کور / تازه خبرونه / تازه خبر: قبايلي طالبانو دوه افغانان اعدام كړل

تازه خبر: قبايلي طالبانو دوه افغانان اعدام كړل


لر او بر ويبپاڼي ته رارسېدلى تازه خبر وايي د جمعې په ورځ قبايلي طالبانو دوه افغانان امريكايانو او ناټو ځواكونو ته د جاسوسۍ په تور اعدام كړل.
دغه كسان يوه مياشت مخكي طالبانو تښتولي وه چي نن يې د خلګو په يوه عام محضر كي ووژل.
ځايي خلګ وايي تر اعدام وروسته طالبانو پر شاوخوا خلګو هم ټكان وكړل، چي له امله يې مرګ ژوبله اوښتې ده، دا لا تر اوسه معلومه نه ده چي طالبانو د اعدام پر نندارچيانو ولي ټكان كړي دي.