کور / تازه خبرونه / په کندهار هوايي ډګر کې دننه د وژل شویو کسانو شمېر لاهم په کره ډول ندی څرګند

په کندهار هوايي ډګر کې دننه د وژل شویو کسانو شمېر لاهم په کره ډول ندی څرګند

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قوال اوردو قومندان تورنجنرال داود شاه وفادار د وژل شویو کسانو شمېر ۹ تنه ، د کندهار د نظامي روغتون يوه سرچینه ۴۸ تنه تو د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري پدې ښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ تنه ښيې .
د ۲۰۵ اتل قوال اوردو قومندان نن مازیګر ناوخته په یوه خبري ناسته کې وويل چي د برید کونکو شمېر ۱۷ تنه بلل کیږي چي ۱۴ يې وژل شوي ، یوتن شکمن نیول شوی اود ۲ تنو د پیدا کیدو لټون يې روان دی .
ده زیاته کړه چي برید د سیمي د استخباراتو له لوري د ده د لمنځه وړلو لپاره پلان شوی وو خو دی له بریده روغ رمټ پاته شوی خو یو ساتونکی يې وژل شوی او بل يې ټپي دی .

image

خبریالانو ته د هوايي ډګر په دننه کې د مکتب له ودانۍ او د لمړینو خوراکي توکو له یوه کوچنی بازار څخه د لیدنې اجازه ورکړه شول خو په هوايي بلاکونو کې د تصفوي عملیاتو له کبله د داخلیدو اجازه نه وه .
د سر زیان هم تر ډېره د لمړنیو خوراکي توکو په کوچني بازار کې رامنځ ته شوې .
پدې سیمه کې لاهم ځيني کسان د خپلو خپلوانو په جسدونو پسي ګرځي .

دغه د پېښي څو تنه نور عیني شاهدانو له لراوبرسره په خبرو کې وويل چي یوازي د دې بازار په یوه ورزشي کلب کې تر ۱۴ زیات کسان د برید کونکو له لوري وژل شوي .

د کندهار د هوايي ډګر په احاطه ملکي هوايي ډګر ، د ۲۰۵ اتل قوال اوردو قومنداني ، د پوليسو د ۴۰۴ میوند زوند قومنداني ، د سرحدي پوليسو دریم جنوبي زون قومنداني ، د ایساف د قاطع ماموریت قومنداني موقعیت لري او تر ۱۲۰ زیاتي د اوردو او پوليسو د منصبد ارانو کورنۍ ژوند کوي .