کور / تازه خبرونه / كندهار: پر اوولسم ماموریت ډله ايز بريد د څلورو تنو په مرګ ژوبله پای ته ورسېد

كندهار: پر اوولسم ماموریت ډله ايز بريد د څلورو تنو په مرګ ژوبله پای ته ورسېد

تېر ماښام څه باندي شپږ بجې، ۲ تنه بريدګر د کندهار ښار د نهمي ناحيې اوولسم ماموريت ته ننوتلي وه او ۴ ساعته جګړه ئې وکړه.
دغه ماموريت د ښار برېښناکوټ ته مخامخ او ولايت مقام ته په ۵۰۰ مترۍ کي موقعيت لري.
ځينو سرچينو کليد ته ويلي، چي دغه بريدکوونکي په کرولا موټر او موټرسایکلونو راغلي وه پر ماموريت له حملې سره سم د ماموريت ودانۍ ته ننوتلي وه. د سرچينو په حواله، په دغه پېښه کي درې پولیس، يو د ملي امنیت سرتېری او یو ملکي ټپيان سوي دي.
خو د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وايي چي په دي برید کي یوازي دوه پولیس ټپیان سوي او بل چا ته زيان نه دی اووښتی.
نوموړی وايي چي دواړه بريدګر د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل سول.
دا په کندهار کي د څو مياشتو راهيسي لومړنی ډله ايز بريد دی، چي ترسره کيږي. له دې څخه درې اونۍ مخکي د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز ډله اير بريد سوی وو، چي يوازي پکښي يو پوليس ټپي سوی وو او پنځه بريدګر وژل سوي وه.

عزت الله اریال