښتې دبيلګي په توګه دشيرعلي خان ددورې د زياترو لوړ رتبه كسانوكلاوې يې په توپونو كې والوزولې اويايې دهغو شتمنې اوځمكې په خپلو ارادتمندانوباندې وويشلي ، موږ په تيروڅپركوكې يادونه وكړه چې كله اميردكندهار په هوډ شو، غازې محمدجان اويوشميرنورهغه سركښ ملي مبارزين چې دوى داميراوانګريزي تګلارې مخالف وو، زندان ته واچول ، محمدجان خان هم داميرپه منګولوكې لويدلى و، پر دغه مهال چې هرچا دده دخلاصون هڅه كوله ، اميريوازې همدا يوه خبره ورته كوله چې كله دكندهار له مهمه راوګرزم ، بيابه محمدجان هم له زندان خلاص شي اوهرچيرې چې غواړي ، كولاى شي هلته ژوند وكړي .خودا دده خبره وه ، کله چې داګست په میاشت کې امیردکندهار دبري ویاړترلاسه کوي په دغه ترڅ کې انګريزي استازى دمحمدجان خان دبرخلیک په اړه يوبل بيان لري چې هغه یې خپل حكومت ته په خورا خواشينۍ سره داسې لیکلی دی : (( اميرپه دغه اړه دهيچا مشوره نه مني اونه يې اوري ، په خپله خبره كلك ولاړدى ، حالات ډيرخراب دي ( معامله بهت خراب هى ) خداى دخپله مهرباني وكړي ، اميرپه دغه اړه هم ډيرپه قهردى اوهم زړه نازړه ، اوس داخبره له شكه ډكه ده چې دى به په دغه اړه بريالى شي كه نه )) .
(د ۱۸۸۰ كا ل داګست ۲۳ دليك شميره ۱۲۰ ) خواميرپه خپله دغه ژمنه باندې ولاړپاتې نه شو، مخکې تردې چې کابل ته راورسیږي ان په همدغه مهال يې په غزني او وردګوكي دمحمدجان خان پرضد يوشميركاروايۍ وكړي ، يوه له دغو كارواييوڅخه دده د شتمنو غصبول اودهغوسپارل يوشميرنورو قامونو اونوروكسانو ته وو، اميردمحمدجان خان دځمكويوزياته برخه دجغتوپه غازي كلا ،غوزبه اوشاوخوا سيموكې په يوشميرنورو قامونوباندې وويشله ، په دغه دوره كې يوشميرمسود او وزير قومونه ددغه ناتار په ترڅ كې ترجغتوپورې را ورسيدل او په هغو ځمكوباندې چې هغه په غازي محمدجان خان پورې اړوندې وې .څاى پرخاى شول .چې دغه لړى ان داميرحبيب الله خان اوامان الله خان تروخته پورې روانه وه.
په عين حال كې امیردوردګومشرې په لومړي سركې دمحمدجان له ورورمحمدافضل خان څخه واخيسته اودخداى نظرخان زامنوته ور وسپارله ، خوپرهغوى يې هم زړه تكيه نه شو، ترڅو په پاى كې يې له خرم خيلووردګو څخه ګرد سره ددغه قوم مشرې واخيسته او يوشميرنورمشران يې ورته وټاكل .
له هغې ورځي چې غازي محمدجان كابل ته دخلكو دپراخ هركلي په ترڅ كې راورسيداودغوهرکلي کوونکو دغه شعار ورکاوه چې :
هرڅوك چې غواړي جنت ته ورننوزي ،
بايد دمحمدجان خان مخ ته وګوري
لامل يې هم هغه لیکونه وو چې دسردارايوبخان اواميرمحمد يعقوب خان دمور (ديعقوب خان اوايوبخان مور دلعل پورې دملك سعادت خان لوروه چې داميرشیرعلی خان او راوروسته وخت كي د لال پورې ترټولو مهم اودپاملرنې وړ مشراو بالقوه خان و). په ټینګاراوله پښتونخوا څخه ديوشميرملايانو اوستانه وو را رسيدل وو چې دوى غوښتل په افغانستان كې هغوى ته چې له انګريزانوسره يې همكاري كوله سزا ورکړي ،دغوملايانو محمدجانخان ته هم ليكونه استولي وو چې خبره يې په پاى كې دلغماني ملاخليل په كاروايئ باندې پاى ته ورسيده . اوموږ اشاره ورته وکړه ،كه څه هم ترهغه پخوا اميرته څرګنده وه چې محمدجان خان له ده سره دسيالۍ په ډګركې ولاړ څوك دى ، همداوه چې ستيوارت فارن سكرتري (شمله) ته وليكل :
(( د مخبرانو خبردى چې ملامشك عالم او محمدجان خان په قران لوړه كړې چې دوى به دعبدالرحمان له واكه راغورځوي …)).
كابل دجولاى ۲۶ ۱۸۸۰(دهندملي آرشيف) نمره ۶۴\ ۱۶
خو اميرله دې سره سره يې هم په ځان كې داتوان نه درلود چې دهغه په وړاندي دې ګام پورته كړي ، ځكه يې ترډيرو پورې يخ په اوبوورسره پورې كاوه اوپه دغه اوهغه يې غولاوه .خوانګريزانوان له هماغه پيله په دې خبره باوري وو چې اميربه يوه ورځ محمدجان اودهغه ډله ، بهادرخان ، فيض محمدخان ، ملاعبدالغفوراويو شميرنور له خپلې مخې لري كوي . لكه چې اوس يې په دغه حال كې دغه كارته ملاتړلې وه . . دكندهار دسفرپه ترڅ كې اميرهغه ملي څيرې چې له محمدجان خان څخه يې ملاتړكاوه اويايې خواخوږي ورسره درلوده . په زور او زرو دې ته اړايستل چې بايد محمدجان اودهغه ياران له ياده وباسي ، په دغه ډله کې یوهم ملامشك عالم و ، چې اميرله خورا درنوسوغاتونوسره غزني ته ورغى خو ويې نه شواى كولاى چې هغه بياهم دځان پلوى كړي ، يوازې يې زوى عبدالكريم اخوندزاده هغه هم دمصلحت له مخې په دغه حال کې چې هم محمدجان خان اوهم يې زوم ملاعبدالغفوردلنګر له اميرسره په توره څاه كې پراته ووکندهارته ورسره ولیږه .خوعبدالكريم اخوندزاده هم له اميرسره زیات مل نه شو، ناروغه شواوملامشك عالم لاژوندى وچې له امیرسره دتګ په ترڅ کې ومړ.
د۱ ۱۸۸ كال په اوړي كې چې اميردكندهار نیولو ته هوډ وكړ، لكه چې مخكي مو وويل دخپلې خزاني يوه برخه يې تركستان يا دهغه وخت په نومونه قطغن ته واستوله ، دده ټوله ډاډينه په دغه اړه داوه چې ده هلته ان له پخوا له يوشميرازبكانواونورو ځاني دوستانو سره اړيكي درلودل ، كله چې دوى داميردا حالت وليد ددغويارانويې يوزيات شميرازبك ایله جاریان په خورا بيړنۍ توګه كابل ته را واستول چې شمیریې څلوروسوو ته رسیده اودامیردځاني ساتونکو په نامه یادیدل او دایی هم په اړه ویل کیدل چې ګواكي دوى مخكي تردى چې اميرعبدالرحمان خان دكابل پرتخت كينې په شمال كې دده ساتونكي وو.(ډاكتر نجيب الله هم ديولړاړيكو له مخې دخپلې واكمنۍ په وروستيوكې همدغه عبدالرحمان خاني تګلاره كلكه ونيوه اودپښتنوپرځاى يې پر ازبكواونوروباندې ډډه ولګوله ، خو له بده مرغه چې داطرحه اوس ډيرزړه شوې وه اوويې نه شواى كولاى چې له هغې څخه لكه عبدالرحمان خان په خپل وخت كې سم كار واخلي ، برعكس دده دخپلې بربادۍ لامل شوه ) دغه ډله په هغه مهال چې اميردكندهار په شخړه كې لاس اوګريوان شو په كابل كې وه اودلته يې دبالاحصار امنيت هم په دوى ساته . دوى ته اميرپردغه مهال يوشميرمهمې دندې چې له هغې جملي د بالاحصاراو دهغه د زندانيانو دساتلو امنيت وهم ورسپارلى و . په دغو بنديانو كې دميوند دغورځنګ ټول هغه مشران چې په مركزي افغانستان يعني كابل ، ميدان ، لوګر، اوشمالي اړوند ووراتلل . دغوازبكو په عمومي لحاظ دكابل له ښاريانو اوپه تيره بيا له دغو زندانيانو سره خورا بده رويه كوله، دوى هم لكه اميرغوندې په دوو پښوولاړ وو ، مانا داچې كه چيرې اميردكندهار په نيولو كې مات شوى واى ، دوى هم ځانونه ددې له پاره تياركړي وو چې له هغو غلاوو اوبډو وروسته چې دوى په كابل كې ترلاسه كړې وې بيرته دتركستان په لور وتښتي .دغوازبكي ايله جاريانوپه عين حال كې داهم دنده هم درلوده چې كه اميرپه كندهار كې ماته كوي ، دوى يې بايدكورنۍ ، خپلوان لكه دشاببوجاني كورنۍ اوديوشميرنورو محمدزايانوكورنۍ چې دده پلويان وو له كابله وباسي ، اوپه عين حال كي يې دا وروستى پريكړه هم له ځان سره درلوده چې دوى بايد له دغو ملي زندانيانوسره چې داميرترراتګ پورې يې انتظاريوست بايد څه وكړي ؟ زين خان اوس په كابل كې تراميرهم زيات واكمن و، هغه څوك چې ددغې وروستى پريكړې دعملي كيدو له پاره دلته پاتې واواميريې په خپل ټينګار سره دكندهار دجګړې په لور واستاوه . موږ دزين خان سمرقندي دانګريزپالې روحيې په اړه پخوا يادونه وکړه ،چې دى تراميرهم زيات انګريزانوته ورنژدې او دهغو دپلانو عملي كونكي و.
عبدالرحمن خان په دې كې شك نشته چې دخپلو سيالانو په وړاندې يوازې يوه پالسي دژوند ترپايه وڅارله اوهغه داوه چې دوى ته يې په خپله واكمني كې له يوې خوا اهميت ورنه كړ اوله بلې خوا په هرډول چې كيداى شوه د هغوى دله منځه وړلوخبره هم دپای پرټکي دروله ،عبدالرحمان په هغو واكمنان كې راته چې له يوې خواده دنورومزدوري كوله اوله بلې خوایې همداسې له نورو په تیره له هغوى چې دده ترلاس لاندې وو دنوكرۍ تمه درلوده دی له همدغوشان واكمنانانوڅخه يو وچې ناباوري اوكينه دده په كركتركې داسې سره اخښل شوي وو، چې پردي خولا يوه خوا پريږده چې ان په خپلوزامنواو خپله خور(شاه ببوجانه ) باندې هم ناباوره و. ښايي داشان كركترپه ځينوحالاتو كې ديوې ټولنې له پاره په موقتي توګه اوپه سیاسی لحاظ مثبت اغيزولري ، دهمدغه ټكي له مخې عبدالرحمان خان ديوشميرله پاره په دغو كړو وړو دانتقاد ترګواښ لاندې نه راځي، ځکه چې یایې نه پیژنی اويايې په يوشميركړو وړو باندې پرده وراچوي . زه ددغې ډلي نظريات په خپل ځاى كې دقدروړبولم ، خودايوه خبره په دغه اړه بايد دوى هم له مصلحته پرته په پام كې ونيسي اوهغه داچي دافغانستان په پاچهانو کې اميرعبدالرحمان خان خورا پردى پالى واكمن تيرشوى دي ، موږ به دده هغه ليكونه چې ده په خپله وخت كې دخپلوكارواييوپه ترڅ كې ليكلي اوبيايې انګريزانواونورو ته استولي راټول كړو په هغوكې كيداى شي دده كركتر، دده ناباوري اودده هغه ناځواني اوپردى پاله روحيه چې له يوه افغان واكمن سره کله هم نه ښايي په خورا ښه توګه ستاسي ترسترګو شي . په عين حال كې ، دده په افكاروكي داټكي هم په ډاګه دى چې ده په خپله اوږده دوره کې ونه غوښتل چې په رښتينې توګه ځان له يوه ملي بهيرسره يوكړي ، په دې مانا چې څومره دده له لاسه شوي ، په هم هغه اندازه يې ځان له ملي مسايلو څخه په يوه خواكړي دى ، انګريزانو سره له دې چې دى يې ترپايه ملاتړكړ، خو بيايې هم پرده باندې ترپایه باورونه کړ، ددې خبرې لامل داو ، چې ده خپل ځان دومره دهغوي په وړاندې بايلاوه چې په خپل وخت كي يې نه خپل اهميت ته اونه دخپل هيواد اهميت ته و كتل ، انګریزان دده له دوه رنګۍ څخه راضي نه وو، همداوه چې ایوب خان او دهغه غورځنګ یې له ځان سره وساته ، دده په اړه دایوه خبره روښانه ده چي كه ده له پيل څخه دانګريزانوپه وړاندې يوخپلواك عمل ترسره كړى واى ، پر دغه مهال هم روسيه اوهم انګريزان په داسې حالت كې وو ، چې پرافغانستان باندې يې دخپل واك اوځواك هڅه له لاسه وركړې وه ، هغودواړوځواكونو ته په دغه تاریخي پړاوکې يوازې همدا يوه لاره پاتې وه چې دى دځان كړي اویایې که نه کړي نوبايد چې په خپل دريځ باندې ولاړاوثابت خووي ، په دې چې اوس دوى په دې سره يونظرشوي وو چې افغانستان بايد ددواړو ځواكونو ترمنځ ديوه حايل په توګه خپل شته والى ولري ، دبرلين پريكره اوداميرشرعليخان دربارته د روسي استازي راتګ ،دهغه پټه خوله پاتې كيدل اودخپل هدف نه په ډاګه كول ، دهغه له پاره چې دغه استازی كابل ته را رسيدلى و.په خپله له همدغه رازسره په تړاوکې څرګند ناسپړلي لاملونه وو. خوله بده مرغه چې اميرعبدالرحمان خان په دغه اصل ځان پوه نه کړ اوددواړوځواكونو په منځ كي په خپله ځواكمنۍ اوخپلواكى كې بې ځواكه اوبيواكه پاتې شو.
كوم ملي كسان اوملي مجاهدين چې تردغه وخته په افغانستان اوشاوخواكې وو، اويايې خپلې خپلواکې هلي ځلي روانې ساتلي هغوى په دغه رمزباندې تراميرښه پوهيدل ، دجندول اوباجوړعمراخان پوهيده چې دى دانګریزانوپه وړاندې يوځواك دى ،اوپه دې هم پوهيده چې اميرپه خپل زور نه پوهيږي ، خوده دامیرپرغبرګون خپله برلاسې هڅه د ژوند ترپايه په ميړاني سره وساتله ، پرهغه مهال چې په رښتياهم دانګريزانواوروسانو مقابله په جدي توګه روانه وه ، انګريزانو دده(عمراخان ) واكمني ومنله اوهرڅه چې ده ويل هغسې كيدل ، ځکه چې یومهال روسانو داهڅه وکړه چې دچترال له لوري پرانګریزانو باندې یرغل وکړي ، خواوس چې دروسانو خطرله منځه تللی و انګريزانو دده له پاره توطيې جوړولې ،دى په دې پوهيده چې انګريزانو اوروساناوس له يوه اوبل سره دمقابلي په ډګركي نه دي ولاړځکه نواوس په دغه تاریخي شیبه کې انګريزان دده په وړاندې هم بې تفاوته شوي وو. اونه يې غوښتل چې دباجوړ اوجندول په شاوخوا سيمه كې دعمراخان ديوه پياوړي ملي ځواك په توګه خپله اوچتيا په ملي وړتيا سره وساتي ، عمراخان سره له دې چې محاصره واوانګريزانو په خپلو توطيوکې راښکیل کړي و، خوعبدالرحمان خان چې په خپلواكه توګه يې هرڅه كولاى شول،دعمراخان برعکس ځان په داسې دريځ كې وساته چې ديوه ساده انګريزپه ليدويې په بدن باندې لړزه راتله.
دميوند سوبمن محمدايوب خان چې دخپلواکۍ په لامل یې شيبې شميرلي هغه هم ونه شوای کولای چې خپل هدف ته ځان ورسوي ،ځکه نو اوس دخپل مقاومت دپايلي په هيله لاس ترزني كيناست اوویې نه شواى كولاى چې ځان ددوى له منګولو را وباسي اوپه افغانستان كې په يوه خپلواكه تګلاره باندې لاس پورې كړې.دغه ګردې خبرې په دغه اړه دپاملرنې وړوي ،داټولې خبرې په دغه سیاسی بهیرکې وې اوپه خورا جرآت سره سړى ويلاى شي چې اميردملي مفكورې اوملي تشكل (نه خداداد ) په لورديوه واړه ګام اخيستلو پلوى نه و، همداوه چې دنوروملي پالي كړه وړه يې هم نه منل اونه يې زغمل . دمحمدجان خان په اړه هم پر هغه مهال چې دى دكندهارپه لور روان ودده نظرروښانه شو، په دغه اړه موپخوا اشاره وكړه ،په دې مانا چې دى په هيڅ ډول ددې له پاره تيارنه و، چې هغه اودهغه ملګري دې له بنده ژوندي راووځي ، ان داچې ترڅوكندهارته رسيده په لاره كې يې دهغو ملي كسانو اوملي قامي مشرانو سرونه له تنې پرې كړل چې هغوى يوازې محمدجان اونورو ته دغازې نوم اخيست. په كندهاركې دوخت نوميالي پوهان او روحاني كسان ان په خرقه مباركه كې هم ترخوندې پاتې نه شول.
په هرډول دغازي محمدجان خان په اړه كه له فرعي خبروډډه وكړو ،نو دا آره خبره دهغه په اړه ديادوني وړده اوهغه داچې دغه نوميالي مجاهد دافغانستان په يوه خورا حساس پړاوكې ديوه نوميالي پښتون په توګه خپلې اوراتلونكې زماني ته پرهغه څه ژمن پاتې شو، لكه چې ديوه رښتينې افغان له پاره دهغه داندوزژوند په تاريخ كې ديوه ميراث په توګه راغلى اوپاتې شوى دى . داسمه ده چې هرانسان دخودخواهي خورا پياوړې غريزه له ځان سره لري ، يوشميرهغه ترخپل كنترول لاندې راولي اويوشميربيادهغې تركنترول لاندې راځي . همداده چې په دغه پياوړې مبارزه كې دلومړى ډلې كسان خورا لږ راپورته كيږي اووده كوي .محمدجانخان اوپه دغه دوره كې دهغه نوميالي ياران ، دملت په څنګ كې په لومړي ګام كې راڅرګنداوودریدل ، دوى ونه غوښتل چې خپل اوس يې بايد له خپل تيرمهال سره ددوى په لاس كوشيرنه شي . دوى نه انګريزانوته سرټيټ كړ اونه هم دهغوګمارلو واكمنانوته ، په دې چې دوى دخپل هيواد تيرمهال اوتيرتاريخ ته په خورا ځيركۍ سره كتل ، دوى ته څرګنده وه چې نوميالي پښتانه تل دخپلوخلكو له برخليك سره تړلي وو. دوى وو چې خپلو خلكو اتلان ترې جوړكړل اودوى وو چې دغو خلكو دخپلونومياليوپه ډله كې وشميرل ، دوى ووچې دخپلواکۍ په لاره کې یې په ځان تيريدنه ايمان درلود اودخپلواكۍ امانت يې په خپلووارثينوباندې سپاره. دافغانستان په اوسني تاريخ كې يوازى هغو واكمنانودخپلو خلكومخي ته ځان را ايستلى چې هغوى دقربانۍ په ډګركې ځان درولى دى ، اوس خوسړى ډيرې خبرې په بوره جرات سره كولاشي ، چې يوه يې هم ددغه هيواد له پاره دپښتنوواكمنانانوځان تيريدنې دي ، ابراهيم لودي دپانې پت په ډګركې د هنداوخپل فام دتاريخ په خاطر دخپلې وينې تر وروستي څاڅكي پورې پر ميدان ودريد ، خان جهان لودي ، درياخان ، حافظ رحمت خان اوپه سلګونو نورو پښتنوان داپرون او ابله ورځ په خپل وخت كي دآزادى له پاره يرغلګرو واكمنانو ته ځانونه تسليم نه كړل ، شازمان ته به دژوند تروروستيوپورې سك واكمنان په سلامىاودرناوي ولاړ وو، ان ترهغه مهاله چې ده دخپلو سترګو ليد هم له لاسه وركړ بيايې هم خپله افغاني اراده له لاسه ورنه كړه . سره له دې چې له سختو ناځوانيوسره مخامخ شو ، خو يوڅه چې ده اونورو پرځان نه دي منلي هغه داوو اودي چې دوىکله هم خپلواكي اوخلك دخپلوځانو معاملو په سيند ورلاهو نه كړل. په تيرشلوكالوكي يې هم بيلګي لږي نه دي ، په دې مانا هغوی چې دواکمنې ډبره یې پرسینه ووهله دوى ونه شواى كولاى دهيواد دمشرپه توګه ميدان خوشى كړي ، اوننګ دې نورو ته پريږدي ،سردارمحمد داود خان اوحفيظ الله امين ته هم دغه ميراث په مخ كې پروت و، حکمتیار ترننه پورې څان پردغه واټ روان ګڼې ، ډاكټرنجيب الله يې يوڅرګند مثا ل كيداى شي ، هغوى چې دده ترسيوري لاندې يې دچا خبره خداى له ياده وتلى واودملي نوامیسو اومسوولیتو احساس یې نه کاوه ، هغوى اوس هم ژوندي دى ، خوده دا كار ونه كړ، دده دوروستيو ورځو له يارانوسره مې خبرې كولي چې : ( ظالمه تاسې خو به هغه هم له ځانه سره رايوست … )) يوه يې راته وخندل اوويې ويل چې هغه خداى وواهه په دې چې په اخركي پښتون شوپه دې چې هغه موږ ته و ويل : زه پښتون يم ، هرڅه به ومنم ، خودتښتي نوم به مى كله هم څوك په خوله ياد نه كړي …
دغوواكمنانانوښايې داسې اراده نه درلوده خو، زمانې په دغه ازموينه ورمخه كړل . دوى به ديوشميرپه نظرمطلوب كسان نه وو، خويولړداسې څه ترې پاتې شول چې له يوه وياړسره په تيره زموږ اودغه سرلوړی هیواد ته چې اوس یې هم ناوې خاوره دخپل باتورشهید په وینو باندې اودس کوي ملګري دي .
غازى محمدجان خان په خپل عصركې يوله هغو بيلګه ييزو ملي مشرانوڅخه وچې دغه لړۍ دده له نامه سره تړلې ده اوزموږ دهیواد تاريخ يې مثالونه خورا لږ له ځان سره لري ، دده په زمانه کې ډیرنوميالي كسان وو چې له ده اودده له کاروان څخه يې خپله لاره بيله كړه ، غلام حيدرخان څرخى يوله هغو نومياليوڅخه و، چې كله اميراوپه يوه مرحله کې انګريزانو ونازاوه ، ويې نه شواى چې ترپايه پورې خپل هوډ ته ژمن پاتې شي . ده داميرله پاره ښۍ سوبې وكړي اودده په همت اوملتيا انګريزي استازي ديورند دبيلتانه كرښه دهيواد په ملاباندې راتيره كړه. برسيره پردې يې ان يوشميرداسې دندې هم دخپلو ملګرو په وړاندې واخیستی چې له شرمه پرته یې سړی بل څه نه شي تعبیرولای ، لکه دغه لیک : ((عبدالرحمان خان اوس غواړي دجنرال غلام حيدرخان له لارې يوشميرمخالفين لكه جنرال محمدجان ته ګواښونه وركړي ، ده غلام حيدرخان ته ويلي چې محمدجان اوسردارمحمدحسن خان بايد خپل پخواني دريځونه اوپخوانۍ وفاوې دخپلو پخوانيو وفادارانو په وړاندې پاى ته ورسوي . اميرددغه كار په خاطر محمدجان ته يوه ښكلي توره او يوآس هم ورليږلى دي ...)) [سند ۳۰۴ – ۳۴۰ جون ۱۸۸۰ ]
اوغازي دشهادت پر وروستۍ پوله ،
دمحمدجان خان د وژلو دتوطیې په اړه تراوسه پورې ډیرځه اوډیرې خبری چاته نه دي معلومي ، اوکه معلومې دي نو بیا سړی نه پوهیږي چې دکومو اوځه ډول ملي اویاهم ځاني مصلحتونو له مخې پټې پاتې شوې دي .په دغه اړه یوازني ځه چې ما تراوسه له څان سره درلودل هغه هماغه کیسې وې چې له یوه اوبله مې دلته اوهلته په یوشان سر ه اوریدې ، ان چې دهیواد نومیالیو لیکوالو او مورخینوهم په خپل وخت کې په دغه اړه ځان ته زحمت نه دی ورکړی اوهغه څه چې باید موږ ددوی له خولو اوریدلی وای وانه اوریدل ، همداده چې په دغه ترڅ کې موږ په دغه ټکی نه پوهیدو چې دهیواد دغه نومیالی مشر اوغازي بابا په کوم کال شهید شو او چیرې ؟
عامو خلکو چې غازیانو ته یې درناوی کاوه ، ددوی خاطرې یې هم ترډیرو پورې له څان سره وساتلې ، دلته اوهلته یې هغه له یوه اوبل سره تکرارولې او دهغوی اسطوره یی کارنامې یې په خپل وارسره دخپل ژوند دتجربی په توګه کارولې او یادولې ، څکه نو له هغو څخه داهم پټه پاتې نه شوه چې محمدجان خان چا وواژه ، ولې یې وواژه او چیرې ؟
انګریزانو په خپلو پټواسنادو کې دملی مجاهدینو په اړه ډیر ځه توطیې ترلاس لاندې درلودې ، دهغو دتابع کولو په خاطر یې له هرډول کړنوځخه کار واخیست چې دیوشمیرپه اړه په خپل دغه کارکې بریالي هم شول ، له ډیرو نومیالیوڅخه یې هغه ملی تګلورې هیرکړل هغه چې یوه لسیزه دمخه یې درلودل ، دعبدالرحمان له راتګ سره سم دلته هم دوې ډلې جوړې شوې یوه هغه چې د زړه له کومي یې دانګریزانو سره مرستې پیل کړې او دهمدغو کارواییو له برکته دامیرپر پوستکی ورننوتل اودهغه په ځنګ کې ودریدل لکه غلام حیدرخان توخی او غلام حیدرخان چرخی ، قاضی سعدالدین او دسمرقندیانو او خان ملاخان ډلې ، دویمه ډله هغوی وو چې په دغه ترڅ کې زړه نازړه وو ، په څرګنده یې له امیرسره راشه درشه درلوده ، خو په پټه یې له خلکو او یوشمیرملی کړیو سره خپلو اړیکي پاللل او په دغه ترڅ کې یې دامیرله پلانو او کارواییو سره د زړه له کومی مخالف وو لکه ، محمدجان خان ، ملا مشک عالم ، عصمت الله خان ، میربچه خان ، ملاعبدالغفور دلنګر ، فیض محمد خان او بهادرخان لوګریان او نور چې دوی دشیرعلی خان د دویم زوی سردارمحمد ایوب خان له غورڅنګ سره تړلي کسان ول ، عبدالرحمان خان په پیل کې له دوی سره دهرډول مقام وعدې وکړې ، خوورپوره یې نه کړې ځکه نو دوی بیاهم په خپل هوډ ولاړ پاتې شول او همدغه دریڅ ددې لامل شو چې په راوروسته کې نه یوازې چې منصبونه یې ورنه کړل دبربادۍ په لټه کې یې هم شو . په دغه اړه دانګریزانوپه یوه سند کې دا ټکی په ډاګه شوې چې :
((دعبدالرحمان خان ضد ډله محمدجان لارښونه كوي ، ددوى ددغه عمل په وړاندي به اوس څرګنده شي چې خلك څه شان عكس العمل ښئ . محمدجان هغه څوك دى چې لوړه يې كړې ، چې دى به پرته له يعقوب خان اودهغه له زويه بل څوك ونه مني ، ده دغه څرګندونې دعبدالرحمان له يوه ليكه وروسته چې ده ته يې هرڅه منلي وو کړې دي . په دغه ليك داهم وو چې مستوفی (حبیب الله خان )به هم خپل وزيروټاكي ، خو هغه هم په دغه اړه خپله نه ليوالتيا څرګنده كړې ده . دغه ليك سردارمحمد حسن خان چې دمحمدجان له پياوړو پلويانو څخه دى دلوګراو ميدان ملكانوته اورولى دى .
سند ۳۰۴ – ۳۴۰ جون ۱۸۸۰ دهند ملی آرشیف
دوی لکه چې انګریران هم پرې باوري ول نه د انګریزانو شول او نه هم د امیر ، همداوه چې امیر دم ګړۍ دوی په خپل مخ کې تر ایوب خان او یعقوب خان هم لوی خنډ بلل ځکه نود هغو د لرې کولو او له منڅه وړلو په فکرکې شو، دکندهار جګړه دامیرله پاره یوه ښه پلمه شوه چې دهغې په ترڅ کې یې دمحمدجان خان له ډلې ځخه دملتیا غوښتنه وکړه او دوی په دغه برخه له امیرسره روښانه لاره ونه نیوه .امیراوس داباوردرلود چې نورنو له دغې ډلې سره جوړه او معامله شونې نه ده ، له بلې خوا دده پیاوړو جاسوسانو ددغو مخالفینو په اړه ډول ډول معلومات راټول کړي وو داسې چې امیریې اوس په دې باورې کاوه چې دوی اوس هم دایوب دراتلواوپرواک کیدو خوبونه ویني او دهغه د رارسیدو لارې ځاري ځکه یې یوشمیر زندان ته واچول اویو شمیریې لکه عصمت الله خان یې له ځان سره دکندهار په لور روان کړل ، دکندهار له مهم سره سم چې امیر او انګریزانو وګاټه دامیرتبرنورهم لاستی ومونداو ترهرځه دمخه یې په خپلو رقیبانو پسې راواخیسته ، هغوی چې په کابل کې زندانیان وو ، دهغوله پاره یې دلته دله منځه وړلو طرحه جوړه کړه ، اوهغوی چې ورسره وو له هغوی څخه یې لومړی دکندهار دنیولو په مهم کې کارواخیست او بیایې تر خپل ګوزار لاندې ونیول . پرهمدغه مهال هغه ایله جاری ازبکان چې په کابل کې وو هغوی ته یې یوشمیر ملی مشران په دې نامه چې له امیرسره دترکستان په چاروکې مرسته وکړي هغې خوا ته له دغو وحشي ملیشو سره واستول خو په پټه یې داد ستورهم ورکړ چې دوی باید تر مزار پورې ژوندي ونه رسیږي ، دهند په ملی ارشیف کې دا سند هم شته چې دعصمت الله خان کورنې هم دې ته اړایستی شوې وه چې باید دترکستان په لورحرکت وکړي ، مانا داچې دغه نښې نښانې ښیې چې دمحمدجان خان اوعصمت الله خان له پاره دمرګ یودام ایښودل شوی و ، دعصمت الله خان دنه بندي کیدو یولامل ښایی داوي چې هغه له امیرسره دکندهار په لور خوځیدلی و ، ښایی پرهغه مهال چې امیر له ملامشک سره په غزنې کې ولیدل او له هغه یې دملاتړهیله وکړه او هغه ورسره مل نه شو او خپل زوی یې ملاعبدالکریم یې ورسره کړ ، ، ملامشک عالم له امیرسره دزړه له کومی ګام پورته نه کړاونه یې دایوب خان پرضد دفتوا خبره ورسره ومنله ، همدغه ټکي امیرپرعصمت الله خان هم ناباوره کړ ، په دې چې عصمت الله خان یوله هغو کسانو ځخه و چې ده ملامشک عالم او ملامشک عالم ده ته یې دزړه له کومي درناوی درلوداوداهرچاته څرګنده وه چې عصمت الله خان پرملاباندې څرګند اغیز درلود ، ان داچې هرکال به یې ده ته معینه اندازه مرسته ور استوله ، اوغلجی وال توب یې ورسره پاله .
په هرډول ، دانګریزانویوشمیراسناد دا په ډاګه کوي چې امیردمحمدجان خان دوژلو توطیه د ۱۸۸۱ کال داګست له میاشتې راپه دیخوا پیل کړې ده، ځکه ددغې میاشتې په ۱۷ نیټه یوآوازه چې دانګریزانو په اسنادو کې ثبت شوې ښيي چې امیریوځل داسې هوډ کړی و چې محمدجان خان هندوستان ته لکه دیوشمیرنورو مخالفینو په شان واستوي ، په دغه سندکې راغلي دي : امیرمحمدجان دیوه رجمنټ په ملتیا او بدرګه هندته واستاوه ، خو کله چې دغه رجمنټ باریک آب اوجګدلک ته ورسید ، غلجیواونوروقومونودی درجمنټ له ښکیله راویوست اودلغمان اونجراب په لوریې واستاوه ، دکوم رجمنټ په ملتیا چې محمدجان خان استول شوی و، هغو ی هیڅ ډول مقاومت ونه کړاودمحمدجان له لاسه ورکولو وروسته کابل ته ستون شو ، (دغه لیک د ۱۸۸۲ دمارچ په میاشت کې دمیاراحت شاه له خوادهنددولت اندرسیکتري ته استول شوی چې شمیره یې ۹۶-۷۸ ده ـ دهند ملي آرشیف )
زما اوښایی دنورله پاره هم دایوه نوې خبره وي چې کیدای شي امیرداکارکړی وي ، په دې چې ده تردغه وخته خپل ټول سیالان په ټولیزه توګه دهند په لوراستول ، چې ځورا زیاتې بیلګې یې زموږ په واک کې شته ، داچې محمدجان خان او عصمت الله خان یې دترکستان په لورواستول اوهلته یې له منځه یووړل کیدای شي په دغه اړه یولامل داهم ولیکو چې له محمدجان اونورو ملي مجاهدینو څخه په رښتیاهم خلکو دزړه له کومي ننګه کوله اودهغوله پاره یې دهرډول د فاع ډګرته ځان رساوه ، کابل پردغه مهال له هرې خوا دغلجیوپرمحاصره کې و ، ځکه نو کیدای شي امیر له دغه خطرڅخه دخلاصون په خاطر داهوډکړي وي چې هغو ي یې دازبکي ایلجاري په لاس دترکستان پرخوااستولي وي .
امیراودهغه یارانو محمدجان خان ازبکانو ته په لاس ورکړ ، هغه یې ترکستان پورې ورساوه ، په دغه اړه یوځل بیا په کابل کې د انګریزی استازې پریوه راپور چې دهند ملی آرشیف ته په دې ورو ستیو کالو کې سپارل شوی کتنه کوو، ددغه را پورله مخې چې انګریزي استازي له کابله دهند حکومت ته استولی داکښلي چې امیرپه خپله دلومړي ځل لپاره نورهغه سکوت مات کړی چې هغه دغازي محمدجان خان اوعصمت الله خان اونوروغازیانو دشهادت په اړه یوازې خلکو له یوه اوبل سره دلته اوهلته په اشارو اوکنایو کې وایه ، نژدې یوکال وروسته امیر د ۱۸۸۲کال ددسامبر په میاشت دکوهستان دخلکو په یوه غونډه کې دغه خبره په خپله وکړه اوپرملامشک عالم یې تورولګاوه ، اوویې ویل :
” دکوهستان خلکوان دامیردوست محمدخان له زمانې راپه دېخوا له موږ سره ښه اړیکی درلودل ، یوازې دامیرشیرعلی په زمانه کې چې کله سرداراسماعیل خان د سردارمحمدامین خان زوی دکوهستان ګورنرشو، زموږ اودوې ترمنځ خبره سره ورانه شوه ، کله چې زه راغلم ، دکوهستان خلکو په واوروکې زما هرکلی وکړ، مایې هم هغه پخوانۍ تیروتنې وروبښلې او زیاتره مشران مې یې ونازول ، دمثال په توګه میربچه دلته رایادوم ، دغه سړي په کال کې شپږ تومنه تنخوا درلوده ، خو ماوګورﺉ دغه کچه په کال کې تر(۱۶۰۰۰ ) روپیوپورې ورسوله ، دکندهاردمهم پرمهال یې ځان په یوه اوبله خوا کاوه ، ترڅوچې یووخت راغی خلک یې راټول کړل او زماپرمقابل کې یې جهاد اعلام کړ، زما لپاره خووړداوه چې څوک دماپه وړاندې په شیطاني عمل باندې لاس پورې کړي ، باید له منځه مې وړی وای ، خو ما بیاهم دده دبدو په وړاندې له ده سره دښه چال چلند لاره ونیوه …. اعلحضرت زیاته کړه : مشک عالم آخوندزاده احمدخان اندړ ته پیغام وراستولی ، اوپه هغه کې یې ویلی چې ګواکي ما محمدجان او عصمت الله خان غلجایی اوپه سلګونه نورمذهبي جنګیالي (غازیان ) وژلي دي اوزه داسلام دښمن یم … ”
[ دهندملي آرشیف ، دپټواسنادو څانګه (۴۸۴) شمیره سند ۱۸۸۲
کال ددسامبر ۱۹ ]
ترکومه خایه چې ښکاري ملامشک عالم لومړنې سړی و چې دغه خبره یې دعامو خلکو په وړاندې راوایسته ،همداوه چې امیرهم نورونه شوای کولای چې په دغه اړه دخلکو په خولو باندې مهرونه ولګوي ، یوه خبره چې ماته په دغه اړه دانګریزانو په لیکنو کې هم دپاملرنې وړشوه هغه داده چې ددغې غمیزې په اړه ددوی لیکنې هم نژدې دری میاشتی وروسته راوتلې دي ، دوی هم په دغه اړه هرڅه دآوازو پربنسټ لیکلي او کښلی دي . خود۱۸۸۱دسامبراود۱۸۸۲ کال له جنورۍ وروسته داخبره هم په کابل اوهم په هندکې دانګریزانو به ریکارد کی زیاته لیدله کیږي .
په دغه اړه له همدغې نیټه سره نژدې یوبله لیکنه چې له پیښوره خبره شوې په لاندې ډول سره ده :
((له تیرې میاشتې بیا ترننه ، داسختباراتو درپوټوله مخې داروښانه شوې چې محمدجان او له هغه سره مهم زندانیان چې له کابل ایستل شوي وو مړه شوي ، هغوی یې دبلخ په کوتل ابدو کې وژلي دي . دغه پیښه په خورا چټکۍ سره دکندهار له سقوط سره په یوه وخت را برسیره کیږي ، کیدای شي چې ددغې مړینې ددغه خبر په اوریدو سره دترکستان پوڅ یاغی شي او په پاڅون لاس پورې کړی ، داخبر تراوسه خورا پټ دی ، دم ګړۍ په دواړو ځآیو کابل اوغزنی کې هم ټو لو ددغه پیښې په اړه په خولو لاسونه نیولي دي ))
وګوري ،پیشاور کانفدنتل دیرې ، شمیره ۱ دهندملی آرشیف ، شمیره ۶۷۱ کال ۱۸۸۲ دجنوري ۱ ) )
محمدجان خان او ملګري یې د ۱۸۸۱ کال داکتوبردمیاشتې په دویمه نمایي کې په کوتل ابدو کې ( چې اوس په غالب ګمان دسمنګانو ولایت په اولکه کې دی ) شهیدان شوي دي ، دغه موضوع لکه څنګه چې له عامو خلکو پریوه خوا ساتل شوې وه ، دومره پټه هم نه وه ، په دې چې ان په هغو شپوکې چې دغه ډله امیرپه زندانو کې ساتله ، یوې اوبلې خواته داسې هلي ځلې وې چې دوی باید دامیرله منګولو وژغورل شي ، په دغه اړه په کابل ، لوګر، غزنی او وردګو کې یوحرکت روان و، داسې نښې اونښانې هم شته چې دامیرټولو مخالفینوته داڅرګنده وه چې دوی چیرې اودچا په لاس استول کیږي ، د ۱۸۸۳ کال په جولای کې امیرعبدالرحمان خان دخپل دربار په ترڅ کې داخبره په ډاګه کړه چې :((زیاتره کمزوري هغوی چې په هیواد کې دستونزو لامل شوي ، غلجیان دي ،ماڅوڅو ځلې ددوی پرمشرانو غږ کړی ، چې ماته خپل کسان اوخلک راکړي ، که دوی داکارکړی وای ، نو زما او دوی ترمنځ به ستونزې کله هم نه وای رامنځ ته شوې او زما لپاره به هم داړتیا نه وه چې دوی دې وځوروم ، دوی نن ماته خپل دری کسان دخپل ګارد په ملتیا رالیږلي دي ، زه اوس کولای شم هغه څه چې زما زړه وغواړي پردوی وکړم ،پردوی برسیره احمدخان هوتک اواختربلندخان هم په دغو کسانو کې دي چې په کابل کې نیول شوي دي ،په دغو کسانو کې داسې څوک هم شته چې له ۵۰-۶۰ تنوسره یې دمحمدجان اوملاعبدالغفوردخوشي کولو په موخه پرهغوي پسې ووتل ، پرهغودواړو پسې چې ترکستان ته استول شوي وو )).
[وګورئ ، دهنددملي آرشیف ، ۴۵-۴۲ شمیره لیک ، ۱۸۸۳ کال ، دجولای میاشت ، سیکریت ایي ]
له دغه لیکه داپه ډاګه کیږي چې غازي بابا او دهغه نومیالي ملګري دژوند ترپایه یوازې نه وو ، خوله بده مرغه چې امیرله دوی سره داسې تاریخي دوه رنګي وکړه چې دافغانستان په تاریخ کې یې ساری خورا لږ لیدل کیږي . محمدجان خان ،ملا عبدالغفور او نومیالي غازي عصمت الله خان اوپه سلګونو نورغازیان چې تاریخ به یې کله هم نومونه له یاده ونه باسي دنومیالي انګریزپالي اوافغان دښمن واکمن امیرعبدالرحمان خان په توره په دوه رنګۍ اوناځوانۍ سره د ۱۸۸۱ کال داکتوبرپه میاشت کې شهیدان شوي دي . امیرډیره هڅه وکړه چې دخپل دغه ناوړه عمل خبره په یوه اوبل ډول پټه وساتي خو دهغوی سرکښوارواوو دهیوادپه هره خواکې په پرله پسې توګه خپلې انګازې دامیراوخلکوترغوږودخوشال خټک په ولولو کې په رمزاوراز سره رسولې چې :
ته مې وژنه دقصاص اندیښنه مه کړه
دخپل خون په توربه ونیسم یوبل څوک،
ارواوې یې ښادې