کور / تازه خبرونه / ارغنداب : د اتو زرو کورنيو سره د مرستو لړۍ پېل سوه

ارغنداب : د اتو زرو کورنيو سره د مرستو لړۍ پېل سوه

تيره اونۍ د كندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ ددولتي ځواكونو او ددولت د مخاليفينو تر منځ د سختو وسله والو نښتو ډګر ګرځېدلې وه چي له امله يې په زرګونو كورنۍ د خپلو كورنو پرېښودلو ته اړې سوي وې چي د يادو سويو كورنيو سره د كندهار ولايت د مقام ، ولايتي شورا او قومي مشران په غوښتنه د اتو زرو بېځايه سويو كورنيو سره د مرستو لړۍ پيل سوه چي په ترڅ كي هري كورنۍ ته سل كيلو ګرامه غنم ، دوه پيپه غوړي او يو تر پال وركړل سوه .


د كندهار د ولايت مرستيال ډاكټر غلام جيلاني همايون خبري رسنيو ته وويل چي دوئ به هڅه وكړي تر څو د خيره مؤسسو سوي مرستي په دوو نورو لړيو كي هم ترسره كړي .


د كندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ كي ددولتي ځواكونو او ددولت د مخاليفينو ترمنځ په داسي حال كي وسله والي نښتي را منځ ته سوي چي خلك تر خپلو ځمكو د حصولو د راټولو په كارونو بوخت وو چي له دې امله ځايې وګړو ته ډېر مالي زيانو ور اوښتي دي .