کور / علمي / ژبه او سياست

ژبه او سياست

په افغانستان او هندوستان كې د دري ژبې په شاتګ او د نورو سيمه ييزو ژبو په پرمختګ سره ژبني حساسيتونه زيات شول او ژبې د سياست ډګر ته ننوتې. په هندوستان كې دري ژبه چې له 1000 كلونو راهيسې تر سل كاله مخكې هم په هغه هېواد كې د اردو تر څنګ دوهمه رسمي ژبه وه انګليسي تعويض كړه او په افغانستان كې پښتو، ازبكي، پشه يي، بلوچي او نورې سيمه ييزې ژبې هغه احتمالي ژبې دي چې په هېواد كې دري ژبه يې له شاتګ سره مخ كړې ده، خو دغه شاتګ له سخت مقاومت سره ترسره كېږي. دا وخت دري ژبه په ايران، تاجكستان او افغانستان كې ويونكي لري او نورې ژبې لكه پښتو، ازبكي، تركي، بلوچي له افغانستان سربېره په نورو هيوادونو كې هم ډېر ويونكي لري او سترې سيمه ييزې ژبې دي.

غير دري ژبو سيمو ته د دري ژبې پراختيا د دري ژبې د اداري موقف د اړتيا له امله وه او اوس هم د دې ژبې شاتګ د نوموړې اړتيا د منځه تلو له امله دى.

ستر واكمن احمدشاه بابا د افغانستان له جوړېدو سره سم د نادر افشار د ادراي سيستم په دود يې خپله اداره برابره كړه او ورسره جوخت د دري ژبه يې هم چې د نادر افشار د ادارې او دولت رسمي ژبه وه، د افغان دولت ادارې ته ننه وېسته. خو د امير شيرعلي خان پر مهال ثابته شوه چې دري ژبه په يوازې ځان نه شي كولى د افغان دولت ټولې چارې سمې كړي. په پوځ كې چې دا مهال ډېرى په كې پښتانه وو، په دفتري ژبه او تركي پوځي ترمينالوژۍ نه پوهېدل، نو د دوى د روزنې او پوهولو له پاره اړين وګڼل شوه چې تركي پوځي ترمينالوژي په پښتو وژباړل او د پوځيانو د روزلو له پاره د هغوى په واك كې وركړ شي. د وخت په تېرېدو سره كرار_كرار د نويو نړيوالو پنځونو او بدلونونو له امله، د نړۍ د سترو ژبو پوهېدو ته اړتيا زياته شوه او دري ژبې خپل اهميت ورو_ورو له لاسه وركړ. په سيمه كې مېشت قومونو د دغو نوښتونو په مرسته كرار_كرار خپلې ژبې بډايه كړې او نور په دري ژبه خبرې كولو او يا دفتر چلولو ته اړتيا كمه شوه. په تېرو سلو كلونو كې د دري ژبې محدودېدلو ايران سخت هېښ كړى او د دري ژبې دغه ټغر ټولېدل دمګړۍ او په راتلونكې كې د خپلو ستراتيژيكي عمقونو او ګټو په زيان بولي. د دري ژبه چې د سيمې د زيات شمېر اوسېدونكو او دولتونو رسمي ژبه وه، له بده مرغه اوس د دې ژبې تر شا د ايران دولت سنګر نيولى او له ژبې نه په ګټه په افغانستان، هند او تاجكستان كې د خپلو ستراتيژيكو عمقونو د ساتلو او پياوړي كولو له پاره كار اخلي. په افغانستان كې د ژبې او مذهب تر سر ليك لاندې د ايران لاسوهنې په هيواد كې يو شمېر لږكي قومونه د هېواد د ستر ډېركي پښتون قوم پر وړاندې درولي او دغه هېواد يې د ملت جوړونې په برخه كې له سختو ستونزو سره مخ كړى دى. د دغه كړكېچ د هوارولو له پاره په كار ده چې ټولنيز ګډون د ژبنيو او قومي اصالتونو په ساتلو سره تر سره شي. د ملت جوړونې بهير اوږد بهير دى، زياتې مودې ته اړتيا لري او په دې برخه كې بايد ټول قومونه يو د بل په وړاندې له صبر او زغم څخه كار واخلي او دغه پروسه يو بل د منلو او مقابل درناوي پر اصولو بايد ولاړه وي. په داسې حالاتو كې د ټولنيز تړون يا اساسي قانون له مخې چلند كېږي او هر قوم او هر ژبه په ټولنيز ګډون كې خپله خپلواكي ساتي او هيڅ يوه ژبه او يا قوم د ادغام له ګواښ سره مخ نه وي. په داسې حالاتو كې ټول قومي او ټولنيز ارزښتونه سياسي ارزښت پيدا كوي او تل د يو بل پر وړاندې سنګر نيسي. ژبه هم د يو ټولنيز او يا قومي ارزښت په توګه سر راپورته كوي او سياسي اړخ پيدا كوي.

د ژبې او سياست اړيكه داسې ده لكه د دين او سياست اړيكه. لكه څنګه چې د دين او سياست د اړيكو په اړه دوه نظره موجود دي د ژبې او سياست د اړيكو په اړه هم دوه نظره وجود لري.
د دين او سياست د اړيكو په اړه يو نظر دادى چې دين او سياست سره جلا نه دي، او كه څوك دا دوه سره جلا وګڼي نو پر ځمكه د الله(ج) حاكميت تر پوښتنې لاندې راولي. بله ډله بيا وايي چې ديني چارې بېلې او سياسي چارې بيلې دي، كه چېرې دا دوه چارې سره بېلې بېلې پر مخ يوړل شي ښه پايله لري او دا هيڅكله پر ځمكه د الله(ج) د حاكميت تر پوښتنې لاندې راتلل نه دي. دا يوازې د چارو د بېلولو او د ښه سمبالولو په مانا دي.

د دې دواړو نظرونو پلويان خپل_خپل دلايل لري، خو په دې اړه فلسفي بحثونه به تر هغه يوې پرېكړې ته ونه رسېږي، چې دا دوه څه سره هم جلا او هم سره يو ونه ګڼي. دا په دې مانا چې دا دوه څه په يوازې مانا سره جلا او په سيستم كې سره يو دي. مذهبي چارې د كړنو او كړنلارو له مخې له سياسي چارو څخه بېلې دي، خو په سيستم كې بيا سياسي چارې كېداى شي مذهبي اړخونه، منطق او دندې ولري او همدا راز مذهبي چارې كېداى شي سياسي اړخونه ، منطق او دندې ولري. تجربو په اثبات رسولې كه د دې دواړو بهيرونو چارې په جلا_جلا ډول سره تنظيمې شي نو پر ټولنه په پوره ځواك سره خپله اغېزمنتيا ښندي او كه سره ګډ كړاى شي، نو له اغېزه يې كمېږي. د دې بېلګه دې ته ورته ده لكه څنګه چې په يوه راډيويي سيستم كې څپه او انرژي(ولټاژ) سره دوه جلا بهيرونه دي، خو يوه دنده او موخه لري. په يوه راډيويي سيستم كې چې هرڅومره دا دوه بهيره يانې څپه او انرژي په جلاوالي او شفافيت سره په خپل منځ كې تركيب شي، نو پايله به يې پياوړې وي او روښانه غږ به رامنځته كړي.

ژبه په ټولنه كې د پوهولو او راپوهولو او د انسانانو تر منځ د اړيكو ډېره ښه وسيله ده او سياست بيا د ټولنې د كورنيو او بهرنيو چارو د ښه سمبالښت هنر او علم دى. خو ژبه په دې سربېره چې د پوهولو او راپوهولو وسيله ده د انسانانو د فرهنګ او هويت بيانونكې هم ده. كه چېرې سياست يې تر شا درېږي نو پياوړې كېږي او پياوړى فرهنګ او هويت تمثيلولى شي او كه سياست ورځنې لاس اخلي كمزورې كېږي او كمزورى هويت او فرهنګ تمثيلوي. ځكه هر سياست خپله ژبه او يا ژبې لري او هره ژبه بيا خپل اصول او سياست، خو د ژبې چارې بايد له سياست سره بېلې وي او سياسي چارې له ژبې سره. لكه څنګه چې دين د پراختيا خپلې قانونمندۍ لري او سياست خپلې قانونمندۍ، همدا راز ژبه هم د پراختيا خپلې قانونمندۍ لري خو په ټوليزه توګه بيا كيداى شي چې د سياست ملا وتړي او سياست د دين او ژبې. له سياست سره د ژبې او دين د اختلاط له كبله كومې اندېښنې چې خلك يې لري هغه د دوى تر منځ د اړيكو ابتذال، انقطاب، محدودېدل او ځاني ګټه پورته كول دي. دا په دې مانا، دين او ژبه دوه سترې اكاډمۍ او ټولنيز ملكيتونه دي، كه چېرې دغه ملكيت سياسي كيږي نو د يو چا لاس ته ورځي او غصبېږي، ټولنيز صلاحيت او ولكه يې له منځه ځي او د يوه شخص او يا ډلې ولكه پرې ټينګيږي او هغوى يې څښتنان كېږي، چې نوموړي مالكين بيا اوزاري ګټه ترې پورته كوي او د ژبې او دين نړيوال رسالت او انساني دنده له يوې پراختيا نه يوې محدودې ته راپرېوزي او د خپلې اغېزمنتيا ځواك له لاسه وركوي.د بېلګي په ډول لكه څنګه چې ټولو ته معلومه ده يو شمېر هغو كسانو چې د خلكو تر منځ يې د دين، مذهب او ژبې په نوم ځانونو ته موقفونه جوړ كړي، ژبه او دين يې اوس خپل شخصي ملكيت ګرځولي او د ځان بسيا كولو له پاره افزاري ګټه ترې اخلي، سره له دې چې داكسان د دين او ژبې پر ځاى د پرديو موخو او استخباراتو ته كار كوي، له هغوى نه پيسې ترلاسه كوي او د خپل هېواد، دين او ژبې پر ضد كړنې تر سره كوي، خو اوس هيڅوك د دې وس نه لري چې دغو كسانو څخه نوموړي موقفونه واخلي او د دوى د بدو كړنو مخه ونيسي.
سياست خپله يوه قطبي پديده ده او كله چې ژبه او يا دين يې تر اغېز لاندې راځي، دا هم لكه سياست قطبي كېږي او كله چې يو څه قطبي كېږي، نو لكه د مقناطيس په شان پر خلاف يې بل قطب را منځته كېږي او خپل ضد زېږوي. دغه دوه قطبه بيا د مقناطيس په څېر عمل كوي چې په يوه قطب كې د بار او پوټنشيل زياتېدل په بل قطب كې د بار او پوټنشيل د كمېدو په مانا وي يانې د يوه قطب له زيان څخه مخالف قطب ګټه وړي، يا د يوه قطب له ګټې څخه بل قطب ته زيان متوجه كېږي.

د قطبي كېدو په صورت كې اختلاف يوه طبعيي شونتيا ده چې په داسې حالاتو كې د ودې او پرمختګ له پاره يوازې پر موازنه او انډول ټينګار كېداى شي او ثبات يوازې په موازنه كې نغښتى وي.
افغانستان د بهرنيو لاسوهنو او د سوړ جنګ پر مهال د نړۍ د سترو ځواكونو د زورازمايلو له امله چې په دغه هېواد كې ترسره شول، له يو خورا كړكېچن حالت سره مخ شوى، هر څه په كې سياسي او قطبي شوي او د ډېرو معنوي ملكيتونو د ايډيال پولې نړېدلي، ټولنيز ارزښتونه شخصي شوي او اوزاري ګټه ترې اخيستل كېږي، چې په دې سره بې باوري زياته شوې او د خلكو احساسات ټپي او التهابي شوي او له هر څه و سره د اختلاف له سنګره او احساساتي چلند كيږي. په داسې حالاتو كې ژبه او سياست د خپلو دننيو قانونمنديو له مخې د ودې واټن وهي او له قوي منطق او پياوړو دلايلو پرته پر مخالف قطب ځان نه شي منلى. كوم څه چې په داسې حالاتو كې ورته زمينه برابره وي هغه په يواړخيزه توګه عمل او اصلاحات دي چې د ځانګړي قطب او بهير دننه تر سره كيداى شي او له بل قطب سره ټكر نه رامنځته كوي.
د ټولنې د قطبي كېدو په صورت كې د ډلو او ټلوالو تر منځ پټه او ښكاره سيالي پيليږي او دغه سيالي خپل مثبت او منفي اغېزې لري او په خپل مخالف قطب د منفي اغېز ښندلو هڅه كېږي. سيالي او رقابت له مركز څخه د تېښتې تمايلات لري، چې د ټولنيزو او سياسي بنسټونو تكيه يې پر بهرنيو سټو ولاړه وي يانې دا چې مخ پر ودې هيوادونو كې انقطاب له بهر څخه خړوبېږي او ستنېدل يې هم د بهر په لور وي. په داسې شرايطو كې له انقطاب څخه زياته ګټه بهرنيان او فرصت طلبه عناصر وړي او بهرنيان د قطبونو او احساساتو په ګرمولو سره په ډېرې اسانۍ سره د خپلو موخو تپلو ته زمينه برابروي. كه موږ تېرو ټولټاكنو ته كتنه وكړو هغه وخت سيمه ييزو، ډله ييزو، ګونديزو، ژبنيو او قومي احساساتو پارولو ته لمن ووهل شوه او په دې سره يې په ټولنه كې انقطاب را منځته او رايې هغه چا زياتې ويوړې او يا ورته وبښل شوې چې د بهرنيانو كانديدان وو او په ډېرې اسانۍ سره پر افغان ولس وتپل شول. افغان ولس بايد په داسې بدو حالاتو كې په ټولنه كې شتو ګواښونو ته متوجه وي، د ستونزو په هوارولو كې له احتياط څخه كار واخلي، خپل منځي ستونزې په خبرو اترو او تفاهم سره هوارې كړي، زغم او يو بل ته تېرېدنه او يو د بل مننه تر ټولو د هوارۍ ښې لارې دي. پښتانه چې دا مهال د ترهګرۍ ضد جګړې د ښامار په خوله كې دي او د جګړې تر ټولو زيات زيان زغمي او د تاريخ سختې شېبې تر شا پرېږدي، نو ورته په كار ده چې له ستونزو او پېښو سره په خورا احتياط او هوښيارۍ چلند وكړي، داسې نه شي چې د دوى له پاكو احساساتو څخه د دوى دښمنان او مغرضه كسان ګټه پورته كړي او په روانه جګړه كې د دوى د لا ځپلو له پاره ترې كار واخلي. پښتانه كه وغواړي او يا كه ونه غواړي دا مهال د سيمې د نورو سترو قومونو او دولتونو له خوا سيالۍ او مبارزې ته رابلل كېږي او پښتانه د خپلې بقا له پاره اړ دي چې د ژوند په ټولو لكه فرهنګي، سياسي، اقتصادي او تكنالوژيكي برخو كې د سيالۍ بار پرغاړه واخلي او په ټول فكري او مادي ځواك سره د مبارزې ډګر ته ودانګي. پښتانه چې دا مهال په هند، پاكستان، ازربايجان، افغانستان او د نړۍ په يو شمېر نورو هيوادونو كې اوسېږي د توكم له پلوه شمېره يې 100 مليونو او د ژبې له پلوه شمېره يې 70 مليونو ته رسېږي چې، له پنجابيانو، كشميريانو، تركانو، ازبكانو، تركمنانو، هزاره و، تاجكانو، پشه يانو او يو شمېر نورو قومونو سره ګاونډيان دي، چې يو شمېر يې له افتصادي او تخنيكي پلوه پرې برتري لري. پښتنو ته له دغو قومونو سره سيالي څه اسانه خبره نه ده او په كار ده چې ټول پښتانه لاسونه سره وركړي او په ګډه د سيالۍ ميدان ته ودانګي.

په افغانستان كې د يو شمېر مېشتو لږكيو فرهنګي سرچينې له بهرنيو ډېركيو څخه خړوبېږي او بهرني قومي دولتونه او فرهنګي موسسات د دوى پياوړې سرچينې دي او دا چې په افغانستان كې د كړكېچ او جګړو له كبله د ژبو ودې ته پاملرنه او كار نه دى شوى، نو د بهرنيو لهجو وده په دې كلونو كې ګړندۍ وه او د افغان لږكيو ژبې او لهجې يې اغېزمنې كړې دي. اوس بهرنيو ژبو او لهجو د افغان يو پياوړي فرهنګي بهير له تشې ګټه پورته كړې او خپله ولكه يې پراخه كړې ده، چې د دغه فرهنګي يرغل مخنيوى، منل او يا په شا تمبول خپله د هغې ژبې د پوهانو دنده ده او د پښتنو دنده به په دې اړه دا وي چې له خپلو هيوادوالو سره يوازې په مرسته كولو بسنه وكړي. يوه اندېښنه چې پر ژبو د بهرني اغېز له كبله موجوده ده او له حد څخه زيات ارزښت ورته وركول او له اړتيا پرته د يو فرضي دښمن په توګه چلند ورسره كېږي هغه د فرهنګي يرغل ګواښ دى، چې د سياسي نيواك په سترګه ورته كتل كېږي، خو دا څه په نړۍ كې منل شوي اصول او مجبوريتونه دي او هيڅكله د نيواك تر كچې نه رسېږي. د ژبني يرغل مقابله د ژبې او فرهنګ پر ودې سره كېږي او د دغه يرغل د مخنيوي له پاره بايد فرهنګي لارې چارې ولټول شي. د افغانانو ستونزه د دري ژبې له پراختيا سره نه ده، بلكې ستونزه د ايران له خوا له پارسي ژبې نه د ايران د ستراتيژيكو عمقونو د پراختيا له پاره د ناوړې كار اخيستنې پر سر ده. دري، تخاري يا پارتي چې بيا پارسي شوه، په ايران كې فارسي وګرځول شوه او اوس د عامو وګړو په انظارو كې هڅه كېږي چې فارسي ته له فارس سره تړاو وركړ او د پراختيايي سياسي موخو له پاره كار ځنې واخيستل شي. ايران په دغه كار كې مخكنۍ تجربه لري او په مخكنيو جګړو كې د افغاني شيعه ډلو تر منځ له خپل مذهبي نفوذ نه او په نورو جګړه مارو ډلو كې له ژبني نفوذ نه د افغانستان د جګړې د اوږدېدو او د منځنۍ اسيا د تېلو او ګازو پر سر د سيالۍ له پاره كار واخيست او دا يوه جګړه چې د مذهب او ژبې په قالب كې د ايران له خوا پر افغانستان وتپل شوه، ستر زيانونه يې هيواد ته واړول او په هيواد كې د مېشتو قومونو تر منځ يې سخته تربګني رامنځته كړه. افغانان بايد د خپلې ټولنې د شتو واقعيتونو له ګودره د ژبنيو ستونزو او ټكرونو هوارولو ته ورګډ شي او هغه مسايل رامنځته نه كړي چې په هغې سره د قومونو تر منځ واټن لا زيات او يو قوم په لوى لاس د ايران او يا د بل كوم پردي غېږ ته ټېل وهل شي. په دې كې هېڅ شك نشته چې فارسيانو د افغانانو او په تېره د دري ژبو وړونو د وياړونو او فرهنګ په وركولو او برمته كولو پسې رااخيستې، د دوى له وياړونو يې ځانته قلابي فرهنګ او نړيوال موقف جوړ كړى دى او دې موقف نه په استفاده په نړۍ كې توطيې په لاره اچوي. د ايران دغه درغليزه فرصت جوړونه يوازې د پښتنو ستونزه نه ده، بلكې دغه جسارت تر پښتنو زيات دري ژبي زيانمنوي او كومه اټكليزه توطيه چې كيداى شي د ايران د دغو سياستونو تر شا مطرح شي، تر ټولو غټ زيان يې دري ژبو ته رسېږي. دا لومړى د دري ژبو دنده ده چې په دې اړه پرېكړه وكړي چې څنګه كولاى شي خپل ژبني او فرهنګي وياړونه د قلابي وارثانو له برمتې او ناوړې استفادې له واكه وباسي او همداراز هغه يو شمېركسان وپېژني او په جزا يې ورسوي چې د دوى قومي وياړونه د ناڅيزو پيسو په مقابل كې په پرديو پلوري. پښتانه په هيواد كې د ستر قوم او مشر ورور په توګه په دې اړه يوازې دا كولى شي چې د خپلو نورو وروڼو مادي او معنوي ملاتړ وكړي.

په ګڼ توكميزه ټولنه كې د ټولنيز ګډون خبره څه پېچلې وي او دغه ګډون د ټولنيز عدالت او مساواتو پر بنا رامنځته كېږي او هر توكم دولت ته له خپل هويت، ځواك او اغېزمنتيا سره ورګډېږي او د داسې ټولنو ثبات او پياوړتيا د ټولنيز عدالت له ټينګتيا او دوام سره تړلي وي. دلته هر قوم او توكم په خپلواكه توګه وده كوي او هر هغه توكم او قوم به لارښونكى رول لوبوي چې سياسي، ټولنيزې او اقتصادي وړتياوې او د اغېز ښندلو او ټولنې ته د پراختيا او بدلون وركولو پياوړى ځواك ولري.

له بده مرغه تېر او هم دا وخت د هېواد سياسي چاپېريال داسې دى چې د پښتنو په ګټه نه دى. درنې جګړې پر دوى تپل شوي، چې په دې برخه كې پرديو او هم خپله پښتنو په تېروتنې سره رول لوبولى دى. په دې جګړو كې د نورو توكمونو په پرتله پښتنو ته زيات زيان اوښتى او د ژوند په ټولو سياسي، ټولنيزو او اقتصادي برخو كې ځواك يې را پرېوتى دى. په دې جګړو كې پښتنو زيات علمي، هنري، ادبي، سياسي، اقتصادي او نور ټولنيز مركزونه، مشران او علمي كادرونه له لاسه وركړي او لا يې هم وركوي. په دغه برخه كې تر نورو زيات خپله پښتنو پر ځان ظلم كړى او د بې رحمۍ تېغ يې په خپل ستوني راكاږلى دى. كه موږ تېرو واكمنو ته وګورو ليدل كېږي چې د تنظيمونو له اوو مشرانو څخه شپږ يې په پښتو ګړېدل او د كمونيست دولت له څلورو مشرانو څخه درې يې پښتانه وو، خو تر ټولو زيات پښتانه همدوى شهيدان او بنديان كړي او د وير پر ټغركېنولي دي. همدوى وو چې د پښتنو كلي، بانډې، جوماتونه، اقتصادي تاسيسات، ښوونځي، لارې او سړكونه بمبارد كړي او په شوبلو ويشتلي دي. اوس هم د كرزي په مشرۍ دولت او نړيوال ملاتړي يې له يوې خوا او د ملا محمدعمر په مشرۍ طالبان له بلې خوا پښتانه په مضيقه كې راوستي، نارينه، ښځې، تور سرې، سپين سرې، لويان او كوچنيان يې وژني، كلي، بانډې، مدرسې او ښوونځي يې ورانوي، قومي مشران او علمي كادرونه يې شهيدانوي.

مخكې تر دې چې پښتانه د نورو قومونو او توكمونو د ستونزو هوارولو ته مخه كړي دا به اړينه وي چې د ځان او د خپلو بدمرغيو په اړه فكر وكړي او خپلو ستونزو ته د هوارۍ لارې پيدا كړي. دوى په هغه صورت كې نور قومونه پر ځان راټولولى او باورولى شي چې په خپله پياوړي اوسي او په خپلو كې سره باور ولري. همدا اوس دولتي او غير دولتي جګړه سالارانو د ژېړو او سرو ترهګرو پر مټ د پښتنو له غوښتنې پرته په خپل سر پر پښتون قوم جګړه تپلې او هغوى يې د مرګ خولې ته وركړي دي. پښتانه عملاً په جګړه كې دي او د پښتنو تر منځ يووالى او يوه خوله والى راوستل او د جګړې درول، پښتنو ته تر ټولو لومړيتوب لري، چې د همدې كار نه ترسره كېدل په هېواد كې د ملت جوړونې او له نورو قومونو سره د پخلاينې او يووالي په لار كې تر ټولو ستر خنډونه رامنځته كړي دي.

پښتانه بايد دم مهال په ځان جوړونه زيات كار وكړي، لومړى خپل چاپېريال وړ وګرځوي او بيا په بشپړ ځواك سره د ملت جوړنې بهير ته ودانګي.

پښتانه په نړۍ كې د ملاتړ له پلوه كمزوري دي او له نړۍ نه د پښتنو ګوښه اوسېدلو، د تاريخ په اوږدو كې د پښتنو دريځ ته زيان اړولى دى. په دې سربېره چې پښتانه بايد د سيمې له پياوړو قومونو سره اړيكې ښې كړې، ورته په كار ده خپل نړيوال موقف هم پياوړى كړي او په نړۍ كې ښه دوستان ولري. د دغه كار له پاره به پښتانه دې ته اړتيا ولري چې په سيمه او نړۍ كې خپله اغېزمنتيا او ځواكمنتيا ثابته كړي. پښتانه د خپلې اغېزمنتا او ځواك درلودلو او تمثيلولو او په كار وړلو له پاره دا مهال يوې ښې رهبرۍ او يو ښه سياسي انسياټيف او الټرناټيف ته اړتيا لري. كه څه هم دا مهال په نړۍ كې د پښتنو د اړيكو د پراختيا له پاره ښه زمينه مساعده ده، خو له بده مرغه د تېرو 30 كلونو د عادت له مخې پښتانه دغه بهير ته يو يو دانګي او په يووالي سره د يوې منل شوې رهبرۍ تر لارښوونې لاندې دغه پروسه نه ترسره كوي او دغه كار د انسان موقف له خپلواكۍ، مشرۍ او مساواتو نه تر نوكر كېدلو راټيټوي او دې كار، نه پخوا پښتنو ته ښې پايلې درلودې او نه يې اوس لري. پښتانه د يو ستر قوم په توګه د نړۍ يوه برخه ده او د خپل ځواك له پلوه د دې وس لري چې د ځمكې پر يوه برخه حكومت وكړي، نه دا چې د نورو نوكر دې وي او نورو ته دې توري وهي. كه د تاريخ دغې بېلګې ته كتنه وكړو چې د خوشالخان او بايزيد روښان تر مشرۍ لاندې پښتانه تر هغه د مغلو نوكر او لښكر ول چې تر څو په خپل ځان باوري شوي نه وو، او چې كله دوى په خپل ځان باوري شول نور د مغلو نوكري يې پرېښوده او د بايزيد روښان او خوشالخان پر مشرۍ يې خپله واكمني جوړه كړه او په پاى كې د خپلې سترې واكمنۍ څښتنان شول.

اوس هم په پښتنو كې يوازې يو قافله سالار ته اړتيا ده چې مخ ته راووځي، پښتنو ته پر خپل ځان د باور پيدا كولو درس وركړي، دوى سره يو كړي او له خپل ځواك نه د كار اخيستلو وړتيا تر لاسه كړي. پر ځان د باور پيدا كولو تر ټولو غوره امكانات اقتصادي، تخنيكي او ټكنالوژيكې اسانتياوې دي چې د مخترعينو، ساينس پوهانو او پانګوالو پر مټ يې بنسټ ايښودل كيداى شي.

بايد يو شي ته پاملرنه وشي چې د پښتنو د ځان جوړول په افغانستان كې د نورو مېشتو قومونو د ګټو او حقوقو د ګواښولو او د دوى يووالى له نورو قومونو سره د بېلوالي په مانا نه دي او بايد هم نه وي او په دې برخه كې پښتانه د احمدشاه بابا د مور زرغونې انا هغه پند له ياده ونه باسي چې خپل زوى ستر واكمن احمدشاه ته يې د كندهار له ښار نه د دېوال چاپېرولو پر مهال ويلي و چې دا ديوال د دې لامل نه شي چې په بده ورځ نور افغانان هېر كړئ او هغوى پردو ته وسپارئ. په دې مانا چې ځان راټولول د ځان محدودولو او له منځه وړلو او د نورو قومونو د هېرولو او پردو ته د سپارلو په مانا بايد نه وي، بلكې له نورو قومونو سره د پخلاينې، مفاهمې او ګډ چاپېريال د رامنځته كولو او يووالي په مانا وي. دا سمه ده چې د تنظيمي جګړو پر مهال د افغانانو تر منځ د تعصب زهر وپاشل شول او ټول افغان ولس په غوښتې او ناغوښتې توګه د يو شمېر كسانو له خوا د ژبو او قوم په نوم تر ظلم او كسات لاندې راغى، خو د دغو ټولو تربګنيو سټې له بهر څخه خړوبگېدلې او د افغان ولس تر منځ د ژبې، مذهب او قوم په نوم تعصب ريښې نه لري او داسې تربګنيو ته پراختيا وركول او لمن وهل د بهرنيانو او د افغان ولس د دښمنانو په ګټه تمامېږي.

د اساسي قانون له مخې هر قوم كولى شي خپلې ژبې او ټولنيزو بنسگټونو ته پراختيا وركړي. پښتنو ته هم په كار ده د نورو قومونو غوندې خپلې ژبې او په اړوندو سيمو كې د ټولنيزو بنسټونو جوړولو، غني كولو او پراخولو ته اوږه وركړي. خپلې ژبې، سيمې، قوم او ولس ته خدمت كول د هر چا حق دى او تعصب نه بلل كېږي، خو په هغه صورت كې چې دغه خدمت د نورو قومونو د حقونو تر پښو لاندې كول وي. يوه ستونزه چې دلته موجوده ده او د نورو قومونو تر منځ د دوى پر وړاندې حساسيتونه پاروي هغه دا ده چې د پښتنو موقف او حقونو ته د دولت له موقف او حقونو سره يو ځايوالى وركول كيږي او دا كار پښتنو ته دوه زيانه لري. يو دا چې حقونه يې د دولت له لارې نورو ته ويشل كيږي او بل دا چې دوى ته په دروغو سره د دولت په اداره كې د لومړي موقف جوړول او پورته پورته غورځول چې د ونډې او صلاحيت له پلوه بيا واقعيت نه لري، د نورو قومونو تر منځ د دوى پر وړاندې حساسيتونه پاروي او غبرګون رامنځته كوي. د بېلګې په ډول يو شمېر وزيران او رئيسان پرته له دې چې د كوم قومي يا مدني بنسټ له خوا وړانديز يې شوى وي، د بېلابېلو اړيكو له مخې پر كابينه و تپل شول، خو دغه ټاكنو ته د قومي تركيب نوم وركړ شو او دغه ټاكنه د يو شمېر غير پښتني ګوتنيوونكو له خوا تر ګوتنيونې لاندې راغله او دوى ګوته نيوه چې پښتنو ته په كابينه كې زياته ونډه وركړ شوې ده. خو اوس كه په سويل كې لګول شوې بودجه او د بيا رغونې كارونه په شمال كې له بيارغونې او لګول شوې بودجې سره پرتله شي، نو په دولت كې د پښتنو د ونډې د حقيقت جاج ترې اخيستل كيداى شي. همدا اوس د هېواد په شمال كې په سلو كې 60 خلك برېښنا لري او د هېواد په سويل كې په سلو كې يوازې 6 تنه برېښنا لري. دا په داسې حال كې ده چې نړيواله ټولنه په سويل كې د دوى د ماتې او ناامنۍ د دوام لاملونه د بيارغونې كارونو نه ترسره كېدل او بيكاري په ګوته كوي، خو په افغان كابينه كې نوموړې سيمه د ناامنۍ او جګړو په پلمه له ودانيزو كارونو څخه بې برخې كيږي. د دولت او پښتنو اړيكې تل داسې وې چې دوى د يو پښتون واكمن د مشرۍ د تش په نامه نوم سره خوشاله ساتل كېدل او هېڅكله د مشرۍ كولو ونډه او صلاحيت ورته نه وركول كېدل. پښتانه بايد له دغه تش په نامه موقف څخه يو قدم شاته لاړ شي او په دولت كې له نورو قومونو سره د مساواتو په ټغر كېني او د دولت له ټولو چارواكو كه هغه پښتانه دي او كه نور، د خپل حق غوښتنه وكړي او پرې نږدي چې حقونه يې نورو ته وويشل شي، ځكه چې نور هم خپل حقونه نورو ته نه ويشي. لكه څنګه چې څو ورځې مخكې وليدل شول چې د ملي ترمينالوژۍ پر سر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د يو شمېر پارسي ژبو تر منځ شخړه راپورته شوه. كه څه هم د وزارت كاركونكو دليل وړاندې كاوه چې په ملي ترمينولوژۍ كې د څو ژبو لكه پارسي، پښتو، عربي، انګليسي، فرانسوي او نورو ژبو اصطلاحات شته، خو دوى يولويشت هم نورو ته تېر نه شول او د ملي ترمينولوژۍ له شتون او منلو څخه يې انكار وكړ. اوس چې له يوه ټولنيز تړون څخه يو لورى خپلې پښې وباسي، نو بل لورى هم له دغه تړونه اوځي او نوموړي تړون ته په ژمن پاتې كېدو مكلف نه دى. دا ځكه چې په توكميز بنسټ جوړو ټولنو كې ورګگډېدل د ژبنيزو، دوديزو او فرهنګي ارزښتونو او اصالتونو په ساتلو سره ترسره كېږي. په داسې ټولنو كې ملي فرهنګ له ملت جوړېدلو څخه وروسته سر ښكاره كوي او قومي فرهنګي جوړښتونه په ملي فرهنګ كې حلېږي. په ملت او ملي فرهنګ جوړونه كې هر هغه قوم ستره ونډه لوبوي چې فرهنګي، سياسي او ټولنيز صلاحيتونه يې پياوړي وي او نورو ته يو څه وبښلى شي.

افغانستان له يوې اوږدې مودې جګړې او تمټال(ركود) وروسته د ملت جوړونې او ملي كېدو په لور ځي، په دغه بهير كې پښتانه د يوه لوري او غړي په توګه ګډون كوي او پر بهير به خپله اغېزمنتيا د خپلې پياوړتيا له لارې ښندي. په داسې حالاتو كې پر بهير د خپل اغېز ښندلو له پاره په خپلې پياوړتيا، فرهنګي او ټولنيزو صلاحيتونو تكيه او ټينګار كېداى شي، سرتمبګي او له نورو قومونو سره د اړيكو خړول نه دي په كار.
په پورتنۍ شخړه كې برى هيڅكله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په برخه نه شو، خو كوم غبرګون چې د دې شخړې پر وړاندې په مخالف قطب كې رامنځته شو، ګټه يې ايران ته ورسېده او زيان يې پښتنو ته. دا ځكه چې د دولت د يو وزير له خوا يو څوك پوهنتون ته د دانشګاه ويلو او پوهنځي ته د دانشكده ويلو پر سر كسر معاش شوى و، خو كه دغه كس ولايت ته د استان ويلو او محكمې ته د دادګاه ويلو پر سر محكمه شوى واى، بيا دغه غبرګون د پښتنو پر ضد نه رامنځته كېده او شايد كومې سياسي ناوړې ګټې چې د دې غبرګونونو تر شا د پښتنو پر ضد متصورې دي، مغرضو ته يې د رسېدو اندېښنه هم نه واى. زيات شنونكي په دې باور دي چې د قومي او ژبني حساسيتونو پارولو او قومونو د ټكر تر شا كيداى شي د ټولټاكنو په اړوند مسايل مطرح شي، دا ځكه چې په قومي كرښود تېرو ټولټاكنو د رايو وېشل كېدلو په ډېرې اسانۍ سره زيات شمېر نامستعدو كسانو ته په ټولټاكنو كې برياليتوبونه ورپه برخه كړل او اوس چې هم ټولټاكنو ته لږه موده پاتې ده كيداى شي زيات شمېر كسان په قومي كرښو د راتلونكو ټولټاكنو د وېشل كېدلو هڅه وكړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه يوازې دا چې په ټولنه كې د هغو اصطلاحاتو د كارولو مخه ونه نيولى شوه چې دوى بهرني ګڼل او ويل يې چې دغه اصطلاحات زموږ هېواد ته د يو بهرني تېري باد راوړي، بلكې په هيواد كې د ملي ترمينالوژۍ شتون يې هم په اثبات ونه شو رسولى او هغه اصطلاحات چې دوى يې پر لوري غشى خطا وار كړى و، اوس يې په غبرګونيزه توګه كارولو دومره عموميت وموند چې كيداى شي په راتلونكې كې د ملي ترمينالوژۍ يوه برخه وګرځي.

د ژبو په اړه د پښتنو دريځ په اساسي قانون كې غبرګون موندلى، پښتانه په داسې حال كې چې خپله ژبه يې محكومه ده، نور قومونه له خپلې ژبې له ويلو څنګه بې برخې كولى شي په داسې حال كې چې د اساسي قانون له تصويب څخه څلور كاله تېرېږي او د دوى ماشومان لاهم د نورو په مورنيو ژبو زده كړې كوي. په ملي ترمينالوژۍ كې دوه ټكى پښتو ځايول او يا نه ځايول د پښتنو كوم درد نه شي دوا كولى، كوم څه چې دا وخت پښتنو ته مهم دي هغه د دوى ماشومانو او لويانو ته په پښتو ژبه د زده كړو برابرول، په پښتو ژبه د بېلابېلو كتابونو چاپول او د دولت په اداره كې پښتو ژبې ته ونډه وركول دي. همدا اوس پښتانه زده كوونكي په نورو ژبو د زده كړو له امله، پوهنيزې ستونزې او نيمګړتياوې لري او همدا راز په پارسي ژبه د سم نه پوهېدلو له كبله نه خپل فكر او نظريه چاته په سمه توګه په ډاګه كولى شي او نه څوك ورته د دولت په اداره كې لوړه څوكۍ وركوي. په دې برخه كې د ازبكو هماغه متل چې وايي((ازبك تا كه تاجك ميشه، تاجك ملا ميشه)) صادق دى، پښتانه چې هم څو پارسيوانان كيږي نو پارسيوانان به د انګليسي ماسټران او په دولت كې رئيسان او وزيران وي.

اوس كه د دولت وزيران واقعاً په پښتنو زړه سوځوي نو دوى دې په پردۍ ژبه د زده كړو له استبداد، جګړې او له بې مكتبۍ څخه وژغوري. دا كار قانوني ملاتړ هم لري او د نورو قومونو لاس د پښتنو ګريوان ته هم نه رااوږدوي. همدا اوس په افغانستان كې د جګړې له امله په هر ساعت كې د يو نه د يو پښتون په كور د دولتيانو، طالب چيانو او يا د ناټوچيانو بم غورځېږي، د كوم سر پرې كيږي او كوم ته د وژلو بله بهانه جوړېږي. ايا تر اوسه كوم پښتون وزير او يا پښتون طالب د پښتنو پر دغه ناوړه حالت اوښكې ورولي او د دوى د ژوند د ژغورلو هڅه يې كړې ده.

همدا اوس د پښتنو په سيمه كې د دولت او طالبانو دواړو له خوا د پښتنو زده كوونكو پر مخ د 4000 ښوونځيو دروازې په دې جرم تړل شوي، چې طالبان د ښوونځيو د زده كړو دولتي نصاب نه مني او د دولت چارواكي په نوموړو ښوونځيو كې د زده كړو طالبي نصاب. طالبان د دوى پر وينا نصرانۍ زده كړې نه غواړي او د دولت چارواكي ترهګريزي زده كړې، خو دغه دواړه په نوموړو سيمو كې د خپل حاكميت په ساتلو او ټينګولو لاس برى نه لري، نه په سيمه كې امنيت راوستى شي او نه دغه مظلوم ولس ته اجازه وركوي چې ماشومان يې زهرلړلې زده كړې نه بلكې انساني او مسلكي زده كړې وكړي. دا په داسې حال كې دي چې د پښتنو ماشومان نه غواړي چې فرصتونه يې تلف او د دوى زده كړې دې په سياسي زهرو ولړل او د سياست بازيو قرباني شي. د دې پر ځاى چې پښتانه او په تېره ځوانان له پېښو او سياسي بهيرونو سره احساساتي چلند وكړي، ښه به دا وي چې له زغم او سياسي ځيركتيا څخه كار واخلي، پېښو ته له ملي او نړيوال دريځ څخه كتنه وكړي، له نورو قومونو سره د خپلو اړيكو د شلولو پر ځاى د ټينګولو هڅه وكړي او په خپلو سيمو كې د سولې او امنيت ټينګولو ته چې تر ټولو لومړيتوب لري مټې ونغاړي او د سيمې له ورانولو څخه دې د دولت چيانو، ناټوچيانو او طالب چيانو مخه ونيسي. خو دا كار به پښتانه هله وكولى شي چې خپله خپلواكه مشرتابه رامنځته او په خپلواكه ډول د صلاحيت د كارولو وړتيا ترلاسه كړي. دا دومره پېچلى او ناشونى كار نه دى د ټولو پښتنو يووالي او په خپلو كې سره خبرو كېناستو ته اړتيا لري. پښتانه په دې برخه كې بايد په خپلواكه توګه عمل وكړي او د دولت كړنو ته لاس تر زنې كېنني. تېرو تجربو ښودلې چې په داسې حالاتو كې دولتونو يوازې د جګړې له لاري د خپلو مخالفينو په وركولو ټينګار كړى، جګړه يې اوږده كړې او پښتانه يې په كې لولپه كړي دي. د پښتني سيمو پر ګوګل د كمونيستي دولت او تنظيمي ناتاړ داغونه لاهم د دغې ادعا ژوندي ثبوتونه دي.

لنډه دا چې ژبه د پوهولو را پوهولو او د ولسونو د فرهنګ او هويت د ثابتولو يوه ښه وسيله ده، ټولو ته په كار ده چې د خپل برم او شان لوړولو او ساتلو په پار خپله ژبه پراخه، غني او بډايه كړي. دا كار پر مورنۍ ژبې د زده كړو په برابرولو، علمي، ادبي او خپرنيزو موسسو او اكاډميو په جوړولو او پراختيا او په ټولنيز تړون كې د اصولو او قانونمنديو له مخې په ورګډېدلو، متقابل احترام او د عدالت په ساتلو سره ترسره كېداى شي. ژبه د يو ولس ملكيت او حق دى او د سياست او فاشيزم د اعمال وسيله نه ده او بايد د هغو سوداګرو مخه ونيول شي چې په ژبه_ژبه كولو خلك تېرباسي او د ژبې د پردې تر شا خپلې سياسي ګټې تضمينوي، كه دا كسان په پښتون قوم پورې اړوند وي او كه غيرپښتون قوم پورې.

پښتانه نه د بل قوم د ژبې د وركولو په تكل كې دي او نه پر خپله ژبه او نواميسو د نورو تېرى زغملى شي، د كابينې هر پښتون وزير لكه څنګه چې د دولت د هر بل وزير په شان د دولت مامور، د دولت د دريځ څرګندوى او د ټولو افغانانو وزير دى، بايد د هغه كړنو او دريځ ته هيڅكله قومي تړاو ورنه كړ شي. پښتون هم لكه نور قومونه د دې مظلوم ملت يوه برخه ده او له نورو قومونو سره يې كښتۍ بېله نه ده او برخليك به يې هم له نورو جلا نه وي، نو هغه غيرپښتانه تهمت تړونكي او ماجرا غوښتونكي چې په ناځوانۍ سره د پښتنو دولتي مامورينو كړنو او دريځ ته قومي تړاونه او چسپونه وركوي په حقيقت كې د ټولنيز تړون د اصولو او ملي يووالي پر خلاف عمل كوي او په خپل دغه عمل سره په غوښتې او ناغوښتې توګه د افغان ولس دښمنانو ته ګټه رسوي.

تبصره نسته

  1. دغه لیکنه نه یوازي په لوړعلمي تحلیل سره لیکل شوی ده بلکې لیکوال دیوې خوارښتونې سپینې خبرې کړې دي ، اوبلخوايې اصولي ، دیموکراتیک نړیوال معیارونه هم پکې خوندي ساتلي دي . په لاس اوقلم دبرکت بریالی اوسې .

    نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ