Fotos " />   Fotos " />   Fotos " />   Fotos " /> د باختر لرغونې پانګه ( د حسن شور ليکنه)     – لراوبر ویب پاڼه
کور / علمي / د باختر لرغونې پانګه ( د حسن شور ليکنه)    Fotos

د باختر لرغونې پانګه ( د حسن شور ليکنه)    Fotos

حسن شور د افغانستان ملي موزيم پخوانی کارکوونکی
 د افغانستان د ملي موزيم تاريخي اثار چي د ځينو اروپايي هيوادونو په غوښتنه او دافغانستان دحکومت په موافقه اروپا ته راوړل شوي وو، نوموړي اثار چی تعداد يې د ۲۳۱ په شاوخوا کي وو لومړی ځل په ايټاليا د روم په ښار کي بيا د فرانسې د پاريس په په ښار کي د خلکو په مخ کي نندارې ته ايښودل شوي وو ، د پاريس په ښار کي چي نومړي اثار د څلورو مياشتو لپاره نندارې ته ايښودل شوي وو  ۱۳۵۰۰۰ نندارچيانو يې ليدنه کړې وه .

د ۲۰۰۷ کال د ډسمبر پر شلمه نوموړي اثار د هالنډ په پلازمېنه امستردام په نيوه کيرک ( نوې کليسا ) کي د نندارې لپاره کښېښودل شول چي تر ۲۰۰۸ د می تر شلمي نېټې پوري يې دوام درلود ، بايد وواية چي ددې اثارو د نندارتون او امنيت لپاره ټول مډرن تخنيکي امکانات په کار اچول شوي وو، چي د نندارچيانو د خوښۍ سبب ګرځيدل ، د افغانستان د ملي موزيم دغه نندارتون چي نړيوال تاريخي اهميت لري دهالنډيآنو ، بهرني مېلمنو، دبهرنيو هيوادونو، ديپلوماتانو، هالنډ مېشتو او دافغاني کورنيو لخوا چي مجموعا تعداد يې ۱۲۵۰۰۰ شااوخوا کسانو ته رسيږي  ليدل سوي دي . باید ووايم چي زيات شمېر دطلا تپې دآثارو يو کتاب چي (دافغانستان بيا موندل سوي پانګي) په نامه سره ياديږي، په پښتو او انګليسي ژبه چاپ سوی دی خرڅلاو ته ايښودل سوي وه. دافغاني آثارو [توکي] دنندارې لپاره دټکټ بيه لس يورو ټاکل سوې وه، چي دمجموعي پيسو ۴۰٪ دافغانستان داطلاعاتو کلتور وزارت ته سپارل سويدي .
په دې نندارتون کښي دافغانستان دمختلفو دورو تاريخي او هنري آثار چي په هنري او تاريخي لحاظ په نړۍ کښي بې ساري دي په لاندي ډول دي :

۱- دفلول غونډۍ : چي دبغلان دښکلي ښار په سهيل کښي دخوست و فرنګ په لاره دفلول دکلي په ۲ کيلومترۍ کښي چي بزګران په قلبه کولو اخته وه په لاس ورغلل چي دسپينو زرو او سرو زرو لوښي وموندل سول . چي بيا نوموړي آثار ددوی پخپلو منځو کښي په تبرګی ټوټې او تقسيم کړل، خو بیا هم ددوي خپل منځي اختلافونو په اساس سيمييز حکومتي چارواکي راورسېدل او دغه تاريخي او هنري آثار چي ساری يې نه په ګاونډي هيوادونو او نه په نړۍ کښي ليدل سوی دی ددې اثار په مخونو باندي ځيني هندسي نقشونه او دژويو انځورونه لیدل کيږي . دفلول غونډۍ آثار دمېلاد څخه مخکښي د ۲۲۰۰ تر ۱۸۰۰ کاله پوري ارتباط لري .

۲- دآی خانم (مېرمن سپوږمۍ) تاريخي آثار:
ای خانم چي يو يوناني باختري ښار وو دبنسټ ډبره يې په ۳۰۰ م.م. کال په شااوخوا کښي دلومړ ي (سيلوکوس) لخوا دباختر په ختيځو سرحدونو کښي کښېښودل سول . دغه ښار دامو سيند او کوکچي سيند ديوځای کېدو په برخه کښي جوړ سوي او دغه سیمه اوس دتخار په ولايت کښي موقعيت لري .
دآی خانم آثار چي په يونان باختري  آثارو مشهور دي دا زموږ دهيواد یوه لويه خزانه ده چي نړيوال شهرت لري چي زيات آثار يې دنرم سپين کاڼي څخه جوړ سوي دي دای خانم څخه لاسته  راغلي آثار دملي ميوزيم دآثارو نوی کليکسون جوړوي .

۳- بګرام دکابل په شمال کښي موقعيت لري : دبګرام دآثارو (توکو) پانګه په ۱۹۳۷ کال وموندل سول  چي زیات اثار يې ښيښه يې، دفيل دغاښه جوړ سوي اثار چي د عاج په نامه ياديږي .
ډبرين لوښي، برنجي اثار ، ګچي اثار او غيره دي  دغه اثار شاید په لومړي او دوهمي ميلادي پېړۍ پوري ارتباط لري  په دې اثارو کښي يوناني، باختري او هندي مشترق هنر ليدل کيږي .

۴- دطلا تپې آثار (توکي) يا دباختر پانګه :
دطلا تپې پانګه چي دباختر پانګي په نامه سره ياديږي له ميلاده مخکښي په دویمي زريزي کښي دافغانستان په شمال دشبر غان په يوه وچه دښته کښي چي هلته داور پرستو دعبادت په ځای کښي لاس ته راغلي . دغه پانګه دپخواني شوروي اتحاد دلرغوني پوهانو دډلي دمشر ويکتور سريايندی او دافغاني لرغون پوهانو دډلي دمشر آصف (شرقي) لخوا په ۱۹۷۸ کال کښي دراسپړلو کار پيل سو چي دپلټني او سپړني وروسته  دشپږو قبرونو څخه چي پنځه يې دمېرمنو شايد عمرونه يې تر دېرشو کالو رسېده او يو قبر دنارينه وو. پلټني وښودله چي دا ديو کوچۍ کورنۍ بډای غړی وو. ددغه ۶ قبرونو څخه (۲۱۶۱۸) آثره چي دطلا (سروزر
 و)، دسپينو زرو او دفيل دغاښونو چي دعاج په نامه  هم شهرت لري وموندل سول . دطلا تپې اثار په ۱۹۷۹ کال کښي دافغانستان ملي موزیم ته وسپارل سول په ۱۹۸۸ کال کښي کله چي دکابل سياسي، نظامي او امنيتي حالات شه نه څرګندېدل دملي موزيم مسلکي غړو داطلاعاتو او کلتور وزارت نه غوښتنه وکړل چي ځيني نمايشي آثار او دطلا تپې ۲۰۵۸۷ اثار په افغانستان بانک کښي خوندي کړي چي خوشبختانه دا کار همداسي وسو.

کله چي مجاهدينو ته دکابل حکومت واک په لاس ورغلی په لومړی شپه په شورای نظار داره ماړانو لخوا دملي موزیم يوه لويه دبودا مجمه چي دملي موزيم په دوهم پوړ کښي په ديوال کښي  په ډير محکم ډول ځای پرځای سوي وه غلا سوه . دباوري منابعو له خولې نوموړې مجمه اوس په جاپان کښي ده او پيريدونکي وعده کړې ده چي بيرته به يې دافغانستان ملي لرغونتون ته وسپاري  .



په لنډه توګه بايد وويل چي دملي موزيم اثار دافغانستان جمهور رئيس دلومړي او دوهم مرستيالانو دتنظيمونو او ددوستم دملېشو وو لخوا چور او تالا سول . او دملي موزيم اکثره مجمسې دطالبانو لخوا ماتي سوې په ډېر تاسف سره مي دافغانستان دملي موزيم دمشره سره ښاغلي عمرا خان مسعودي څخه چي دامستردام په نيو کرک کښي د افغانستان دطلا تپې دنندارتون په وياړ کنفرانس ورکاوه ، واوريدل چي دملي موزيم ۷۰٪ آثار دجهادي تنظيمونو دخپل منځي جګړو او دطالبانو دمشرانو دغير مسئولانه رويې قرباني سول چي دا زموږ دټول هيواد داولس او کلتور لپاره ستره ضايع وه .
هيله ده چي داسي يو ورځ راسي چي ټول غلا سوي توکي چي دننه يا بهر دهيواده وي بيرته ملي موزیم ته وسپارل سي ځکه چي دا زموږ دټولو هيوادوالو شريکه پانګه او ملي هويت دی .

دوزير محمد اکبر خان (توره) او دهغې پوښ (غلاف) چي دواړه يې په طلاوو سره ملمع کاري سوي او ډير ښکلي په سرو زرو تزين سوی وه بيرته داطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا نه ۱۵۰۰۰ ډالره دملي موزيم لپاره واخيستل سوه خو پوښ يا غلاف يې تراوسه پوري نه دي موندل سوي .
باوري سرچينو راته ويلي دي چي يو بل تاريخي آثر چي هغه دافغانستان دپخواني پاچا امير عبدالرحمن خان تفنګچه وه دملي موزيم په دوهم پوړ په دهليز کښي دنندارې لپاره ايښودل سوي پدې کښي هم دپورتني آثر په شان په سرو زرو باندي ګل کاري او تزين سوی وه اوډيرو قيمتو غميو څخه په کښي استفاده سوې وه چي اوس ديوه جهادي قومندان سره چي (۹۰) لکه افغانۍ قيمت يې پرې ايښی دی . هيله ده چي ملي موزیم دغه پيسې پيدا کړي او دغه ښکلي تاريخي او هنري آثار بيرته ملي موزیم ته واخلي .

پورتني نمايشي آثار چي اروپايانو ته دنندارې لپاره ايښودل سوی وو، امريکې دنېشنل جيوګرافیک مؤسيسې لخوا چي هيئت يې دانتقال لپاره امستردام ته راغلی وو ديو باصلاحيته افغاني مسلکي هيئت چي محقق نظرمحمد عزيزي دافغانستان دعلومو اکاډمۍ غړۍ، عبدالرؤف (ذاکر) او عبدالواسيع (فيروزی) دافغانستان دلرغون پوهني غړی، دلوی څارنوالۍ مرستيال بشيراحمد فضلي  (بارکزی) او دملی موزيم مسلکي غړی عبدالله او شيرازالدين ورسره وو، د ۱۶ مياشتو لپاره دامريکي متحده ايالاتو ته انتقال سول . چي اوس په واشنګټن کښي دخلګو پر مخ نندارې ته ايښودل سويدي او وروسته به نورو (دری) سترو ښارو
 نو کښي نمايش يا نندارې ته کښېښودل سي.

يادونه : کومه سريزه چي په ځينو هيوادونو کښي (دافغانستان بيا موندل سوي خزانې) نندارتون ته ورکول کيږي زماله نظره او شايد دافغانستان دملي موزیم غړی راسره هم موافق يا هم ږغي وي چي که د(بيا موندل سوی)  پر ځای د ( خوندي سوې خزانې ) نوم ورکړه شوی وای نو هم به يې اصلي مفهوم په ډول ډول افاده کولای او هم به يې له انګريزي Hidden، هالنډي Verborgen  او نورو ژبو د نومونو سره معادل يو توری وای .  ځکه چي ټول دغه آثار چي په اروپايي هيوادونو او اوس چي په امريکې کښي نندارې ته ايښودل سويدي دلرغون پوهني دمسلکي غړو په واسطه دمځکي دراسپړلو په واسطه لاسته راغلي او موزيم ته سپارل سويدي . زما تاکيد په دې کي دی چي نوموړي لرغوني نمايشي آثار چي اوس په امريکی کښي نندارې ته ايښودل سوی دي ورک سوی نه وو چي (دافغانستان دبيا موندل سوي خزانې) نوم پر کښېښودل سي . دغه لرغوني آثار دملي موزيم دغړو په همت او هوښيارۍ دافغانستان په بانک چي په ارګ کښي موقعيت لري او ځيني يې داطلاعات او کلتور دوزارت په کښته نۍ برخه کښي ساتل سوی وو زه دافغانستان دملي موزیم دټولو کارکوونکو او په سر کښي دملي موزيم درئيس عمرا خان مسعودي او دافغانستان بانک دهغو مسئولينو څخه چي ددې لرغونو آثارو په ساتنه کښې يې برخه اخيستې وه مننه کوم په دوی خپل هيواد او خپل ملي هويت ګران دی . په دوی دي شاباس وي !.
په پای کښي دافغانستان دملي موزیم چارواکيو هريو سيدمحمد يونس مشفق او محمد رفيق چي څلور مياشتي ددې لرغونو آثارو سره امستردام ته راغلي ؤ په ډيره ايماندارۍ او علمي توګه يې خپل لرغوني آثار مېلمنو ته ورپېژندل . اوس اروپايان پوهيږي چي افغانستان یوډير تاريخي او لرغوني هيواد دی او دډير بډای کلتور خاوند دی . که چيري دافغانستان څخه جنګي ماشین لري سي موږ له تراوسه په خاورو کښي دومره زيات لرغوني آثار لرو چي افغانستان به يوه ورځ دټولي نړۍ دموزيم افتخار په لاس راوړي .
ومن الله توفيق










Dutch Crown Prince Willem Alexander (L) and Spanish prince Jaime de Bourbon (R) visit the exposition "Hidden Afghanistan" at the Nieuwe Kerk in Amsterdam, 20 December 2007. The prince opened the exposition with art treasures from Afghanistan. From Getty Images by AFP/Getty Images.


Dutch Crown Prince Willem Alexander (L) and Spanish prince Jaime de Bourbon (R) visit the exposition “Hidden Afghanistan” at the Nieuwe Kerk in Amsterdam, 20 December 2007. The prince opened the exposition with art treasures from Afghanistan.


AMSTERDAM, NETHERLANDS - DECEMBER 18: A delegation from various Afghan cultural and archaeological institutions monitor the finishing touches at the 'Hidden Afghanistan' Exhibition at the Nieuwe Kerk Museum on December 18, 2007 in Amsterdam, The Netherlands. The exhibition presents 250 archaeological objects recovered in Afghanistan, dating from the 2nd millenium BC to the Buddhist dynasty of the Kushana, in the first century AD. From Getty Images.


Left: Male or female face, unfired clay. Right: Gold statue

Facing Off
Left: Male or female face, Ai Khanum, Temple of the Niches, 2nd century B.C., unfired clay.
Right: Appliqué “Aphrodite of Bactria”, Tillya-tepe, Second quarter of the 1st century A.D

Left: Afghanistan Plate, Right: A pair of heart-shaped earrings

Hearts of Gold
Left: Phiale (plate), Tillya-tepe, Second quarter of the 1st century A.D.
Right: A pair of heart-shaped earrings, Tillya-tepe, Second quarter of the 1st century A.D.


A pair of clasps, Cupids on a dolphin

All You Need Is Love
A pair of clasps, Cupids on a dolphin, Tillya-tepe, Second quarter of the 1st century A.D


Bracelets with horned lion heads

Brace Yourself
Left: A pair of bracelets with horned lion heads, Tillya-tepe, Second quarter of the 1st century A.D.
Right: A pair of bracelets, Tillya-tepe, Second quarter of the 1st century A.D.


Left: A water jet in the form of a theatrical mask. Right: Hermes pillar

Contrasting Emotions
Left: A water jet in the form of a theatrical mask, Ai Khanum, Fountain of the Oxus, 2nd century B.C., whitish limestone.
Right: Hermes pillar, Ai Khanum, Gymnasium, 2nd century B.C., limestone.


Large drinking beakers

Thirst For Knowledge
Left: Large drinking beaker with painted tableaux of fishing and hunting, Begram, 1st century A.D., colorless glass.
Right: Painted drinking beaker, Begram, 1st century A.D., colorless glass.


A bottle in the form of a fish

Water Borne
Bottle in the form of a fish, Begram, 1st century A.D., blown glass.


Left: Dagger with gold covered handle, Right: Standing ram

Gold Digging
Left: Dagger with gold-covered handle decorated with a depiction of struggling animals, Tillya-tepe, Second quarter of the 1st century A.D.
Right: Standing ram, Tillya-tepe, Second quarter of the 1st century A.D.


Left: Heart-shaped bracteates. Right: Belt

Capturing Hearts and Minds
Left: Heart-shaped bracteates, kinked in the middle, Tillya-tepe, Second quarter of the 1st century A.D.
Right: Belt, Tillya-tepe, Second quarter of the 1st century A.D.


Left: Handle of a bowl with female busts. Right: Bowl with Geometric motifs

Bowled Over
Left: Handle of a bowl with female busts, Ai Khanum, Temple of the Niches, Around 145 B.C., bronze.
Right: Bowl with Geometric motifs, Tepe Fullol, Bronze Age: circa 2100-2000 B.C., gold.


Left: Ornament for the neck of a robe. Right: River goddess standing on a makara

Eclectic Selections
Left: Ornament for the neck of a robe, Tillya-tepe, Second quarter of the 1st century A.D., gold turquoise.
Right: River goddess standing on a makara, Begram, 1st century A.D., ivory.


Left: Ring with image of Athena. Right:

Opposites Attract
Left: Ring with image of Athena, Tillya-tepe, Second quarter of the 1st century A.D.
Right: “Dragon Master” Pendant, Tillya-tepe, Second quarter of the 1st century A.D.