کور / ترخې خبري / په خپل ښارکي ، پردۍ لوحې

په خپل ښارکي ، پردۍ لوحې

اصلي نوم يې خیرمحمد دی، خو په کور او کلي کي په معلم صاحب اوڅار دی.
خیرمحمد د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په یولیري کلي کي معلم دی.
نوموړی په مکتب کي د پښتو او دینیات درس ورکوي.
معلم صاحب خیرمحمد په تیرو ټولو انقلابونو او کودتاګانو کي له خپل کلي څخه نه دی ښورېدلی.
په اوونۍ کي یوازي د جمعې په ورځ د کلي بازار ته پر زاړه بایسکل ځي اود کور لپاره تر اونیزی سودا وروسته بیرته ځان کلي ته رسوي.
د غرمې له ډوډۍ خوړولو او د ماپښين لمانځه وروسته په کلي کي د جوړ اوناجوړ پوښتنه کوي.
د معلم صاحب ښه اخلاق، ټولنیز ژوند او له نصحیته ډکي خوږې خبري پرکلیوالو ښه لګیږي.
د ښوونځي د تقسیم اوقات ترڅنګ يې د خپل عادي ژوند لپاره هم منظم مهالوېش جوړی کړی دی.
د معلم صحب خیرمحمد لاسي ساعت همیشه لس دقیقې په دې خاطر پېش( مخته) وي، چي ورځنیو کارونو ته پر وخت ځان ورسوي.
د نوموړي په مهالوېش کي کندهارښارته راتګ يې په کال کي د روژې وروستۍ پنځه ورځي ټاکلي، چي د کوچني اختر ترڅنګ د لوی اختر لپاره هم کلچې، نخود، نقل، پتاسې، د کوچنیانو او ښځمنو لپاره څپلۍ، نکریزي او نور د اړتیا وړ شیان رانیسي.
معلم صاحب زما د پلار د ځوانۍ انډېوال دی، نو ځکه په کندهارښارکي تر سودا کولو وروسته شپه له موږ سره تېره وي.
زما د پلار دغه ملګری د راډیويي خبرونو سره ډیره مینه لري.
یوه کوچنۍ جیبي راډیو يې تل ملګرې وي.
په تفریح کي هم د راډیو خبرونو اورېدل نه قضاء کوي.
سږکال، چي داخترلپاره سودا رانیولو ته راغلی ؤ، نو د ماخستن دلمانځه تر اداء کولو، ډوډۍ خوړولو اود خبرونو اورېدولو وروسته يې له جیب څخه د کاغذ پر یوه اوږده تراډه ځیني یاداښت کړي لغتونه راوکښل، په حیرانۍ يې راته وویل
((په خدای باور وکړه ! اوس په خپل احمدشاهي ښارکي ورکیږم، له یوې خوا خلک، موټران، دوکانونه او مارکیټونه پر نقشه او بې نقشې ډېر سوي او ترڅنګ یې ددوکانو پرلوحو عجیب او غریب شیان لیکلي دي، زه دې خبري ته حیران یم، چي دالوحې يې چاته لیکلي دي؟ په دې خو موږ نه پوهیږو او نه هم زموږ لپاره دی. ))
کاغذته مي پرانیست، یو یو یادښت کړی لغت مي ترنظر تېر کړ، نو په واقیعت کي زموږ د ښار پر اکثره لوحو د پردیو ژبو نابلد توري تش زموږ په لیکدود لیکل سوي دي، چي نوريې د ښاراکثره اوسیدونکي په معنی نه پوهیږي.
(ډيکو فرنیچر، ایشیاء کیبل الیکټرونیکس، نیو مبایل میکانیک، کاپي شاپ او ریسټورانټ، کولډ ډرینک او انرژي، الجدید ډرای فروټ، سولرالیکټریک سټور، پرچون سټور اوداسي نور… )
دغه ډول لیکل سوي لوحې هغه پردی کلتور دی، چي زموږ د ښار پرلوحو لکه د بلا سیوری راخپور دی.
نوی مسافر، چي کوم ښار ته ورسي، د هغه ښار پر لوحو لیکل سوي اعلانات دا ورښيي، چي ددغه ښار خلک په کومه ژبه خبري کوي ؟
ځکه همدا لوحې دي، چي کندهار، کابل، هرات اود پاکستان کراچي، کوټه، ګوجرانواله یا د ایران تهران، مشهد، اصفهان او یاهم د هندوستان ډیلی، ممبی، امرتسر او نور ښارونه یو له بله بېلوي.
نو په کارده، چي په کندهارښارکي ټولي لوحې دهمدې ځای د خلکو د پوهاوي لپاره ولیکل سي ، ترڅو ټول هیوادوال په اسانۍ پوه سي، چي پرلوحو څه لیکلي دي؟ او ترڅنګ يې دغه ښار د افغانستان د یو ولایت استازیتوب وکړي او دلته نوي راغلي مسافر او ګرځندویان په دې وپوهیږي، چي داګړی دوی د افغانستان د یومهم ولایت کندهار په ښارکي روان دي، چي ددې ځای خلک ځان ته ژبه او منل سوی کلتور لري .
۲۴ – ۱۰ – ۲۰۱۵