کور / تازه خبرونه / حامد کرزي د جمهور رئیس غنی هغه وینا چې د وزیرستان خلک یې پاکستانی بللی رد کړه

حامد کرزي د جمهور رئیس غنی هغه وینا چې د وزیرستان خلک یې پاکستانی بللی رد کړه

حامد کرزي د دې تر څنګ چې د پاکستان اسلامي جمهوریت ته د افغانستان د جمهور رئیس داکتر محمد اشرف غني د وروستۍ سفر په هکله یې هیله څرګنده کړه وې ویل تمه لري چې دغه سفر به په سیمه کې د سولې او ثبات او د دواړو هېوادونو تر منځ د حسنه روابطو د لا زیات ټینګښت زمینه برابره کړي خو د جمهور رئیس اشرف غني هغه وینا چې د وزیرستان خلک یې پاکستاني بللي په کلکه رد کړه.
حامد کرزی د ډیورند کرښه د انګلیس د استعمار له خوا د افغانستان پر ټټر یوه تپل شوې کرښه بولي او زیاتوي چې په همدې دلیل هم دغه کرښه هېڅ وخت د افغانانو له لورې نه ده منل شوې.
حامد کرزی زیاتوي د وزیرستان خلک د جګړو او بمباریو له امله خپل کورونه او جایدادونه له لاسه ورکړل او اړ شول چې د ډیورند کرښې دې غاړې ته استوګن شي چې په حقیقت کې له خپل یوه کور څخه خپل بل کور ته کډه شوي دي.
نو په دې اساس د وزیرستان خلک پاکستاني مهاجر نه بلکې لکه هر بل افغان د دې خاورې کامل حقدار دي.

تبصرې پرانیستي‌

  1. له کرزی صاحب نه قربان شم چه دا خبره یی کړی الله دی راولی