کور / تازه خبرونه / د كندهار د علماوو شورا غړى په چمن كي ووژل سو

د كندهار د علماوو شورا غړى په چمن كي ووژل سو


ناملومو وسله والو د رفيق آغا په نوم د چمن په سرحدي ښارګوټي كي د كندهار د علماوو شورا غړى ترور كړ.
د چمن پوليس وايي نوموړى د كورنۍ له نورو غړو سره له كندهاره كوټي ته روان وو، چي د كلاعبدالله په سيمه كي ورباندي پر موټرسايكل ناستو وسله والو بريد وكړ، چي له امله يې رفيق آغا اول ټپي او وروسته يې په روغتون كي ساه وركړه. د پوليسو په وينا په نامعلومو وسله والو پسي د قتل دوسيه درج سوې، خو تر اوسه يې په دې تور څوك نه دي نيولي.
د رفيق آغا په اړه ويل كېږي چي د طالبانو پر وخت د هغوى قومندان و او اوس د كندهار د علماوو په شورا كي ولسمشر حامد كرزي ته نيژدې كس او د هغه ټينګ ملاتړى و. د رفيق آغا په باب لا تر اوسه افغان چارواكو څه نه دي ويلي.