کور / هراړخیز / دهشټګ (#) څخه څنګه كار واخلو؟

دهشټګ (#) څخه څنګه كار واخلو؟

اكثره ملګري وينم، چي هشټګ (#) كاروي، خو دهشټګ (#) په سمه كارونه او ارزښت نه پوهيږي. داسي كليموته هشټګ (#) وركوي، چي په مطلب پوري تړلي نه وي، يا بې ارزښته وي، نو دغو دلايلو اړكړم چي ملګروته دهشټګ (#) كارونه وښيم.
په ټولنيزو رسنيو كي كي هشټګ (#) ستاسو دخوښي وړ مطالبو دپلټلو لپاره يوه مهمه وسيله ده.
پدې وروستيو كي فيسبوك كي هم هشټګ (#) ليكنه فعاله سوې، اواكثره كاروونكي يي دمطالبو په پيدا كولو كي كاروي.
كيداى سي چي # يو ښه قابليت وي، خو دكلماتو مخكي د# ليكنه زده كړه هم غواړي، په ځانګړي توګه په پښتو يا دري ژبه كي، چي بايد څه ډول وكارول سي.
پدې بايد پوه سو، چي دهشټګ (#) او ستاسو دكليمې ترمنځ بايد هيڅ ډول فاصله نه وي، خو كه چيري وغواړئ چي دوې كليمې په يوه هشټګ(#) كي راولى نو مجبوره ياست چي د (انډرلاين) څخه كار واخلئ، لكه: #كندهار_بريد يا كه يوه كليمه وي نو لكه دغه كليمه، داسي يي وليكئ، #كندهار
پدې پوهيږي چي پورته هشټګونه ډير كارسوي، نو كه اوس تاسويا بل كس پردې هشټګ (#) كليك وكړي، دكندهار پيښي پوري اړوند پوستونه به وويني، چي ورته هشټګ (#) پكښې كار سوى.
پخوا به چي كله په ټويټر كي ځيني مطالبو كي هشټګ (#) كارول كيده، نو فيسبوك بيا دغه هشټګونه نه منل، ځكه چي فيسبوك كي هغه مهال هشټګ (#) نه وو فعال سوى، خو اوس په آسانۍ سره كولاى سئ چي دټويټر پوست كاپي او فيسبوك كي شير كړئ. كه غواړئ چي دفيسبوك او ټويټر پوستونه مو يو ډول وي، نو ټويټر اوفيسبو ك سره سره وصل (Connect) كړئ، ترڅو مو دفيسبوك پوست پر ټويټر او دټويټر پوست مو پر فيسبوك په اتومات ډول آپلوډ سي.

تاسو كولاى سي چي دخپلو ملګرو ترمنځ دهمږغۍ لپاره يو هشټګ (#) مطرح كړئ، مثلا په خپلو مطالبو كي يوه خاصه كليمه يا د ډلي نوم # كړئ، نو بيا هر ملګرى په آسانۍ سره يو بل سره پيدا كولاى سي.
ځيني انقلابي معترضينو لكه دمصر هغې، لدې همږغي كوونكي هشټګ (#) څخه استفاده وكړه، هري ډلي چي به غوښتل چي دبلي ډلي له اعتراضونو څخه خبر سي نو له مخي ټاكل سوي كليمي به يي پلټلې او دهغه ډلي نوي مطالب يي لوستل.

هشټګ ستاسو مطالبو ته لا ارزښت وركوي:

مخكي چي تاسو هشټګ (#) نه كاراوه، نو يوازي ستاسو ملګرو او دپاڼي غړو ستاسو مطالب لوستل، خو اوس دهشټګ (#) په كارولو سره تاسو خپل مطالب تر ډيرو خلكو رسولاى سئ.

هشټګ ليكنه او تجارت:

تاسو كولاى سي چي خپل برانډ يا دشركت نوم هشټګ كړ، ترڅو په آسانۍ سره پيدا سي.
نو كه غواړئ په خپلو مطالبوكي ځيني خاصي كليمې وليكئ، هشټګ وركړئ، ترڅو ستاسو مطالب ډير خلك وګوري.

كه كوم ملګرى پوښتنه لري، كولاى سي ماته مسيج كي پيغام پريږدي!