کور / تازه خبرونه / د پاكستان خارجه وزير په يوه اوږده سفر هند ته ورسېد

د پاكستان خارجه وزير په يوه اوږده سفر هند ته ورسېد

 


د پاكستان خارجه وزير شاه محمود قريشي



پاكستاني مقامات وايي د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هند ته په څلور ورځني سفر رسېدلى دئ.
 تمه كېږي نوموړى به د پاكستان او هند د خپل منځي اړيكو په باب له خپل هندي سيال راجاپرتاب مكرجي، صدراعظم من موهن سنګ او د هندي كشمير د سياسي مشرانو سره خبري وكړي.
په پاكستان كي د نوي پارلماني حكومت تر جوړېدو وروسته دا هند ته د پاكستان د خارجه وزير لومړى سفر دئ.
د سياسي چارو پوهان په دې ګومان دي چي د پاكستان او هند جوړجاړى د افغانستان پر بدو حالاتو هم ګټور تاثير ښندلاى سي.
افغان څېړونكي وايي په هيواد كي يې د پاكستان پټه لاس وهنه تر ډېره د هند او افغانستان د ښو اړيكو له كبله ده، ځكه پاكستان له هند سره د دښمنې په خاطر په افغانستان كي د دغه هيواد له نفوذ څخه په بېره كي دئ.
پاكستاني مقامات وايي شاه محمود قريشي به د هند د څېړنيزو مطالعاتو مركز او د صنعتي پرمختګ ادارې ته هم ويناوي وكړي.