کور / خبرتیا او پيغامونه / دهيواد ورځپاڼي مسئول مدير سلطان محمد صابر له نړۍ وكوچېد

دهيواد ورځپاڼي مسئول مدير سلطان محمد صابر له نړۍ وكوچېد

دهيواد ورځپاڼي مسئول مدير دپښتو صحافت بابا پياوړي ليكوال اديب شاعر او ستر مبارز سلطان محمد صابر دڅلور اتيا كالو په عمر كښې تيره ورځ له دي نړۍ څخه  سترګې پټې كړي  ارواښاد په كال 1925 كښې دكويټې په  تاريخي ښار كښې زيږدلى وو .


 په كال 1961 كښې په پاكستان كښې دپښتوژبې صحافت پيل كولو سره دپښتولومړنۍ ورځپاڼه خپره كړه په 1971 كښې يې داتفاق په نوم په اردو ژبه ورځپاڼه  خپره كړه چي  تر اوسه د كويټې ښار څخه  خپريږي او هم دغه شان په صوبه سرحد( پښتونخوا) كښې دلومړنۍ پښتو ورځپاڼې اجرا كولو اعزاز دسلطان محمد صابر په غاړه دى په كال 1975  كښې دبلوچستان پوهنتون  داكيډمك كونسل غړۍ شو په بلوچستان  كښې يې په 1971 كښې دپښتو اكيډمي جوړه كړه دپاكستان دادبياتو د اكيډمى غړى پاته شو.


 په 1985 كښې ارواښاد دپيښور په تاريخى ښار كښې دپښتولومړنى او ونيزه اجراء كړه او همدغه شان په 1998 كښې يې داسلام اّباد څخه  داردو او پښتوژبې او ونيزه په خپرولو پيل وكړ.


 په ګڼو نړيوالو سمينارونو كښې يې مقالي لوستې دى دبى بى سى څخه د پښتو ژبي خپرونې پيل كيدوكښې يې ځانګړې برخه درلوده او دوى يې په بوش كور لندن كښې دسيمې په حالاتو خبر كړل اتلس كاله يې په راډيو پاكستان كښې وظيفه اجراء كړه ارواښار سلطان محمد صابر   دلس كتابونو مصنف  او ترخپلي اخيرني سلګى پورې دپښتو ژبې او پښتنو ديوالي ارمان په زړه ووارواښاغد به نن په كويټه ښار كښې خاوروته وسپارل شي .


روح دې شاد وي ، امين

تبصره نسته

  1. La pak Allah sakha Ferdaus Janatuna Sabersaheb ta ghuram ,aw pa awredulu der khausheni shawam ,aw da hagha kurani tapak Allah sakha jamil sabar ghuram rooh da shad wi aw rashtia ewa lawa zaia wa da pashtano la para.

  2. دسلطان محمد "صابر" دمړينې له امله د د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP د خواشينۍ پيغام
    په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د "هیواد" ورځپاڼی بنسټ ایښودونکی،د پښتو ژبې مشهور ليکوال، شاعر او ژورنالست سلطان محمد "صابر" په (2008-06-26) نیټه د څلور اتيا کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې
    ارواښاد سلطان محمد "صابر" د پښتو ژبی او کولتور د بډاینی لپاره نه ستړې کېدونکې هر اړخیزی هلې ځلې کړی چی پښتون قام به دده خدمتونه ، چی قام او ولس ته یی کړی تل یاد ساتی.
    د ارواښاد "صابر" څخه مونږ ته د هیواد ورځپاڼی تر څنګ نور ډیر ارزښتناک اثار او لیکنی هم راپاتی دی .
    د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP ، دخپل دغه منلی ليکوال شاعر او ژورنالیست مړينه پښتون قام ته لويه ضايعه بولی له کورنۍ ، دوستانواو ادبـی ملګرو سره یی په دغه غم کې ځان شريک ګڼي ،جنت فردوس دی په نصیب شی،

    په درناوي
    نـصـیر سـتوری
    د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP ددارالانشا مرستیال