کور / تازه خبرونه / تازه خبر: شمالي كوريا د اټومي بټيو په نړولو پيل وكړ

تازه خبر: شمالي كوريا د اټومي بټيو په نړولو پيل وكړ


شمالي كوريا د جمعې په ورځ د اټومي بټيو په نړولو پيل وكړ او د نړۍ له شپږو هيوادونو سره يې يو تړون لاسليك كړ، چي نور به په بشپړ ډول د پلاټونيم د پخولو چاري دروي.
كوريا له يوه كال راهيسي د امريكا په شمول د نړۍ له غټو هيوادونو سره تړون كړى و، چي خپل اټومي پروګرام به د مرستو په بدل كي دروي.
تېره اونۍ شمالي كوريا په چين كي د شپږو هيوادونو غونډي ته خپل يو كلن راپور وړاندي كړ، چي د امريكا له تائيد سره مخ سو.
جارج ډبليو بوش پرون په يوه كنفرانس كي د شمالي كوريا هڅي وستايلې او د خپل هيواد له خوا يې د اقتصادي بنديزونو د پورته كېدو او ورسره نورو مرستو ژمنه وكړه.
كوريا د پلازمېني پينګيانګ پر وخت ماپښين څلور بجې د خپلي لومړنۍ بټۍ ۶۰ فوټه لوړ يخوونكى بادوان له منځه يووړ، چي د هيواد په ملي تلوېزون كي يې په ژوندۍ بڼه خپرېده.