کور / تازه خبرونه / برتانيه: د ترهګرۍ خلاف د پاكستان مرستي بېحده مهمي دي

برتانيه: د ترهګرۍ خلاف د پاكستان مرستي بېحده مهمي دي


د برتانيې د دفاع وزير ډيس براون چي د پاكستان په سفر بوخت دئ، وايي پاكستان له نړيوالي ټولني سره د ترهګرۍ خلاف جنګ كي بېحده مرستي كړي دي.
نوموړى وايي پاكستان ته په سفر كي يې د دغه هيواد د دفاع له وزير چوهدري احمدمختار، خارجه وزير شاه محمود قريشي او د وسله وال پوځ اعلى قومندان اشفاق پروېز كياني سره د ترهګرۍ خلاف جنګ په باب خورا مهم بحثونه كړي دي.
برتانوى وزير وايي د پاكستان او افغانستان ترمنځ ښې اړيكي به د تروريزم خلاف جنګ ته ګټوري پايلي ولري او په سيمه كي د امنيت او سولي د ټينګښت ضمانت هم كوي.
د برتانيې د دفاع وزير په داسي حال كي پاكستان ته سفر كوي، چي د ناټو او پاكستان ترمنځ د ډيورنډ تر پولي په ها خوا عملياتو كي سختي ناندرۍ رواني دي، او افغان ولسمشر حامد كرزي هم پاكستان ته ګواښ كړى، چي كه افغانستان ته د تروريستانو د راتګ مخنيوى ونكړي، دى به افغان پوځيان د هغوى په ځپلو پسي تر ډيورنډ هاخواته ولېږي.