ګريټ ايټ وايي اېران دي نړيوالي ورورۍ ته متعهد سي

34 | جون 27th, 2008



د ګريټ ايټ يا د نړۍ د اتو غټو هيوادونو خارجه وزيرانو له اېران څخه غوښتي چي د خپل اټومي پروګرام په له منځه وړلو كي د نړيوالي ورورۍ سره تعهد وكړي.
د جاپان په كيوټو ښار كي د اتو غټو هيوادونو غونډي ته د جاپان خارجه وزير ماساكيكو كومارا وويل ګريټ ايټ هيوادونه ټول پر دې متفق دي چي د اېران اټومي ستونزه د خبرو له لاري اواره سي.
كومارا وويل دوى له اېران څخه هيله لري چي په دې باب له نړيوالو طاقتونو سره پوره همكاري وكړي.
تر دې مخكي اروپايي هيوادنو وړانديز كړى و، چي كه اېران اټومي پروګرام ودروي دوى به ورسره اقتصادي مرستي وكړي، خو اېران دا مرستي رد كړې او وايي اټومي پروګرام يې د سوله ايزو مقاصدو دپاره دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024