کور / تازه خبرونه / چخانسور : د شش آب د سيمي پر امنيتي پوستې بريد سوئ

چخانسور : د شش آب د سيمي پر امنيتي پوستې بريد سوئ

د جمعې د شپې ددولسو بجو په شاوخوا كي د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ د شش آب د سيمي  امنيتي پوسته  ددولت د مخاليفينو تر وسله وال بريد لاندي راغله چي د خاشرود  د ولسوال محمد هاشم نورزي په وينا د سهار تر شپږو بجو پوري يې دوام كړى دى چي په ترڅ كي يې دولت څلور تنه مخاليفين وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي .


د ښاغلي نورزي په وينا ددغه نښتي په پايله كي يوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان پوليسو لاس ته ورغلي دي .


خو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي .