کور / تازه خبرونه / نن په كوټه كښي يوه غټه جلسه او دستار بندي وشوه

نن په كوټه كښي يوه غټه جلسه او دستار بندي وشوه

د كوټي په شيخ مانده سيمه كې كم وزيات  ۹۰ طالبانو ته د فراغت پګړۍ ور تر سره كړى شوې.


كه څه هم په پښتنو كې به يوه هم داسي كورنۍ نه وي چې په هغې كې يو طالب علم يا د قرآن شريف حافظ نه وي ، خو د سهيلي پښتونخوا د كاكړو په سيمه چې د پښتنو له لويو قبيلو څخه ګڼل كېږي، او دارنګه د توخو كام چې لويه برخه يې د زابل په ولايت كې آباد دي، نو په هر كور كې يويو طالب يا د قرآن كريم حافظ به خامخا نو دارنګه نن د كوټي ښار په شيخ مانده سيمه كې نن يوه درنه جلسه او د دستار بندۍ غونډه وشوه، دا غونډه چې سهار وختي په ۸ بجې باندې پېل او ماپښين په ۲ بجې پاى ته ورسېده.


په دې غونډه كې چې په زرګونو كسانو ګډون په كې كړى وو له كوټي او شاوخوا سيمو څخه راغلو علماء كرامو ويناوي وكړې او د علم په حاصلولو او د هغه په فضلت يې رڼاواچوله، په دې غونډه كې تقريباً كم وزيات ۹۰ طلباء كرامو او حافظينو ته د فضلت او د قرآن كريم د حفظ كولو پګړۍ ور تر سر كړى شوې.


په نننۍ دې جلسه كې د قران كريم د تلاوت ، اسلامي ترانو، او د نعتونو له اورلو سره سره د غونډې په پاى كې يوه ښه اوږده دعا هم وكړى شوه ، چې خداى پاك دي په ټوله نړۍ كې مسلمانان په امن او په كرار كړي ، او كوم خلك چې د اسلامي نظام د راوستو، د افغانستان د خاوري د سالميت، دپاره جنګېږي نو كاميابي يې غواړو.


د يادونې وړ ده چې څه موده مخكې د پښتونخوا ملي عوامې ګوند ډپټي چرمېن ښاغلي عبدالرحيم مندوخيل له لراوبر ډاټ كام سره په يوه ځانګړې مركه ويلي وۀ، چې طالبان د پښتانۀ د كور يوه خاصه طبقه ده ، خو په افغانستان كې چې كوم څوك د طالبانو په نوم بآندې جنكېږي نو دا د اسلام اباد يو څو عناصر دي چې دې ته موږ طالبان نه شو ويلى .